د لاسرسي ځای

تازه خبر

اختر مېنګل د ناامنۍ پر مسله له واکمن اېتلافه د بېلېدو خبرداری ورکړی


سردار اختر جان مېنګل وايي، کمېشن دې معلومه کړي چې پاکستان کې ناامني ولې نه ختمېږي - پخوانی انځور.
سردار اختر جان مېنګل وايي، کمېشن دې معلومه کړي چې پاکستان کې ناامني ولې نه ختمېږي - پخوانی انځور.

د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) مشر او د پاکستان پارلېمان غړي سردار اختر جان مېنګل خبرداری ورکړی چې که حکومت د ناامنۍ وضعیت د څېړنې لپاره د حقیقت (ریښتیا) موندنې او بیاپخلاینې کمېشن جوړ نه کړي، له واکمن اېتلافه به ووځي.

مېنګل د اکتوبر پر ۲۰مه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په کمېشن کې بايد د پارلېمان غړي، د بشري حقونو فعالان، د امنيتي ادارو استازي او حکومتي چارواکي شامل وي.

هغه وویل، کمېشن دې معلومه کړي چې په پاکستان کې بې امني‌ ولې نه ختمېږي او هر څوک چې اصلي‌ ذمه وار دي، هغوی دې د سزا لپاره په ګوته کړل شي. "موږ وايو چې يو کمېشن دې جوړ شي. داسې کمېشن چې د پاکستان د بېلابېلو وختونو پېښې او حالات وڅېړي. خلک وژل شوې دي چې پکې ملکيان او غيرملکيان شامل دي. امنيتي سرتېري هم وژل شوي دي. موږ دا مطالبه له حکومته کړې ده. د دفاع وزیر خواجه اصف موږ ته ويلي چې د کمېشن جوړولو مسله به د کابینې غونډې ته وړي او تاييد به یې اخلي. که یې داسې و نه کړل بیا نو زموږ لارې خلاصې دي. نه مو څوک له تللو او نه راتللو منع کولی شي. دا اوس چې بې امني ده د دې ذمه وارې د پاکستان پوځي ادارې دي. يا خو یې دوی خپله کوي او که یې نه کوي هم، ذمه واري یې پر دوی ده ځکه چې د امنيت ساتلو کار د دوی دی. دوی دلته څه ته ناست دي؟"

د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د پاکستان اوسنی اېتلافي حکومت له پيپلز پارټۍ، متحده قامي موومنټ (اېم کیو اېم)، بلوچستان نیشنل پارټۍ، عوامي نیشنل ګوند، جمعيت علمای اسلام (ف) او ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) څخه جوړ دی.

مېنګل دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په تېرو شاوخوا څلور میاشتو کې خلکو په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، باجوړ، کورمه، اورکزیو، خیبر، مومندو، کوز دیر، سوات او پېښور کې د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجونه، لاریونونه، جرګې او جلسې کړې دي.

د پاکستان حکومت د مېنګل څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې امنیت ته ژمن دی او په دې برخه کې اقدامات کوي.

د حقیقت موندنې او بیاپخلاینې کمېشن به څنګه وي؟

د حقیقت موندنې او بیاپخلاینې کمېشن غوښتنه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين له ۲۰۱۸ز کال راهیسې کوي. هغه په بېلابېلو جلسو کې غوښتنه کړې چې د دې کمېشن مشري دې د ملګرو ملتونو استازي وکړي.

نوموړي دا غوښتنه د سېپټېمبر پر ۲۶مه په جېنيوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر يوې غونډې ته د ويډيو لينک له لارې په وينا کې هم تکرار کړه. هغه وويل چې ملګري ملتونه دې د پښتنو او بلوڅانو پر وژنو سترګې نه پټوي.

چې کمېشن حقیقتونه ومومي او د ترهګرۍ اصلي ذمه واري په ګوته کړي نو بیا به خلکو ته واضحه شي چې ریاست یې د خوندي ساتلو غم کوي.
محسن داوړ

ملګرو ملتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ د ریښو او لاملونو په اړه بحثونه يو ځل بيا ځکه زیات شوي چې له اوړي راهیسې ترهګرې حملې زیاتې شوې دي.

په بلوچستان کې د ورکو کسانو د موندلو لپاره کارکوونکو تور پورې کړی چې په وروستیو کې په خاران، زیارت او مستونګ کې د امنيتي ځواکونو په لاس وژل شوي کسان "جنګيالي" ‌نه بلکې "په زور غيب کړل شوي" کسان ول. پاکستانیو ځواکونو لا تر اوسه تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي خو د بلوچستان حکومت په جولای کې په زیارت کې په عملیاتو کې د نهو مشکوکو وسلوالو د وژلو تر پېښې وروسته ویلي ول چې په هغوی کې پینځه کسان چې "ورک" بلل کېدل، له بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو سره یو ځای شوي ول. خو د زیارت د عملیاتو پرضد د بلوڅ فعالانو تر احتجاج وروسته حکومت د هغې پېښې پلټنو لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړ.

د قامي اسمبلۍ غړی او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وايي چې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو تور دی چې په وسلوالو کې "ښه او بد" پالي. دا اصطلاح په پاکستان کې په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ پرضد مبارزې پر مهال عامه شوې وه او د پاکستان پر امنیتي ادارو تور پورې کېده چې هغه وسلوال یې په نښه کول چې په هېواد کې دننه بریدونه کوي او هغه مهال په افغانستان کې پر نړیوالو ځواکونو، پخوانیو افغان ځواکونو او د پخواني حکومت پر کارکوونکو په حملو کې ککړې هغه وسلوالې ډلې یې نه په نښه کولې چې په پاکستان کې یې پټنځایونه لرل. په دې توګه د "ښه طالبانو" اصطلاح له هېواده بهر فعالیت کوونکو وسلوالو ته کارېده او د پاکستان دننه بریدکوونکي "بد طالبان" بلل کېدل.

خو اسلام اباد په بیا بیا دا تور رداوه او د پاکستان پوځ هم ټینګار کړی وو چې بې له توپیره د وسلوالو ضد عملیات کوي.

البته محسن داوړ د اکتوبر پر ۲۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په وسلوالو کې د توپیر خبره یوازې هغه نه کوي بلکې دا څرګندونې پخوانیو پوځي جنرالانو په خپلو کتابونو او مرکو کې کړې دي نو د حقیقت موندنې او بیاپخلاینې کمېشن دې دا ریښتيا راوسپړي او ریاست دې د خلکو ګيلو په ليري کولو سره هغوی پخلا کړي. "که حکومت دا کمېشن جوړ کړي نو مانا به یې دا وي چې ریاست د ترهګرۍ پر وړاندې په کار کې سنجيده دی. چې کمېشن حقیقتونه ومومي او د ترهګرۍ اصلي ذمه واري په ګوته کړي نو بیا به خلکو ته واضحه شي چې ریاست یې د خوندي ساتلو غم کوي. له خلکو سره ډېرې پوښتنې دي، ډېر شکونه او ډېر تورونه دي‌ چې بايد سپين او ليرې شي. د دې کمېشن په جوړښت او طریقه کار نورې خبرې وروسته کېدای شي."

پاکستان کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:47 0:00

حکومتي غبرګون

له ۲۰۰۳ز کال راهیسې، د پاکستان پوځ د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د تحريک طالبان پاکستان او نورو وسلوالو ډلو پر ضد بېلابېل عمليات کړي دي. همداراز له ۱۹۴۸ز کال راهیسې یې په بلوچستان کې له پاکستانه د ازادۍ غوښتونکو بلوڅ وسلوالو د ختمولو لپاره هم په بېلابېلو شکلونو کارروایانې جاري ساتلې دي.

د وروستيو اقداماتو په ترڅ کې د پاکستان حکومت له ناقانونه تحريک طالبان پاکستان سره اوربند کړی خو بې امني نه ده ختمه شوې. بلخوا د پاکستان پوځ هم په بلوچستان کې د بېلتونپالو وسلوالو پر ضد عمليات کړي او هغوی سره د همکارۍ په تور یې مشکوک کسان نيولي دي.

د ۲۰۲۲ز کال د جولای له میاشتې راهیسې زیاتې شويو بې امنيو په اړه‌ د اکتوبر په ۱۹مهد پاکستان په پارلېمان کې هم بحثونه وشول. په دغه موقع د دفاع وزیر خواجه اصف وويل چې د وروستيو پېښو څېړنه کوي خو ټينګار یې وکړ چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ په وړاندې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

له دې پرته د پاکستان وزیراعظم ویلي دي چې د ترهګرۍ ضد ملي اداره (نیکټا) بیافعالوي او د وسلوالو پرضد اقدامات کوي. د شهباز شریف دفتر د اکتوبر پر ۱۴مه د ملي امنیت کمېټۍ تر غونډې وروسته په بیان کې ویلي دي چې حکومتي چارواکو د سوات په ګډون د هېواد په یوشمېر برخو کې پر امنیت بحث وکړ. بیان وايي، په غونډه کې د پوځ او استخباراتي ادارو مشران هم شامل ول.

XS
SM
MD
LG