د لاسرسي ځای

تازه خبر

معظم جا انصاري: له وسله والو سره په وړه کچه جنګ روان دی


د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جا انصاري د اکتوبر پر ۲۰مه په سوات کې د خبري غونډې پر مهال.
د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جا انصاري د اکتوبر پر ۲۰مه په سوات کې د خبري غونډې پر مهال.

د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جا انصاري وايي له وسله والو سره يې په وړه کچه جنګ روان دی او ډېر ژر به امن پر ځای کړي.

معظم جا انصاري دا څرګندونې د نومبر پر ۱۸مه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.

نوموړي دا ونه ويل چې جنګ يې په کومو سيمو کې روان دی خو زياته يې کړه چې د وسله والو ضد روانو عملياتو کې به دوی ته ډېر زر بريا ترلاسه شي.

ده وویل، "زمو لخوا کوششونه ډير زيات دي او موږ مقابله کوو، وړاندې هم موږ بريالي شوي وو او انشا الله بيا هم کاميابيږو."

انصاري وویل، د خيبر پښتونخوا پوليس او نورې امنيتي ادارې خپل کار پوره کوي او د ده په وینا دوی ته نه د فنډ کمی دی او نه د توان.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې د بدامنۍ پېښې او په ځانګړې توګه د وسله والو له خوا پر ولس او امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ روانه ده.

په دې لړ کې د نومبر پر ۱۸مه هم په جنوبي وزيرستان کې په یو پېښه کې دوه طالب وسله وال او يو اېف سي سرتیری وژل شوي دي.

که څه هم حکومتي چارواکي د چاودنې د نوعيت په اړه بېلا بيل نظرونه لري خو استخباراتي سرچينو مشال راډيو ته وېلي دي چې دا يو ځانمرګي بريد وو.

بلخوا د جنوبي وزيرستان د چکملۍ تاڼې مشر نصرالله مسيد مشال راډيو ته وویل چې د د ماين چاودنه وه چې په يو مارکېټ کې شوې ده.

چارواکي وايي چې په دې بريد کې د تسليم شوو طالبانو دوه غړي او د اېف سي ځواک يو سرتيری وژل شوی دی. په دې پېښه کې دوه تنه نور هم ژوبل شوي دي. تر دې دمه د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

تر دې وړاندې د نومبر پر ۱۶مه په لکي مروت کې د نومبر پر ۱۶مه په يو وسله وال بريد کې شپږ پوليسان وژل شوي وو. د دې برید ذمه واري ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د پاکستان وفاقي حکومت او تحریک طالبان پاکستان دواړه وايي چې اوربند برقرار دی خو په وروستیو کې د پاکستان پوځ ویلي دي چې د هغې ډلې د وسله والو پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د بدامنۍ پرضد احتجاجونه

د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د ترهګرۍ د پېښو مخنیوي او امن پر ځای کولو لپاره ولس په پراخه کچه احتجاجي غونډې کړې دي.

دوی له حکومت څخه غواړي‌ چې د سيمې د امنيت ټينګولو لپاره دې جدي او بېړني ګامونه پورته کړي او د ولس د ژوند او مال خوندیتوب دې باوري کړي.

په دې لړ کې د نومبر پر ۱۸مه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا په لکي مروت کې د "امن پاڅون" په نامه لاریون شوی دی. دا لاریون د ښار له شین باغ څلور لارې پیل شو او د یو شمېر ګوندونو او ډلو غړو پکې ګډون کړی وو.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د نومبر پر ۱۸ مه مازيګر مهال پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په بیان کې ویلي دي چې د هغو ټولو مننه کوي چې په لکي مروت کې يې د امن لپاره غږ پورته کړ.

د خیبر پښتونخوا حکومتي او امنیتي چارواکي وايي، د ټولو ضلعو امنیت ته ژمن دي او په دې برخه کې یې د وسلوالو ضد عملیات او نورو امنیتي اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

پر حالاتو نظر لرونکي څه فکر کوي؟

په خیبر پښتونخوا کې چې د بدامنۍ پرضد کوم ولسي او سیاسي احتجاجونه کېږي، د هغوي مشران او ګډونوال ریاستي ادارې تورنوي چې د وسله والو پر فعالیت یې سترګې پټې کړې دي.

خو حکومت او امنیتي چارواکي دا تورونه بې ځایه بولي او په وار وار وايي چې دوی په صوبه کې د امن پر ځای ساتلو ته پوره ژمن دي.

په پېښور کې خبریال او شنونکی شمیم شاهد وايي، پولیس حېران دي هغه ځکه چې وسله وال بريدونه هم کوي او مني یې هم خو حکومت وايي چې زموږ ورسره خبرې روانې دي.


دی وايي، "داسې ښکاري چې يو ځل بيا دلته د ترهګرۍ هغه ډرامې په خيبر پښتونخوا کې پیلول غواړي او پوليس د پخوا پشان دې ته مجبوروي چې خپلې چوکۍ او تاڼې خالي کړي."

د خیبر پښتونخوا پر امنیتي حالاتو نظر لرونکی خبریال طارق وحيد وايي چې ۲۰۲۲م له ۲۰۱۳م کاله راهسې تر ټولو خونړی کال دی.

نوموړي زياته کړه چې په اٖفغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته داسې انګېرل کېده چې په خیبر پښتونخوا کې به امن قایم شي خو داسې ونه شوه.

طارق وحید وویل، د بدامنۍ او ترهګرۍ روانې پېښې د حکومت او امنیتي ادارو پر هغو ادعاوو پوښتنې راپورته کوي چې ګواکې د وسله والو شبکې یې له منځه وړې وې.

XS
SM
MD
LG