د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې د پاکستان تحریک انصاف د زده کوونکو سازمان پخوانی ځايي مشر وژل شوی


د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۷مه نامعلومه وسلوالو د انصاف سټوډنټس فېډرېشن د بنو پخوانی مشر عرفان الله وواژه.
د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۷مه نامعلومه وسلوالو د انصاف سټوډنټس فېډرېشن د بنو پخوانی مشر عرفان الله وواژه.

د خيبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستان تحريک انصاف د زده کوونکو سازمان يو پخوانی مشر وژل شوی دی.

د بنو کېنټ پولیسو مشال راډيو ته په ليږلو معلوماتو کې ويلي چې د اکتوبر پر ۱۷مه، نامعلومو وسلوالو د انصاف سټوډنټس فېډرېشن د بنو پخوانی مشر عرفان الله وواژه او د هغه ساتونکی یې ژوبل کړ. تر اوسه چا د دې بريد ذمه واري نه ده منلې او پولیس وايي چې د نورو پلټنو لپاره یې مقدمه درج کړې ده.

د عرفان الله پلار مير شمد خان د خيبر پښتونخوا د واکمن ګوند تحريک انصاف د بنو بکاخېلو سیمې مشر دی. هغه له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې زوی یې د قلنګ اخیستونکو لخوا وژل شوی دی.

د نوموړي په وينا هغوی د قلنګ اخیستونکو د مخنيوي هڅه کړی وو نو ځکه یې زوی هدف ګرځېدلی دی.

ځايي مدني فعال ګوهر وزير د اکتوبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې عرفان الله په دې وروستيو کې د امن لپاره د بنو د ځوانانو په کړيو احتجاجونو کې ګډون کړی وو. د نوموړي په وينا هغه د وسله والو د بیا منظمېدو په خلاف غږ پورته کړی وو.

په دې وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د وسلوالو د مبینه شتون او حملو پرضد د امن تر شعار لاندې خلکو يوشمېر لاريونونه کړي دي. که څه هم حکومت ويلي چې امنيتي ځواکونه د ترهګرۍ پر ضد کار لپاره بيداره دي خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د عرفان الله د وژنې د خبر ورکولو تر څنګ پر ټويټر ليکلي چې "ریاست د روانې ناامنۍ پروا نه لري."

د وژل شوي تن د تره زوۍ، ملک دلشماد له مشال راډيو سره په خبرو کې له حکومت غوښتنه وکړه چې د خلکو ژوند دې خوندي کړي. هغه زیاته کړې چې عرفان الله د نورو ځوانانو سره د کرکټ له مېدانه روان وو چې بريد پرې شوی چې په وينا یې، دا په دې معنا ده چې ولسي وګړي خوندي نه دي.

خو ځايي چارواکي وايي، دوی د امنيت ټينګ ساتلو لپاره پوره پوره هلې ځلې کوي. د بنو پوليس يو افسر زمان خان مشال راډيو ته ويلي، سره له دې چې د بنو د ابادۍ په حساب د پولیسو شمېر کم دی خو هڅه کوي چې خلکو ته امنيت ورکړي.

د ترهګرۍ زیاتېدونکو پېښو ته په کتو سره د پاکستان حکومت د ترهګرۍ ضد ادارې "نېکټا" د بیا فعالولو پرېکړه کړې ده. دا فيصله د وزیر اعظم د اکتوبر پر ۱۴مه د قامي امنيتي کميټۍ په غونډه کې شوې وه.

وزیراعظم ويلي چې په هيواد کې د نا امنۍ او ترهګرۍ د نوې څپې د مخنيوي لپاره د يو شمېر نورو اقداماتو تر څنګ به د نيکټا اداره بیا فعالوي.

XS
SM
MD
LG