د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو د واکمنۍ ۱ کال: اروپايي ټولنه وايي طالبانو د سياسي او مدني حقونو سرغړونې کړې


اروپايي ټولنې ويلي چې طالبانو له مدني او بشري حقونو سرغړونه کړې ده.
اروپايي ټولنې ويلي چې طالبانو له مدني او بشري حقونو سرغړونه کړې ده.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ کلیزې په موقع ویلي چې طالبان د یو ټولشموله حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو ویاندې نبیلا مسرالي د اګست پر ۱۴مه په یوه بیان کې وویل چې د نسلي او مذهبي ډلو او په ځانګړې توګه د هزاره او شیعه ګانو په ګډون خلک له اقتصادي، ټولنیزو، کلتوري، مدني او سیاسي حقونو په برخه کې له اداري او سیسټمېټکي سرغړونو سره مخامخ دي.

د اروپايي ټولنې دا بیان له هغه یوه ورځ وروسته مخې ته راغلی چې طالبانو په کابل کې د ښځو د یوې مظاهرې پر مهال د مظاهرچیانو د منتشر کولو لپاره په هوا کې ډزې وکړې او هغه مظاهره کوونکي یې ووهل چې د ډوډۍ، کار او د خپلواکۍ غوښتنه یې کوله.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت یو کال څنګه تېر شو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:16 0:00

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونیوه. د ۲۰۰۱م کال د سېپټېمبر د ۱۱مې د نیو یارک تر برید وروسته په افغانستان د امریکا د یرغل په نتیجه کې د طالبانو تېر حکومت ختم کړل شو خو دې ډلې نېږدې ۲۰ کاله وروسته بېرته واک ترلاسه کړ.

د طالبانو په واک کې تر راتللو وروسته دې ډلې په لومړیو کې داسې اشارې ورکولې چې د خپل تېر حکومت په نسبت به منځلاري وي خو وروسته طالبانو سخت دریځ خپل کړ، د ښځو حقونه یې تر پښو لاندې کړل، د لږ تنقید اجازه یې ورکړه او په رسنیو یې کنټرول زیات کړ.

زلمي خليزاد څه ويلي؟

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي شوای وای نو اوس به وضعیت بدل وو.

نوموړي دا خبره په داسې وخت کې مشال رېډیو ته په یوه مرکه کې کړې چې نن (اګست پر ۱۵مه) په افغانستان کې د طالبانو د واک یو کال پوره شو.

زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ د دوحې د هغه تړون په بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې چې پکې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد خلاف نه استعمالولو په بدل کې د ټولو امريکايي ځواکونو له افغانستانه د وتلو او له لویدیځ پلوه افغان حکومت سره د سولې خبرو ذکر شوی وو.

زلمي خلیلزاد د امریکا د ځانګړي استازي په حیث د طالبانو د هغه وخت د قطر سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره په دوحا کې دا تړون لاسلیک کړی وو.

نوموړي په مرکه کې دا یو تاریخي تړون یاد کړ. خو ناقدین دا تړون په افغانستان کې د لویدیځ پلوه حکومت د سقوط لپاره ذمه واره ګڼي او وايي چې د دوحې له تړونه ۱۷ میاشتې وروسته طالبانو پر واک قبضه وکړه. دوی ادعا کوي چې دا تړون د هغه ډلې په ګټه دی چې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې یې له افغان او نړیوالو ځواکونو سره جګړه کړې ده.

بلخوا د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن ( اګست پر ۱۵مه) پر افغانستان د خپلې بیا واکمنېدو د کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

XS
SM
MD
LG