د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله فنډ: نړيوال مشران دې د افغان نجونو د زده کړو لپاره پر طالبانو فشار زيات کړي


افغان نجونې او مېرمنې د نجونو د تعليم لپاره په کابل کې د پوهنې وزارت مخې ته مظاهره کوي ــ انځور له ارشيفه
افغان نجونې او مېرمنې د نجونو د تعليم لپاره په کابل کې د پوهنې وزارت مخې ته مظاهره کوي ــ انځور له ارشيفه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهيسې هلته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بنديز لګول شوی، د ماشومانو د تعليم لپاره کارکونکي بنسټ "ملاله فنډ" د نړۍ رهبرانو او مشرانو ته يو پرانيستی ليک لېږلی او غوښتنه يې ورڅخه کړې چې پر طالبانو دې خپل "ډيپلوماټېک فشار ته دوام" ورکړي تر څو هغوی د نجونو پرمخ ښوونځي پرانيزي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې راهيسې پر افغانستان واکمن دي. ملاله فنډ د جولای پر ۱۴مه په خپل پرانيستي ليک کې ليکلي چې ۳۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي. "د نجونو پر زدکړو د طالبانو بندیز چې څومره غځېږي، هومره نجونې ښوونځیو ته له تګ ناهیلې او له پوهنې لاس په سر کېږي."

ملاله فنډ په خپل ليک کې پرمخ ليکي چې نړيوال مشران بايد افغان نجونو غږ بدرګه کړي. "لوستې او ځواکمنې پېغلې هوسا او پیاوړې نړۍ رامنځته کوي، نو د یوه داسې راتلونکي لپاره تاسې باید جدي او کوټلي ګامونه پورته کړئ."

په ليک کې له نړيوالو مشرانو دا غوښتنه هم شوې چې دوی بايد د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په کلنۍ غونډه کې، چې په سېپټېمبر مياشت کې په نيويارک کې کېږي، دا موضوع راپورته کړي او د نجونو د زده کړو او د مېرمنو د حقونو د تضمين په تړاو پر طالبانو فشار زيات کړي، او بلخوا پر نړيوالو سازمانونو غږ وکړي چې په افغانستان کې د پوهنې څانګه پر پښو ودروي.

ملاله فنډ، د تعليم د نړيوالې مبارزې ملالې يوسفزۍ په نوم جوړ شوی بنسټ دی چې په نړۍ کې د ماشومانو د زده کړو لپاره مبارزه او مالي مرسته کوي.

ياد بنسټ په داسې حال کې د افغان نجونو د تعلیم پر اهمیت ټینګار ته دوام ورکړی چې د طالبانو حکومت له شاوخوا ۱۰ میاشتو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی.

د بشري حقونو د څار د سازمان د ارقامو له مخې په افغانستان کې له زده کړو د محرومو شاوخوا ۳،۷ مېلیون ماشومانو له ډلې په ۱۰۰ کې ۶۹ نجونې دي.

د طالبانو حکومت ویلي دي چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د بحث لپاره یوه کمېټۍ ټاکل شوې ده خو تر اوسه هېڅ معلومه نه ده چې د دې کمېټۍ کار چېرته رسېدلی او د نجونو ښوونځي به څه وخت پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG