د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ځینو ضلعو کې د امن لپاره پاڅونونه کېږي


دا ولسي پاڅونونه په بنو، جنوبي وزیرستان، مومندو او باجوړ کې  په پام کې نیول شوې دي: انځور له ارشیفه
دا ولسي پاڅونونه په بنو، جنوبي وزیرستان، مومندو او باجوړ کې  په پام کې نیول شوې دي: انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د جنوبي او قبایلي ضلعو ولس وایي، په ۲۰۲۲ز کال کې د دوی په سیمو کې د نا امنۍ ګڼې پېښې ترسره شوې نو ځکه یې په نوي کال کې د امن لپاره ولسي پاڅونونه اعلان کړي دي.

دا ولسي پاڅونونه په بنو، جنوبي وزیرستان، مومندو او باجوړ کې په پام کې نیول شوې دي. د باجوړ د ولسي پاڅون یو منتظم مولانا خانزېب د ډېسېمبر پر ۳۱مه مشال رېډیو ته وویل، د باجوړ ولس نور پر خپله خاوره نا امني نه شي زغملی.

نوموړی وایي: "د پښتونخوا نوې ضلعې دا وخت نا امنۍ راګېرې کړې دي،دلته هدفي بریدونه، بمي چاودنې، بته خوري او د ناامنۍ ګڼې پېښې هره ورځ کیږي. ولسي او قامي مشرانو ته دړکې ورکول کیږي. دا پېښې تر پېښور مردان او سواته پورې رسېدلې دي. دا ولسي پاڅونونه د دې خاورې حقیقي غږ دی او موږ یې پورته کوو، دا د چا خلاف نه دی موږ یوازې امن غواړو."


مولانا خانزېب وایي، له افغانستان سره د دوی ټولې تجارتي لارې تړلې دي. د نواپاس، ګوسړۍ، تري منګل اوتر انګور اډې پورې لارې تړلې دي او د خلکو کاروبارونه تاواني شوې نو دې مسلې ته باید پوره پام وکړل شي.

بلخوا پر ټولنیزو رسنیو هم د باجوړ، وزیرستان، مومندو او بنو سیاسي مشران، د دوی پلویان او د بشري حقونو فعالان د دغو پاڅونونو لپاره کمپین تر سره کوي. دوی د صوبې د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو ته په دغو پاڅونونو کې د ګډون بلنه ورکړې او عام ولس ته هم وایي چې د امن لپاره دې راووځي. ځینو سیاسي مشرانو په ټولنیزو رسنیو د دغو ولسي پاڅونونو سره خپله مرسته هم اعلان کړې ده چې پکې د عوامي نېشنل ګوند سردار حسېن بابک، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند میر کالام وزیر او د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان شامل دي.

د پاکستان د نا امنه حالاتو ښه کولو لپاره سیاست وال څه رول لوبولی شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:29:30 0:00


د بنو په جانیخېلو کې د امن جلسې په نوم د ولسي پاڅون یو منتظم لطیف وزیر وایي، په ۲۰۲۲زکال کې د دوی د سیمې ګڼ ځوانان او مشران په هدفي بریدونو او د ناامنۍ په پېښو کې ووژل شول.

هغه وايي: "دلته په جانیخېلو کې وسلوال له خلکو بتې اخلي، هدفي بریدونه او بمي چاودنې دي نو ځکه د سیمې ځوانان او مشرانو د دغې خلاف خپل غږ پورته کوي."

بلخوا د جنوبي وزیرستان ولس وایي، دوی د جنورۍ پر شپږمه په واڼا کې د امن لپاره یوه جلسه اعلان کړې ده. د دغه جلسې یو منتظم عابد وزیر مشال رېډیو ته وویل، د سیمې د ټولو سیاسي ګوندونو مشران او پلویان به په دغه پاڅون کې ګډون کوي. عابد وزیر وایي، خلک نوره کډوالۍ او بې کورۍ ته غاړه نه ږدي.
نوموړی وايي: "د امن لپاره دا غونډه موږ په واڼا کې کوو، او مقصد مو یوازې امن دی. چې امن نه وي نو نه ژوند کیږي، نه تعلیم او نه روزګار وي. دلته ټول خلک په دغه پاڅون کې ګډون ته تیار دي او په دې کې د سیمې سیاسي مشران، دیني عالمان، تاجران او ځوانان برخه اخلي."


د خیبر پښتونخوا په دغو سیمو کې د امن لپاره ولسي پاڅونونه او لاریونونه په داسې مهال ترسره کیږي چې یوازې د ۲۰۲۲ز کال په دسمبر میاشت کې هلته د نا امنۍ ګڼې پېښې وشوې. چې پکې په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي سرتېرو بمي بریدونه، په بنو کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې په مرکز د وسلوالو برید، په کورمه کې پر پوځي پوستې حمله، د بنو د جانیخېلو د ایف سي د یو سرتیري او د هغه د زوی وژنه، په باجوړ کې د یو ځایي مذهبي مشر وژنه او ځینې نورې پېښې شاملې دي.

په مومندو ضلعه کې هم د جنورۍ پر ۱۱مه د سیمې د امنیت لپاره یو ولسي پاڅون اعلان شوی. له مومندو د عوامي نېشنل ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړي نثار مومند د دسمبر پر ۳۱مه مشال رېډیو ته وویل، خلک پر دې پوهه دي چې د دوی سیمې یو ځل بیا د نا امنۍ اړخ ته بوتلل کیږي نو ځکه یې پر ضد ولس خپل غږ پورته کوي.

نوموړی وایي: "موږ غواړو ریاست ته ووایو چې موږ له دې امن راکړي، دا د ریاستي ادارو او حکومت ذمه واري ده. دلته اوس خلک نوره نا امني نه شي زغملی او ښه خبره دا ده چې اوس په خلکو کې پوهه راغلې پخوا به خلک په داسې پېښو خاموشه ول خو اوس غواړي چې خپل غږ پورته کړي."

د امن لپاره دا ولسي پاڅونونه په داسې مهال ترسره کیږي چې د ډېسېمبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې د قامي سلامتیا په غونډه کې فیصله وشوه چې د وسلوالو پر ضد به کوټلې ګامونه پورته کوي.

د وزيراعظم شهباز شريف له دفتره په خپور شوي یو بيان کې راغلي چې "ترهګر د پاکستان دښمنان دي او پرضد به یې پوره قوت کارروايي کېږي ځکه چې هغوی رياست ته ګواښونه ورکوي."


خو دا چې د خیبر پښتونخوا واکمن ګوند، پاکستان تحریک انصاف د امنیت په اړه د ولس اندېښنو ته څه ځواب ورکوي؟ په اړه یې له باجوړه د یاد ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړي اجمل خان د ډېسېمبر پر۳۱مه مشال رېډیو ته وویل، موجوده وفاقي حکومت د صوبې امنیت ته پوره پام نه کوي.

نوموړی زیاتوي: "کله چې په وفاق کې زموږ حکومت وو نو حالات ښه وو خو چې له کله نه د مسلم لیګ (ن) ګوند په مشرۍ ایتلافي حکومت راغلی نو امنیتي او اقتصادي حالات خراب شوي دي. اوس ناامني زیاته شوې، ځای پر ځای د نا امنۍ پېښې ترسره کیږي، ولس هم اندېښمن دی. د امنیت پرځای کول د وفاقي حکومت ذمه واري ده او باید وفاقي حکومت خپله دغه ذمه واري پوره کړي."

بلخوا په ۲۰۲۲ز کال کې هم د سوات، بنو، لکي مروت او د جنوبي او شمالي وزیرستان ولسو د امنیت لپاره احتجاجونه ترسره کړل. د دغو احتجاجونو مشران وایي، د دوی یوازینۍ غوښتنه د سیمې د امنیت ده.

XS
SM
MD
LG