د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې يو پولیس افسر وژل شوی


پولیس کوټې ته پر تللې سړک ولاړ دي - انځور له ارشیفه
پولیس کوټې ته پر تللې سړک ولاړ دي - انځور له ارشیفه

د بلوچستان په دوکۍ کې وسله والو نن (د فرورۍ پر ۱۳مه) يو پولیس افسر وژلی دی.

د دوکۍ ضلعې د پولیسو مشر سید صبور اغا د فرورۍ پر ۱۳مه مشال رېډیو ته د پېښې تصدیق وکړ او وي ويل چې پولیس د ګزمې او تالاشۍ په وخت تر برید لاندې راغلي وو.

هغه زیاته کړه چې پولیسو د ګزمې پر مهال یو مشکوک ګاډی ودرولی وو چې پکې سپرو کسانو پر پولیسو ډزې وکړې او په نتیجه کې یې اې ایس ای (اسیسټنټ سب انسپکټر) محمد سلیم په موقع ووژل شو.

صبور اغا همدا راز وویل له ابتدايي پلټنو داسې ښکاري چې وسله وال غله وو ځکه چې د تېښتې پر مهال ترې د پېښې په ځای کې ۱۴ شمسي شیشې او یو کلاشینکوف هم پاتې شوی دی. د نوموړي په وینا د وژل شوي پولیس افسر تعلق له خیبر پښتونخوا سره دی.

تر اوسه د دې برید ذمه واري چا نه ده منلې.

په بلوچستان کې په دې وروستيو کې د وسله والو حملې زیاتې شوې دي. د فرورۍ پر پينځمه په کوټه کې په يو ځانمرګي برید کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. تحريک طالبان پاکستان د دې حملې ذمه واری منلې وه.

د فرورۍ پر دولسمه په تربت کې امنيتي ځواکونو په سړک کې ښخ شوی يو ماين وموند او چاودنه یې ورکړه. د همدغې مياشتې پر لسمه، په ډیره بګټي کې نامعلومو وسله والو په ډزو د لویز ځواک یو تن وژلی او درې نور یې ژوبل کړي وو.

په همدغه ورځ د دې صوبې په کوهلو ضلع کې ماین چاودنې د سرحدي ځواکونو (اېف سي) دوه افسران وژلي وو چې یو یې کپتان او بل میجر وو. په دې پېښې کې د سرحدي عسکرو درې تنه ژوبل شوي هم وو. د دې پېښو ذمه واري هم تر اوسه چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG