د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټر رضا رباني: حکومت له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه ولس په تیاره کې ساتلی


سېنېټر رضا رباني پخوانی انځور
سېنېټر رضا رباني پخوانی انځور

د پاکستان پيپلز ګوند يو مخکښ سېنېټر ميا رضا رباني پر حکومت غږ کړی چې د پارلمان ګډه غونډه دې ور وغواړي چې پکې د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان له خوا د شوو بريدونو پر موضوع باندې بحث وشي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د نومبر پر ۲۸مه رسنيو ته په استولي بیان کې پر خپلو وسلوالو غږ کړی وو چې په پاکستان کې دې حملې وکړې چې تر دې دوه ورځې وروسته د نومبر پر ۳۰مه په کوټه کې د پوليسو پر ګاډي بريد وشو چې پکې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او تر ۲۰ زیات ټپيان شوي ول. طالبانو د دې بريد ذمه واري منلې وه.

رضا رباني د نومبر پر ۳۰مه په يوه بیان کې تور پورې کړ چې سربېره پر دې په ټول هېواد، په تېره په خیبر پښتونخوا کې بريدونه زیات شوي، خو د ده په خبره حکومت له طالبانو سره د شوو مذاکراتو جزیات پټوي.

نوموړي زیاته کړه: "د ټي ټي پي په بڼه کې د اوربند ماتولو او شدت پسندۍ زیاتوالی دا خبره روښانه کړې ده چې پاکستاني ریاست د ولس په تیاره کې ساتلو ته دوام ورکړی دی."

بیان کې ليکل شوي چې د حملو د زیاتوالي، د باج اخيستو او تښتونو د پېښو ښکاره شواهد شته. د ده په وینا، د سوات ولس د ترهګرۍ د پېښو د زیاتېدو په اړه پراخې مظاهرې کړې دي خو د ده په ادعا، "ریاست پر بېګناه خلکو د ترهګرۍ ضد مقدمې دایروي."

رضا رباني ويلي چې په وار وار يې پر دې موضوع د پارلمان د ګډې غونډې وربللو غوښتنه کړې ده، خو د ده په وینا، افسوس چې هېچا ورته غوږ نه دی نيولی.

د پاکستان حکومت، د پوځ ځينې مشرانو او قبايلي جرګې په روان ۲۰۲۲ز کال کې له تحریک طالبان پاکستان سره د افغان طالبانو په منځګړيتوب په کابل کې څو ځلې د سولې مذاکرات کړي ول چې په نتیجه کې يې طالبانو په مې مياشت کې کړی اوربند د جون پر دويمه نېټه تر نامعلومې مودې پورې غځولی وو، خو پر دې سربېره يې هم په خيبر پښتونخوا کې بريدونو ته دوام ورکړ.

د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو د روان ۲۰۲۲ز کال په جون مياشت کې د ملي امنيت لپاره د پارلمان کمېټۍ ته له تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو په اړه خپل پلان په ډاګه کړی وو.

د تړلو دروازو ترشا په هغه غونډه کې چې مشري يې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف کړې وه، له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې د خبرو پاليسۍ منظوري ورکړل شوې وه. په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د حکومت او طالبانو ترمينځ خبرې به د پاکستان د ايين په چوکاټ کې مخ ته ځي او دا چې د هغه بهير څارنه به د پارلمان يوه ذېلي کمېټه کوي. رضا رباني په بیان کې غوښتنه کړې چې د پارلمان د ملي امنيت کمېټۍ دې نوره فعاله کړل شي.

د طالبانو حملو ته حکومتي غبرګون

حکومت د سېنېټر رضا رباني دغو څرګندونو ته لا ځواب نه دی ويلی البته د طالبانو تازه حملې د کورنيو چارو وزیر د خواشينۍ وړ بللې دي. رانا ثناالله ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه سیمه يیز امنیت ته خطر دي او باید د افغانستان لپاره هم د اندیښنې لامل شي.

هغه نن (ډېسېمبر لومړۍ) په اسلام اباد کې یوې خبري غوندې ته په وینا کې زیاته کړه چې باید داسې لارې ولټول شي چې تر مخه يې وسلوال بیا سر راپورته نکړای شي.

ده زیاته کړه: "دا پرېشانونکې نه دي، فکر مه کوئ چې دا به له کنټروله بهر شي یا به کومه يوه ډله زموږ له منګولو خلاصه شي."

د يوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل چې افغان طالبانو له نړیوالو سره ژمنه کړې ده چې خاوره به يې د بل کوم هېواد پرضد نه استعمالېږي. " که دوی (افغان طالبان) پر دې ژمنه عمل وکړي نو دا به نه يوازې د پاکستان په ګټه وي بلکې دوی ته به هم ګټه ورسوي. که چيرې ټي ټي پي هلته (افغانستان) وي او ترهګر فعالیتونه دلته (پاکستان) کوي نو بیا خو د دوی خاوره د دوی د ژمنو برعکس د (ترهګرۍ) لپاره استعمال شوه."​ ​

ثناالله پر دې هم خواشیني څرګنده کړه چې د خېبرپښتونخوا اعلاوزیر محمود خان د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ په امنيتي غونډه کې ګډون نه وو کړی. هغه د صوبايي حکومتونو، امنیتي ادارو او په ځانګړې توګه پر خیبرپښتونخواه او بلوچستان ټینګار وکړ چې د ناامنۍ زیاتېدونکې ستونزه دې په اغېزناکه توګه هواره کړي. نوموړي وویل وفاقي حکومت به په دې لړ کې له دواړو صوبو سره هره اړینه مرسته کوي.

د خيبر پښتونخوا د سياستوالانو څه وايي؟

هلته د خيبر پښتونخوا سياستوالانو او د اسمبلۍ غړو هم د طالبانو له خوا د حملو کولو پر اعلان غبرګون ښوولی دی.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي مير کلام وزیر د نومبر پر ۳۰مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د حکومت او طالبانو ترمینځ مذاکراتو هيڅ مثبته نتیجه نه ده ورکړې.

نوموړي زیاته کړه: "موږ په دې نظر وو چې مذاکرات پکار دي خو سنجيده او د امن مذاکرات پکار دي چې په نتیجه کې په دې خطه کې امن راشي."

په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلماني مشر سردار حسين بابک د نومبر پر ۳۰مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې ناامنيو د ټولو پښتنو ژوند له کړاوونو سره مخ کړی دی خو د ده په ادعا، حکومت په دې اړه هېڅ نه کوي. "له حکومته به تمه او غوښتنه څه وکړو ځکه هغوی په ميدان کې شته نه، هغه ورځ په لکي مروت کې د پولیسو شپږ سپاهيان شهيدان شول او خلک ډېر پرېشانه ول، خو زموږ د صوبې وزیراعلا تللی وو، په باجوړ کې يې د عمران خان د احتجاج لپاره جلسه کوله."

د خیبر پښتونخوا حکومت د دوی څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی. البته حکومت او پوځ په وار وار ويلي چې دوی به وسلوال بیا فعالېدو ته پرېنږدي او پرضد به يې کاروایانې کوي.

امنیتي ځواکونو وار له مخه په ځينو سيمو کې ځانګړي کاروایانې هم کړې دي چې طالبانو يې هم په بیان کې یادونه کړې ده او هم دا يې د حملو پیلولو وجه یاده کړې ده.

XS
SM
MD
LG