د لاسرسي ځای

تازه خبر

"امن لپاره د پښتنو ولسي پاڅون" احتجاجونه له جانیخېلو پيل شول


د پښتنو ولسي پاڅون ګډونوال د بنو په جانيخېلو کې
د پښتنو ولسي پاڅون ګډونوال د بنو په جانيخېلو کې

د خیبر پښتونخوا د بنو په جانيخېلو کې د امن پاڅون لومړۍ جلسه کې ګډونوالو، پر حکومت ټينګار وکړ چې د وسله والو د بیا منظمېدو مخه دې ونیسي.

د جنورۍ په لومړۍ نېټه په جانیخېلو کې په دې غونډه کې د عوامي نېشنل ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو تر څنګ د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو کارکوونکو ګډون وکړ. د دې غورځنګ مشر، منظور پشتين ګډونوالو ته په خبرو کې وويل چې په دنيا کې خلک يو بل ته د نوي کال مبارکۍ ورکوي خو پښتانه لا هم له ترهګرۍ کړيږي.

منظور پشتين زیاته کړه چې د پاکستان پوځ دې ترهګرۍ ضد مبارزې د دعوو حساب ورکړي: "پښتونخوا وطن د پښتنو دی،‌ فېصلې یې بايد پښتانه وکړي، نه له نورو ځایونو راغلي خلک. موږ به په خپل وطن کې غلامان کيږو نه. زموږ ځای معلوم دی چې د امن پوښتنه ترې وکړو. موږ له عسکري مشرانو حساب غواړو چې امن ولې نه راځي؟ موږ دا د ډالرو جنګونه نور نه منو. هر جرنېل چې راشي وايي، زه نوي عمليات کوم. وینې زموږ توييږي، ګټې یې نورو ته ځي."

د پاکستان پوځ نوي مشر جنرال عاصم منير د دیسمبر پر ۲۸مه، د لوړپوړو پوځي چارواکو په غونډه کې ويلي وو چې د ټولو وسله والو پر ضد به بې توپيره عمليات کوي. د پوځ د عامه اړيکو څانګې په يوه خبرپاڼه کې د نوموړي له خولې ويلي وو چې ترهګري نه شي زغملی. جنرال منير د نومبر په مياشت کې د جنرال قمر جاويد باجوه پر ځای د پوځ مشر ټاکل شوی دی.

د پاکستان حکومت د امنيت سمولو لپاره تر ټولو لویې وسله والې ډلې، تحريک طالبان پاکستان سره د جون له میاشتې راهیسې اوربند کړی وو. خو دې ډلې د نومبر په مياشت کې اعلان وکړ چې دا اوربند ختموي. د دې تحريک لخوا په يوه اعلاميه کې ادعا شوې وه چې د پاکستان پوځ د مذاکراتو په وخت شوې وعدې نه دې پوره کړې نو ځکه بیا حملې پيلوي. د دې وعدو تفصيل نه دی ورکړل شوی.

تر هغه وروسته د اسلام اباد په شمول د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې حملې شوې دي. د بریدونو او ناامنۍ زیاتېدو په اړه، د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې د هڅو هم اهنګونکې ادارې، نېکټا ويلي چې دغو مذاکراتو پاکستاني طالبان قوي او بیا منظمه کړل.

د جانیخېلو جسلې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر او خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي، ميرکلام وزير وويل چې امينيتي ادارې دې خلک د مذاکراتو او عملياتو په اړه په تياره کې نه ساتي. هغه زیاته کړه چې پخوانيوو پوځي عملياتو ولسي وګړو ته زیانونه اړولي‌دي نو ځکه نور دا قسم عمليات نه غواړي. نوموړي پر وسله والو ډلو هم غږ وکړ چې له تشدده لاس واخلي.

ميرکلام وزير وويل: "که ګل بهادر دی، که نور ولي مسيد دی او که د بلې ډلې بل مشر دی. دوی ته وايو چې تاسو هم پښتانه ياست او د دې خاورې بچيان یاست. ایا ستاسو پر دې پښتنو زړه نه خوږيږي؟ ستاسو چې د چا سره لانجه ده،‌ د هغه سره چې هر څه کوي، زما له علاقې څخه یې مه کوه. زموږ له سیمو ورته ووځي، هر چيرته چې یې ورسره ډزوي، ډزوه یې!"

نور ولي‌ مسيد د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او ګل بهادر د حافظ ګل بهادر ګروپ په نامه وسله والو مشر دی. ټي ټي‌پي په پاکستان کې تر ټولو لويه وسله واله ډله ګڼل کيږي. د پاکستان لخوا ترهګرې ګرځول شوې دې ډلې د دیسمبر پر ۳۱مه وويل چې دوی په پاکستان کې په ۲۰۲۲ کال کې ټولې ۳۶۷ حملې کړې دي. تر ټولو ډېرې حملې په خیبر پښتونخوا کې شوې دي. دې ډلې ادعا کړې چې په دې بریدنو کې يې ۱۰۱۵ پوځيان، پولیس، د استخباراتي ادارو کارکوونکي او د حکومت ملاتړ لرونکي امن کمېټو غړي وژلي دي.

بلخوا د دیسمبر په اخره کې خپاره کړي، د خيبر پښتونخوا پولیسو په خپل کلني راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۲ کې پر دوی ۲۷۹ حملې شوې دي چې پکې ۱۱۸ پولیسان وژل شوي او ۱۲۵ زخميان شوي دي. په راپور کې زیاته شوي چې ۸۰۶ کسان د ترهګرۍ په تور نيول شوي.

د خیبر پښتونخوا د جنوبي او قبايلي ضلعو قومي مشرانو د دیسمبر پر ۳۰مه، اعلان کړی وو چې د امن لپاره ولسي پاڅون احتجاجونو لړۍ به د پښتنو په بېلابېلو سیمو کې روانوي. دوی زیاته کړې وه چې مقصد یې د پاکستان واکمنان په دې پوهول دي چې دوی په خپلو سیمو کې نوره ترهګري نه شي زغملی. د اعلان ترمخه د جنورۍ پر پنځمه باجوړکې، په شپږمه جنوبي وزیرستان کې او د جنورۍ په ۱۱مه به په مومندو کې پاڅونونه او احتجاجونه کيږي چې پکې به له حکومته د امن غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG