د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قامي سلامتیا کمېټۍ د ترهګرو خلاف د پوره ځواک کارولو پرېکړه وکړه


غونډه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په وزیراعظم هاوس کې وشوه چې د پوځ مشر جنرال عاصم منير هم په کې ګډون درلود: انځور راډيو پاکستان
غونډه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په وزیراعظم هاوس کې وشوه چې د پوځ مشر جنرال عاصم منير هم په کې ګډون درلود: انځور راډيو پاکستان

د پاکستان قامي سلامتيا کميټۍ نن، د ډېسېمبر پر ۳۰مه، پريکړه وکړه چې د وسله والو پرضد به کوټلي ګامونه پورته کوي.

د وزيراعظم شهباز شريف له دفتره په خپور شوي یو بيان کې راغلي چې "ترهګر د پاکستان دښمان دي او پرضد به یې پوره قوت کارويل کېږي ځکه چې هغوی رياست ته ګواښونه ورکوي."

د وزيراعظم په مشرۍ کې د قامي سلامتيا کميټۍ غونډه کې د پوځ او لوړ پوړو حکومتي مشرانو ګډون وکړ. په خپور شوي بیان کې ويل شوي دي چې د ترهګرۍ پرضد بيانه باندي ټول متحد دي او هېچا ته به په هېواد کې د ګډوډي اجازه ورنکړي.

دا غونډه په داسي حال کې رابلل شوي وه چې په خيبر پښتونخوا کې د نا امنۍ پېښو کې زياتوالی راغلی دی.

په روان ډېسېمبر میاشت کې په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او اسلام اباد کې د ترهګرۍ ګڼې پېښې مخې ته راغلې وې چې پکې په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي سرتېرو بمي بریدونه، په بنو کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې په مرکز د وسلوالو برید، په کورمه کې پر پوځي پوستې حمله، په بلوچستان کې پر امنیتي سرتېرو بریدونه او په اسلام اباد کې ځان مرګې حمله هم پکې شامله ده. په دغو بریدونو کې ګڼو ولسي خلکو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. د وروستیو ځینو پېښو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

بلخوا د ډ ېسېمبر پر ۲۸مه د راولپنډۍ په پوځي هیډکواټر کې هم د ملک پر امنیتي حالاتو د پوځي مشرانو (کورکمانډرانو) یوه غونډه شوې وه چې پکې جنرال عاصم منیر ویلي ول چې په هېواد کې نوره ترهګري نه شي زغملی.

د پاکستاني پوځ د مشر تر بیان يوه ورځ مخکې د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري هم ويلي وو چې د ترهګرۍ ضد پالیسيوو ته د بيا کتنې ضرورت دی. نوموړي د دیسمبر پر ۲۷مه، د سيند په لاړکانه ګړي خدا بخش کې د بېنظیر بوټو د ۱۵م تلین غونډې ته د وينا په وخت ادعا وکړه چې د عمران خان په مشرۍ تېر حکومت ترهګرۍ ضد پالیسي نه درلوده.

خو بل پلو پخواني وزیراعظم عمران خان او د تحریک انصاف مخکښو مشرانو په وار وار ویلي چې د ترهګرۍ خلاف یې کوټلي اقدامات کړي دي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا پولیسو په کلني راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۲ کال کې پر دوی ۲۷۹ حملې شوې دي چې پکې ۱۱۸ پولیسان وژل شوي او ۱۲۵ زخميان شوي دي. د خیبر پښتونخوا پولیس هر کال د دیسمبر په مياشت کې د امنيتي پېښو په اړه کلنی راپور خپروي. دا ځل په خپاره شوي راپور کې ويل شوي چې ۸۰۶ کسان د ترهګرۍ په تور نيول شوي. پولیسو ادعا کړې چې په دوی کې د ۹۰ کسانو د نيولو لپاره پولیسو انعامونه اعلان کړي وو.

XS
SM
MD
LG