د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی وايي تېر یو کال کې د مرګژوبلې کمښت پرته "هر څه منفي ول"


حامد کرزی وايي، د ښځو او سړیو اوږه په اوږه کار د هېواد د پرمختګ لامل کېدای شي - پخوانی انځور.
حامد کرزی وايي، د ښځو او سړیو اوږه په اوږه کار د هېواد د پرمختګ لامل کېدای شي - پخوانی انځور.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په تېر یو کال کې په هېواد کې د مرګژوبلې کچ د نورو کلونو پرتله کم وو خو "نور هر څه منفي" ول.

کرزي له انډیا ټوډې ورځپاڼې سره په مرکه کې، چې د اګست پر ‍۱۳مه خپره شوې، ویلي چې اوسمهال افغانان له لویو ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانستان پخواني واکمن ویلي، "تعلیم یافته افغانان هره ورځ له وطنه وځي" او تر خوا یې اقتصاد په "ډېر بد حالت" کې دی.

حامد کرزي د افغانستان د حکومت سقوط هم "لویه ضایعه" بللې ده.

پخواني ولسمشر د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونو ته په اشاره ویلي، افغانستان هغه مهال پرمختګ کولای شي چې هلکان او نجونه یې زده‌کړې وکړي او سړي او ښځې یې "اوږه په اوږه" د خپل هېواد لپاره کار وکړي.

کرزي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره کېږي.

د طالبانو حکومت په خپله یو کلنه واکمنۍ کې پر نجونو او ښځو یو لړ محدودیتونه لګولي دي خو دریځ لري چې د "شریعت په چوکاټ" کې ښځو ته د کار اجازه ورکوي خو دا چوکاټ یې نه دی واضح کړی. طالبان داراز وايي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم تګلارې لپاره یې یو کمېسیون کار ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG