د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۲۲ کال کې د خیبر پښتونخوا پر پولیسو ۲۷۹ بریدونه شوي دي


 په پېښور کې پولیس د خپل وژل شوي ملګري تابوت ته ولاړ دي - انځور له ارشیفه
په پېښور کې پولیس د خپل وژل شوي ملګري تابوت ته ولاړ دي - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا پولیسو په کلني راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۲ کال کې پر دوی ۲۷۹ حملې شوې دي چې پکې ۱۱۸ پولیسان وژل شوي او ۱۲۵ زخميان شوي دي.

د خیبر پښتونخوا پولیس هر کال د دیسمبر په مياشت کې د امنيتي پېښو په اړه کلنی راپور خپروي. دا ځل په خپاره شوي راپور کې ويل شوي چې ۸۰۶ کسان د ترهګرۍ په تور نيول شوي. پولیسو ادعا کړې چې په دوی کې د ۹۰ کسانو د نيولو لپاره پولیسو انعامونه اعلان کړي وو.

خو په جنوبي ایشيا کې د ترهګرۍ په اړه شمېرې ساتونکې ادارې، ساوت ايشيا ټيرریزم پورټل پر خپله ویبپانه ليکلي چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې په خیبر پښتونخوا کې ټول ۱۶۷ امنیتي سرتيري او ۱۱۹ ولسي وګړي وژل شوي دي. په وژل شويو امنيتي سرتيرو کې پوځيان، پولیس او د سرحدي ځواکونو اهلکار شامل دي.

پورټل ليکلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د خیبرپښتونخوا له ۳۴ ضلعو کې ۱۸ ضلعې د ناامنيو ښکار شوي دي. د ناامنيوو په پېښو کې هدفي وژنې، بجي چاودنې، په سړک کې ښخ ماينونه او ځانمرګي بریدونه شامل دي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مرستیال مشر محمد علي بابا خیل د دیسمبر پر ۲۷مه په پېښور کې د پولیسو په صوبايي دفتر کې رسنیو سره په خبرو کې وويل چې د چیلنجونو باوجود یې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه اخلي. هغه زیاته کړه: "پر پولیسو د هدفي حملو شمېر زیات شوی دی. دوهم په افغانستان کې د حالاتو په بدلېدو سره د قلنګ غوښتنې کېږي. پر دې سربېره په شمالي او جنوبي وزیرستان کې ځانمرګي حملې زیاتې شوې دي."

د مشال راډيو د شمیرو له مخې په شمالي وزیرستان کې د دیسمبر له اته ویشتمې مخکې، په ۲۰۲۲م کال کې ټول ۴۴ هدفي بریدونه شوي چې پکې تر ۶۰ پورې ځايي مشران، ځوانان، سیاستوالان، دیني عالمان، ښځی او امنیتي سرتیري وژل شوي دي. پر دې سربیره په نورو قبايلي ضلعو کې هم ورته حملې زیاتې شوي دي.

د ۲۰۲۲ کال د اپرېل پر ۲۷مه وسله والو په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې یو مخکښ سیاستوال مفتي بشیر محمد وواژه. تر دې وړاندې د اپرېل پر ۱۳مه د دې ګوند یو بل غړی او د سرکاري ښوونځي استاد قاري شفیع په بمي برید کې ووژل شو. د جمعيت علمای اسلام (ف) غړيو د دې وژنو پر ضد مظاهرې وکړي او پرلتونه یې ووهل.

د دغه احتجاج، يو منتظم او د یاد ګوند یو مشر د جمعیت علماي اسلام (ف) ډلې يو مشر مولانا عبدالرشید مشال راډيو سره په خبرو کې د پولیسو او صوبايي حکومت له کارکردګۍ خوشاله نه دی. هغه وايي چې د دوی د سیاستوالو وژونکي نه دې نيول شوي. "په دې يو کال کې زموږ ۵ عالمان شهیدان شوي دي. د بد امنۍ دا لړۍ اوس هم روانه ده او دا ټولې منظمې هدفې حملې وې."

پر باجوړ سربیره، د د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې هم د امنيت لپاره په زرګونو خلکو احتجاجونه، جرګې او مظاهرې کړي دي. دوی حکومت ته وریاده کړې چې د وسله والو په بیا منظمېدو سترګې پټې نه کړي. پولیس وايي سترګې یې نه دې پټې کړې بلکې ګڼې کارروایانې یې کړې دي.

ایډیشنل انسپکټر جنرل بابا خیل رسنيو سره د پولیسو کلني رپورټ شريکولو په وخت وويل چې پولیسو په تېرو ۱۲ مياشتو کې له شلو زرو زیاتې کارروايي او عمليات کړي دي. هغه زیاته کړه چې د بېلابېلو عملياتو په وخت په ټوله صوبه کې نيږدې ۳۵۷۰۰۰ مشکوک کورونه تالاشي شوي دي.

د پاکستان حکومت د امنيت سمبالولو لپاره تر ټولو لویې وسله والې ډلې، تحريک طالبان پاکستان سره د جون له میاشتې راهیسې اوربند کړی وو. خو دې ډلې د نومبر په مياشت کې اعلان وکړ چې دا اوربند ختموي. د دې تحريک لخوا په يوه اعلاميه کې ادعا شوې وه چې د پاکستان پوځ د مذاکراتو په وخت شوې وعدې نه دې پوره کړې نو ځکه بیا حملې پيلوي. د دې وعدو تفصيل نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG