د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر طالبانو غږ وکړ چې د ښځو پر ضد تعصب دې ودروي


د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډه (انځور له ارشيفه)
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډه (انځور له ارشيفه)

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې پر طالبانو غږ شوی چې د ښځو پر وړاندې دې تعصب بند او له نړيوالو غوښتنه شوې چې پرمختيايي مرستې بیا پيل کړي.

د اګست پر ۲۹مه په نيويارک کې په دې غونډه کې د دې ادرې د بشر دوستانه چارو د برخې مشر مارټین ګریفیټس اندېښنه وښودله چې میلیونونه افغانان له لوږې سره مخامخ دي: "په افغانستان کې خلک لا هم له سختو ستونزو او ناڅرګنده راتلونکې سره مخامخ دي. نېږدې ۱۹ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت او په دوی کې بیا ۶ ميليونه د لوږې له خطر سره مخ دي."

د بشري چارو او بیړنیو مرستو همغږي کوونکي امنیت شورا ته وویل چې د افغانستان له نیمایي څخه ډیر نفوس (شاوخوا ۲۴ ملیونه وګړي) بشري مرستو ته اړتیا لري او اټکل کېږي چې ۳ ملیونه ماشومان په شديدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د ګریفیټس په وینا، "له ځانګړې درملنې پرته، دا ماشومان مړه کیدی شي." هغه ټینګار وکړ چې له افغانستان سره باید یو وار بیا نړیوالې پراختیايي مرستې پيل شي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه طالبانو کابل ونياو او د محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري منتخب حکومت یې چپه کړ. تر اوسه پورې په نړۍ کې هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی چې له امله یې هغومره نړيوالې مرستې نه ورسره کيږي لکه چې د تېر حکومت پر مهال کېدې.

د ملګرو ملتونو په غونډه کې د افغانستان روان سیاسي او بشري حالات هم وارزول شول. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړي استازي مرستیال او د یوناما سرپرست مارکس پوټزيل وويل چې د طالبانو د حکومت په رسميت نه پيژندل کېدو وجوهات څرګند دي. هغه زیاته کړه: "د نړیوالې ټولنې هیڅ غړي هېواد تر اوسه په افغانستان کې اوسنی رژیم په رسمیت نه دی پیژندلی او د دې لاملونه روښانه دي. نړیواله ټولنه د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د خلکو استازې حکومتولۍ، او نړیوال ټولنیز امنیت په اړه ځانګړي او معلوم اصول لري."

طالبانو د خپل حکومت له پيل راهیسې پر ښځو يو شمير بنديزونه لګولي دي. پر ښځو مخ پټول جبري شوي دي، ښځې له نارينه محرم بغیر له کوره نه شې وتلی، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته نه پريښودل کيږي او په دفترونو کې د ښځينه کار کوونکو شمير کم کړل شوی دی. همداراز په رسنيو هم ځيني بنديزونه لګيدلي او موسيقي په بشپړ ډول بنده شوې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ شارژدافیر، نصیر احمد فایق چې په تېر جمهوري حکومت کې مقرر شوی او د طالبانو د حکومت استازولي نه کوي، د ملګرو ملتونو غونډې ته وويل وویل چې طالبان باید د مخالفينو شکنجه کول او د ښځو په وړاندې له توپيري چلنده لاس واخلي.

هغه زیاته کړه: "پر طالبانو غږ کوم چې د جنسیت، توکمیز او مذهبي په بنسټ له خلکو سره تعصب ونه کړي. د نجونو ښوونځي دې بيا پرانيزي. پخواني امنيتي ځواکونو غړي دې نه شکنجه کوي او د هغوی د له عدالته ماورا وژنې دې ودروي."

که څه هم د طالبانو د حکومت پر مهال په بېلابېلو ځايونو او وختونو کې د افغانستان پخواني امنيتي ځواکونو د سرتيرو شکنجه شوي مړي موندل شوي او داسې ويډيوګانې هم مخې ته راغلې چې پکې طالبان پر پخوانيو سرتيرو تشدد کوي. خو طالبانو په رسمي ډول هېڅکله دا شکنجې نه دې منلې. دوی دريځ لري چې دا یې د حکومت پالیسي نه ده. طالبانو د نجونو ښوونځيو په اړه وايي چې دوی لومړی يوه تعليمي پالیسي جوړوي او بیا به په دې لړ کې ځيني‌ګامونه اخلي. خو دوی د نورو سیاسي ګوندونو سره د ټولشموله حکومت جوړول رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG