د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بښنې نړيوال سازمان د طالبانو د اقداماتو ضد د عدالت غوښتنې کیمپېن پيل کړی


په کابل کې یوشمېر ښځې د خپلو حقونو لپاره د مظاهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په کابل کې یوشمېر ښځې د خپلو حقونو لپاره د مظاهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) وايي، په افغانستان کې یې د طالبانو د اقداماتو پر خلاف "د عدالت غوښتنې" کیمپېن پیل کړی او له خلکو یې غوښتنه کړې چې لاسلیک یې کړي.

د سازمان په خبره، طالبانو په خپله یو کلنه واکمنۍ کې، د بشري حقونو د ملاتړ مهم بنسټونه ړنګ کړي او د افغانانو حقونه یې تر پښو لاندې کړې دي.

د طالبانو حکومت د بښنې نړیوال سازمان څرګندونې رد کړې دي او اقدام یې "پروپاګند" بللی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان د څانګې کیمپېنرې سمیرا حمیدي د اګست پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، د بښنې نړیوال سازمان پر خپله ووبپاڼه د عدالت غوښتنې یو لېنک ورکړی، چې خلک یې لاسلیک کړي او ورسره په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې بندې شي. "غواړو چې په ټوله نړۍ کې د لاسلیکونو په ټولولو له طالبانو سره د بشري حقونو د څرګندو سرغړونو پر سر حساب کتاب وکړو. د دې عدالت غوښتنې له لارې د طالبانو پر ډلې د نړیوالې ټولنې د فشار غوښتونکي یو."

سمیرا حمیدي زیاته کړه، چې د بشري حقونو د سرغړونو په باب د لاسلیکونو ټولول به د ډېسېمبر میاشتې تر ۱۰مې، چې د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري، دوام ولري.

د بښنې نړیوال سازمان کیمپېنرې طالبان تورن کړل چې له ښځو او نجونو سره توپیر پالي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر ۲۴مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې د بښنې نړیوال سازمان څرګندونې "حقیقت نه لري."

مجاهد دعوه کړې ده چې د تېرو ۲۰ کلونو پرتله اوسمهال په افغانستان کې د ښځو او سړیو حقونه خورا زیات "خوندي" دي.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې هم په بیا بیا ویلي، چې ښځو ته د "شریعت په چوکاټ" کې حقونه ورکوي، البته د دې چوکاټ وضاحت نه کوي.

له دې پرته د طالبانو د حکومت رییس الوزرا په جولای کې دعوه کړې وه چې په افغانستان کې "ټول بشري حقونه" خوندي دي او طالبان د خلکو د نیوکو او پوښتنو د اورېدو "زغم" لري.

طالبانو همداراز، په تېرو میاشتو کې ټینګار کړی دی چې یو کمېسیون یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم په اړه تګلاره جوړوي. د طالبانو لوړپوړو حکومتي چارواکو هم په تېرو میاشتو کې "ډېر ژر" د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستو ژمنې کړې دي، خو لا نه دي پوره شوي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې هیدر بار ویلي چې په افغانستان کې ښځې د بشري حقونو له "تر ټولو ناوړه" بحران سره مخامخې دي. هغې دا وضعیت د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرتله جدي ګڼلی دی.

XS
SM
MD
LG