د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبريالانو د خونديتوب کمېټه: طالبانو رسنۍ او خبريالان سانسور کړي دي


د طاالبانو لخوا ښځينه خبريالانو ته د حجاب تر امر کولو وروسته نارينه خبريالانو هم د احتجاج په توګه خپل مخونه په ماسکونو پټ کړې دي ــ انځور له ارشيفه
د طاالبانو لخوا ښځينه خبريالانو ته د حجاب تر امر کولو وروسته نارينه خبريالانو هم د احتجاج په توګه خپل مخونه په ماسکونو پټ کړې دي ــ انځور له ارشيفه

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سي پي جې) ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې خبري رسنۍ له سانسور او نورو محدودیتونو سره مخامخې دي او د بقا مبارزه کوي.

دغې نيويارک مېشتې کمېټې د اګست پر ۱۱مه په خپل خپور کړي راپور کې زياته کړې چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د رسنیو ازادي محدوده شوې ده.

راپور د رسنیو سانسور، د خبریالانو نیونو او د ښځینه خبریالانو محدودیتونو ته اشاره کړې او ویلي چې ډېر خبریالان له افغانستانه وتلي دي.

وږمه احمدزۍ یوه له هغو خبریالانو ده چې څو میاشتې پخوا یې په کابل کې دنده له لاسه ورکړه او پاکستان ته لاړه.

نوموړې مشال راډیو ته وویل چې په افغانستان کې تر وروستیو بدلونونو وروسته له دندې وایستل شول او په وينا يې پر کور کښېنول شول. "چا چې په بېلو بېلو رسنیو کې کار کاوه، ټولې زما په شان وزګارې شوې او په بدو شرایطو کې اوسي. اته میاشتې کېږي چې په پاکستان کې یم او دلته بد حالت لرم."

د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې مېشتو افغان خبريالانو بهر هېوادونو ته د تګ زمينه برابرولو لپاره وخت په وخت احتجاجونه کړې دي ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې مېشتو افغان خبريالانو بهر هېوادونو ته د تګ زمينه برابرولو لپاره وخت په وخت احتجاجونه کړې دي ــ انځور له ارشيفه

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې په راپور کې د دې کمېټې د مشرې جودي ګینزبرګ له قوله ویل شوي چې د رسنیو د ځپلو لپاره د طالبانو اقداماتو ناوړه اغېز لرلی دی.

هغې زياته کړې چې نړیوال دې پر طالبانو فشار زيات کړي چې د رسنیو په اړه یې چلند بدل شي او پر رسنیو بریدونه ودروي.

تر دې وړاندې د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي ول چې د تېر کال (۲۰۲۱ز) د اګست له ۱۵ تر اوسه ۱۹۶ خبریالان له افغانستانه وتلي دي.

د دې ټولنې د معلوماتو پر اساس، افغان خبریالان د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخامخ ول، خو طالبان دا ډول تورونه ردوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر رسنيو او خبريالانو د سانسور تورونه رد کړي دي. "ځینې وخت چې متاسفانه سختې امنیتي پېښې وشي او یا د امنیتي پېښو په ترڅ کې چې خبریالان هڅه وکړي چې ځان د پېښې ځای ته ورسوي او منع شوې سیمې ته داخل شي، له ځینو ستونزو سره مخامخ کېږو. زموږ ځواکونه مجبوره دي چې امنیت وساتي، د سانسور خبره سمه نه ده، پر هیڅ رسنۍ سانسور نه شته."

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، راپور یې له ګڼ شمېر خبریالانو او د رسنیو له چلوونکو سره د مرکو پر اساس چمتو کړی دی.

XS
SM
MD
LG