د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو او لکي مروت کې "يو پولیس، یو پوځي او ۵ وسله وال وژل شوي" دي


 په بنو کې پولیس د ګزمې او پېرې په حال کې - انځور له ارشيفه
په بنو کې پولیس د ګزمې او پېرې په حال کې - انځور له ارشيفه

په بنو او لکي مروت کې د امنيتي سرتيرو او وسله والو ترمنځ په نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خيبر پښتونخوا پولیسو ادعا کړې چې په لکې مروت کې وسله والو د دیسمبر پر ۳۱مه د شپې ناوخته پر پولیسو برید کړی چې پکې دواړو خواوو ته یو، یو تن وژل شوی دی. دوی د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پر ټويټر ليکلي چې دا حمله په شهباز خېلو کې شوې ده.

پولیسو زیاته کړې چې په دې برید کې وژل شوی سرتيري، تحسین الله نوميږي. د پولیسو په وينا د نښتې په وخت وژل شوی وسله وال د عبدالخېلو سيمې سره تعلق درلود او دوی ته مطلوب وو.‌

تر اوسه چا د دې برید ذمه واري‌نه ده منلې. په دې وروستيو کې په لکي‌مروت کې پر پولیسو مرګوني حملې زیاتې شوې دي چې د ډېرو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

بلخوا د پوځ عامه اړيکو څانګې (ای ايس پي ار) د دیسمبر پر ۳۱ مه خبر ورکړی چې په بنو کې د امنيتي سرتيرو او وسله والو ترمنځ نښته کې يو پوځي او څلور وسله وال وژل شوي دي. په دې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې نښته هغه وخت وشوه چې امنيتي سرتيرود بنو په جانېخېلو کې د خفيه معلوماتو پر اساس د وسله والو پرضد عمليات کول.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دې ويلي. د دیسمبر په اخره کې خپاره کړي، د خيبر پښتونخوا پولیسو په خپل کلني راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۲ کې پر دوی ۲۷۹ حملې شوې دي چې پکې ۱۱۸ پولیسان وژل شوي او ۱۲۵ زخميان شوي دي. په راپور کې زیاته شوي چې ۸۰۶ کسان د ترهګرۍ په تور نيول شوي.

بلخوا تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې د دیسمبر پر ۳۱مه وويل چې دوی په ټول پاکستان کې ۲۰۲۲ کال کې ټولې ۳۶۷ حملې کړې دي. دوی ادعا کړې چې په دې بریدنو کې يې ۱۰۱۵ پوځيان، پولیس، د استخباراتي ادارو کارکوونکي او د حکومت ملاتړ لرونکي امن کمېټو غړي وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په خيبر پښتونخوا کې د وسله والو په بريدونو کې زياتوالی راغلی او د صوبې په بېلا بېلو ضلعو کې خلکو د بریدونو، هدفي وژنو اوناامنۍ پرضد لاريويونه او احتجاجونه کړي دي.

د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه په جانيخېلو کې د امن لپاره پرلت پيل شوی دی. همداراز د جنوبي او قبایلي ضلعو ولسي استازو مشال راډيو ته ويلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د دوی په سیمو کې د نا امنۍ ګڼې پېښې شوې نو نو ځکه یې په نوي کال کې د امن لپاره ولسي پاڅونونه اعلان کړي دي.

په ۲۰۲۲ز کال کې خیبر پښتونخوا کې ناامني ولې زیاته شوه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:41 0:00

XS
SM
MD
LG