د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پشتين: له ۱۰ کلونو ورک طالبان څنګه په څو ورځو کې بیا سوات ته راغلل؟


منظور پښتین د سوات مټه څلور لارې کې د امن لپاره راویستل شوې مظاهرې ته وینا کوي.
منظور پښتین د سوات مټه څلور لارې کې د امن لپاره راویستل شوې مظاهرې ته وینا کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، طالب وسله وال چې په تېرو لسو کلونو کې سوات ته په ورتلو نه وو توانېدلي، اوس څنګه په یو ځو ورځو کې هلته ورغلل؟

منظور پښتین دا پوښتنه د سېپټېمبر پر ۳۰مه د سوات په مټه چوک کې امن مظاهرې ته د وینا پر مهال پورته کړه. د امن لپاره دا مظاهره د ولسي پاڅون په نوم د ځايي ځوانانو لخوا ترسره شوه چې پکې ګڼو خلکو برخه واخېسته.

منظور پښتین له حکومته غوښتي چې په سوات کې دې امنيت ټينګ کړي، قلنګ اخیستونکي او بريد کونکي دې ولس ته په ډاګه کړي. هغه دا هم وویل چې ټول پښتون قام د سوات له ولس سره ولاړ دی:

"دا نامعلومه کسان دې له دې سيمې وويستل شي. موږ دلته امن غواړو. د سوات په ولسي پاڅون کې شامل دا قامي مشران، سياستوالان او ځوانان په دې سيمه کې امن غواړي او د سوات ولس دې ځان يوازې نه احساسوي، ټول پښتون قام ورسره ولاړ دی."

مظاهرې ته د وینا پر مهال د عوامي نیشنل ګوند یو مشر محمد سلیم خان وویل، خلک له حکومته د امنیت د ټینګولو غوښتنه کوي. هغه وویل:

"سوات په دې ځمکه د جنت په شان یو ښایسته ځای دی، خلک یې تعلیم یافته دي، تهذیب پکې شته، د مېلمه قدر کوي، امن هم پکې وو، خو دا ولې وران شو؟ زموږ مقتدرې حلقې دا وس لري چې دلته امن بیا راولي او د وسله والو مخه ونیسي نو ځکه موږ راوتلي یو او دا غوښتنه کوو چې دلته دې داسې حالات جوړ کړی چې خلک په ارامه ژوند وکړلی شي."

د سوات خلکو تر دې وړاندې د امن د غوښتلو لپاره د ولسي پاڅون په نامه په مینګوره، کبل او خوازه خېله کې هم ورته مظاهرې کړې دي.

د ولسي پاڅون دا مظاهرې له هغې وروسته پیل شوې چې په سوات کې پر پولیسو، پوځي سرتېرو، قامي مشرانو او نورو مخورو د وسله والو بریدونه زیات شول او خلکو ته دا اندېښنه په زړه کې ولوېده چې ګینې وسله وال طالبان یو وارې بیا سوات ته راروان دي.

خو د سوات د پولیسو یو مشر ډي ايي جي ذیشان اصغر د سېپټېمبر پر ۲۴مه په سوات کې یوې جرګې ته د وینا پر مهال وویل چې د امنیت د پر ځای ساتلو په موخه د پوځ درې ډویژنه دستې سوات ته رسېدلې دي. د یادولو وړ ده چې په یوه ډویژن کې اته زره سرتېري موجود وي. نوموړي وویل، وسله وال د سوات د غرونو ځینو سیمو پورې محدود کړل شوې دي چې د څو اوونیو په موده کې به هغه سیمې هم تصفیه شي.

په سوات کې په دې وروستیو کې په بمي چاودنو او هدفي بریدونو کې د سياستوالو، پوليسو او د امن د کمېټۍ د غړو په ګډون یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. بلخوا د خیبر پښتونخوا حکومت په وروستیو کې په بیا بیا ویلي دي چې امنیت ټینګولو ته ژمن دی او په هېڅ حال کې وسله والو ته د فعالیتونو اجازه نه ورکوي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG