د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو کابل کې د ښځو لاریون پر مهال تاوتریخوالی ځوروونکی بللی دی


ښځو تر دې مخکې د مې پر ۲۶مه هم په کابل کې مظاهره کړې وه.
ښځو تر دې مخکې د مې پر ۲۶مه هم په کابل کې مظاهره کړې وه.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په کابل کې د ښځو د مظاهرو پر مهال له تاوتریخوالي څخه په کار اخیستو له کبله پر طالبانو انتقاد کړی دی.

رېچرډ بېنېټ ویلي، د اګست پر ۱۳مه په کابل کې د یوشمېر ښځو د مظاهرو پر مهال چې څه پېښ شول هغه ځوروونکي ول.

یوشمېر ښځو د کار، ډوډۍ او ازادۍ له شعارونو سره په کابل ښار کې مظاهره وکړه او ویې ویل، طالبانو په تېر یوه کال کې له افغان ښځو او نجونو څخه د دوی ټول حقونه تروړلي دي.

ښځو وروسته ادعا وکړه چې طالبانو یې د احتجاج پر مهال هوايي ډزې وکړې چې له وجې یې د دوی لیکې ګډې وډې شوې.

پر ټولنیزو شبکو پر خپرو شویو ویډیوګانو کې د طالبانو وسله وال د هوايي ډزو په حال کې لیدل کېدل.

خو د طالبانو حکومت د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د ډزو خبرونه رد کړي، البته ویلي یې دي چې د ښځو مظاهره "غیرقانوني" وه.

د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچرډ بېنېټ د اګست پر ۱۳مه مازیګر مهال پر ټوېټر په یوه بیان کې ویلي دي چې "طالبانو د زړورو افغان ښځو د سوله ییزې مظاهرې پر وړاندې زیات ځواک کارولی" دی.

هغه لیکلي چې "زور زیاتی، وېرول او ډزې د ښځو د بیان او د غونډو د جوړولو ازادیو سرغړونه ده."

بل خوا د مظاهرې پر مهال له ځینو خبریالانو سره د ناوړه چلند خبرونه هم خپاره شوي دي.

له راپورونو سره سم، طالبانو درې بهرني خبریالان او یو همکار یې د مظاهرې د خبریالۍ پر مهال د لنډ وخت لپاره نیولي او بیا خوشې کړي دي.

همداراز د افغانستان د خبریالانو خپلواکې ټولنې ویلي چې دوه تنه افغان خبریالان د طالبانو د حکومت د پولیسو د ډزو په نتیجه کې برسېرن ټپي شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په بیان کې دې موضوع ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې خبریالان باید د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره سم، باید خوندي وي.

ښځو په پلازمېنه کابل کې پر داسې مهال مظاهره کړې چې طالبان له شاوخوا یو کال راهیسې پر افغانستان واکمن دي او حکومت یې پر ښځو او نجونو یوشمېر محدودیتونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG