د لاسرسي ځای

تازه خبر

رپورټ: پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې ۵۱ فیصده لوړې شوې دي


پاکستان کې له څو میاشتو راهیسې د ترهګرۍ ضد مظاهرې روانې دي - سوات کې د اکتوبر ۲۱مې لاریون انځور.

په اسلام اباد کې یوه څېړنیزې ادارې ویلي دي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په پاکستان کې د "ترهګرۍ" پېښې شاوخوا "۵۱ فیصده" زیاتې شوې دي.

د سولې مطالعاتو څېړنیز مرکز (پاکستان انسټيټیوټ اف پيس سټډیز یا پېپس) د اکتوبر پر ۱۹مه په خپل رپورټ کې ویلي دي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې څخه د روان کال د اګست تر ۱۴مې پورې ټولې ۲۵۰ حملې شوې دي چې پکې ۴۳۳ کسان وژل شوي او ۷۱۹ ژوبل دي.

رپورټ وايي، تر دې مخکې د ۲۰۲۰ز کال له اګسته څخه د ۲۰۲۱ز کال تر اګسته پورې ټول ۱۶۵ بریدونه شوي ول چې پکې ۲۹۴ کسان وژل شوي او ۵۹۸ ټپي شوي ول.

ادارې ویلي دي چې اوسنی وضعیت دا جوتوي چې ښايي پاکستان د "ترهګرۍ له یوې بلې څپې" سره مخامخ شوی دی.

په پاکستان کې او په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو میاشتو کې د ناامنۍ پېښو اندېښنې پارولې دي او د هغه هېواد حکومت د ترهګرۍ مخنیوي چارو ملي ادارې (نیکټا) د بیافعالولو اعلان وکړ.

په هغه هېواد کې شنونکي له مودې راهیسې دریځ لري چې د افغانستان وضعیت پر پاکستان مستقیم اغېز لري.

څومره چې زه پوهېږم ټي ټي پي به ضرور کوښښ کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومته فایده واخلي.
معراج الحمید ناصري

په ملاکنډ پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د څانګې استاد معراج الحمید ناصري همدا خبره کوي او وايي، تاریخ ښيي چې د افغانستان د حالاتو اثر پر پاکستان ضرور وي او په وینا یې د سوات روان وضعیت یې ښکارندويي کوي. "په افغانستان کې چې په ۱۹۹۶ز کال کې د طالبانو حکومت راغلی وو نو د هغې اثرات پر پاکستان هم ول. په پاکسان کې چې کله په ۲۰۰۲ز کال کې انتخابات شوي ول، نو په خیبر پښتونخوا کې د [متحده مجلس عمل یا اېم اېم اې] په شکل کې د ملایانو حکومت راغلی وو."

ناصري البته د اکتوبر پر ۲۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې دا ځل ښايي تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په سوات کې د پخوا په څېر قوت ترلاسه نه کړای شي. "څومره چې زه پوهېږم ټي ټي پي به ضرور کوښښ کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومته فایده واخلي او په نفسیاتي ډول یو فشار جوړ کړي چې که طالبان په افغانستان کې کامیابېدای شي نو په پاکستان کې هم کېدای شي. خو د پاکستان او افغانستان په سیاسي، ستراتیژیک او اقتصادي جوړښت کې ډېر فرق دی. دلته د [طالبانو] کامیابي ناممکنه ښکاري. د پاکستان ریاستي مشینري ورته بیداره ده او اوس ټي ټي پي د ۲۰۰۹ز کال په شان نه شي مضبوطېدای."

په ۱۹۹۲ز کال کې په کوز دیر کې مولانا صوفي محمد د "تحريک نفاذ شريعت محمدي" په نوم تنظيم جوړ کړی وو چې وروسته یې زوم ملا فضل الله مشر شو په غاړه واخيسته او هغه يې په سوات کې هم فعاله کړ. فضل الله په ۲۰۰۷ز کال کې خپل سازمان د بیت الله مسید له تحريک طالبان پاکستان سره ورګډ کړ او په سوات کې يې خپل عدالتونه ولګول. طالبانو د سوات د واکمنۍ په دوره کې ګڼ خلک او چارواکي ووژل او وتښتول.

د پاکستان پوځ په سوات کې د طالبانو د تحريک پرضد عمليات وکړل او په ۲۰۰۹ز کې يې له وسلوالو څخه د هغې سیمې د پاکولو دعوه وکړه. د طالبانو پرضد د پوځ د عملياتو په نتيجه کې تر دوه مېليونه زيات خلک بې کوره شوي ول.

ملا فضل الله او ملګري يې افغانستان ته وتښتيدل او په ۲۰۱۸ز کال مولانا فضل الله په کونړ ولايت کې په امريکايي ډرون بريد کې ووژل شو.

هغه وخت وسلوال له سواته ووتل خو د اوړي له وروستیو میاشتو راهیسې په سیمه کې خلکو د ناامنۍ او وسلوالو بیا فعالېدو ضد په احتجاجونو لاس پورې کړی دی. په تېرو شاوخوا څلور میاشتو کې خلکو په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، باجوړ، کورمه، اورکزیو، خیبر، مومندو، کوز دیر، سوات او پېښور کې د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجونه، لاریونونه، جرګې او جلسې کړې دي.

د سولې مطالعاتو مرکز په رپورټ کې د ملګرو ملتونو په حواله راغلې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بهرنیو وسلوالو د فعالیتونو پرضد موثر اقدامات نه دي کړي. رپورټ وايي، له افغانستانه د ټي ټي پي د وسلوالو پاکستان ته ستنېدو ولس وېرولی دی.

د طالبانو حکومت د دې رپورټ په غبرګون څه نه دي ویلي خو د ملګرو ملتونو او د نړیوالې ټولنې د یوشمېر هېوادونو ورته څرګندونې یې رد کړې وې او دریځ لري چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. طالبان داراز ټینګار کوي چې د وسلوالو ډلو ضد یې کارروایانو ته دوام ورکړی دی.

په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د افغانستان او پاکستان چارو څېړونکې امنه خان وايي، دا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دنده ده چې بهرنۍ وسلوالې ډلې لکه "ټي ټي پي، داعش" د ازبکستان اسلامي غورځنګ او القاعده په ګاونډیو هېوادونو کې ترهګرۍ خپرېدو ته پرې نه ږدي.

نوموړې البته د اکتوبر پر ۲۰مه دا هم وویل چې د پاکستان په پارلېمان کې هم باید د ترهګرۍ پرضد پر قامي تګلاره (نیشنل ایکشن پلان) بحث وشي او حکومت باید د پولو ساتنه او انتظام باوري کړي. "د پولو د انتظام پالیسي جوړول د وفاقي حکومت ذمه واري وي. د هغې تګلارې عملي کوونکي بیا ډېر وي. هغه پالیسۍ چې زموږ د خارجه [چارو پر] تګلاره اغېز کوي، چې پکې د پولو انتظام شامل دی، باید [ورباندې] صوبايي او وفاقي حکومت یو ځای کار وکړي."

د ۲۰۲۲ز کال د جولای له میاشتې راهیسې زیاتې شويو بې امنيو په اړه‌ د اکتوبر په ۱۹مه د پاکستان په پارلېمان کې هم بحث وشو چې پکې د دوو حکومتي وزیرانو په ګډون د قامي اسمبلۍ یوشمېر غړو په خیبر پښتونخوا کې بالعموم او په ځانګړي ډول په سوات کې پر ناامنۍ د اندېښنو څرګندونې وکړې.

خو د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير ځانګړي سلاکار او د صوبايي حکومت وياند په سوات کې خبرې غونډې ته په وینا کې ويلي چې له تحريک طالبان پاکستان سره یې "هېڅ ډول لوظنامه" نه ده کړې او نه يې وسلوالو طالبانو ته سوات يا د خيبر پښتونخوا نورو سيمو ته د ورتګ اجازه ورکړې ده.

محمد علي سيف د اکتوبر پر ۱۹مه په خبرو کې وویل چې له پاکستانيو طالبانو سره يې په کابل کې يوازې دوه ځلې د امن لپاره مذاکرات کړې دي. نوموړي وویل، د "سوات شاوخوا ۱۵،۰۰۰ کورنۍ په افغانستان کې مېشتې" دي، او حکومت غواړي چې هغوی په پرامنه توګه خپلو سیمو ته راشي.

د ده په خبره، امنيتي ادارو ته يې په ډاګه ويلي چې د ناامنۍ خپروونکو يا قانون ماتوونکو پرضد دې په پوره توان کارروايي وکړي.

تر سیف یوه ورځ وروسته د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر دعوه وکړه چې "ټول وسلوال" له سواته تللي دي او هلته به امنیتي وضعیت په راتلونکو میاشتو کې عادي شي. معظم جاه انصاري په سوات کې خبریالانو ته وویل چې پولیس د وسلوالو مخنیوي لپاره ټول وسایل لري چې د قانون له مخې کارروايي کوي.

XS
SM
MD
LG