د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې افغان ښځو د طالبانو واکمنۍ ضد مظاهره کړې


د اګست پر ۱۳مه په اسلام اباد کې یوشمېر ښځو د طالبانو واکمنۍ ضد مظاهره وکړه.
د اګست پر ۱۳مه په اسلام اباد کې یوشمېر ښځو د طالبانو واکمنۍ ضد مظاهره وکړه.

د پاکستان په پلازمېنه کې یوشمېر ښځو د طالبانو د یو کلنې واکمنۍ او د خلکو، په ځانګړي ډول، د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو ضد مظاهره کړې.

مظاهره کوونکو د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، نړیواله ټولنه دې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

د مظاهرې یوې ګډونوالې فضیلې غفوري وویل، "طالبانو په تېرو یو کال کې په افغانستان کې وژنې او جنایتونه کړي، د ښځو صلاحیتونه یې سلب کړل او د نجونو پر مخ یې د ښوونځیو دروازې وتړلې" نو ځکه د اګست ۱۵مه "د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو لپاره توره ورځ" بولي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه طالبان پر افغانستان واکمن شول او له هغې ورځې راهیسې یې حکومت پر ښځو یولړ محدودیتونه لګولي دي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د جنایتونو او وژنو تورونه ناسم بللي دي. طالبان دریځ لري چې د "شریعت په چوکاټ" کې ښځو ته د کار اجازه ورکوي خو دا چوکاټ یې نه دی واضح کړی. طالبان داراز وايي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم تګلارې لپاره یې یو کمېسیون کار ته دوام ورکړی دی.

تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG