د لاسرسي ځای

تازه خبر

رپورټ: د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د مذهبي ازادیو وضعیت خراب شوی


د طالبانو د حکومت یو وسله وال په کابل کې د سیکانو پر ګوردواره تر ځانمرګي برید وروسته د پهرې پر مهال - د ۲۰۲۲ز کال د جون ۱۸مې انځور.
د طالبانو د حکومت یو وسله وال په کابل کې د سیکانو پر ګوردواره تر ځانمرګي برید وروسته د پهرې پر مهال - د ۲۰۲۲ز کال د جون ۱۸مې انځور.

د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون وايي، واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، په افغانستان کې د مذهبي ازاديو وضعیت په "شدت خراب" شوی دی.

کمېسیون د اګست پر ۲۳مه په خپل تازه رپورټ کې ویلي دي چې طالبان اوس هم هغه ډول واکمني کوي چې تر دې مخکې یې په ۱۹۹۰ز لسیزه کې کړې وه.

د کمېسیون په رپورټ کې د مذهبي او قومي لږکیو امنیت ته هم اشاره شوې او پکې راغلي چې د پرله‌ پسې ژمنو باجود، طالبان نه‌ دي توانېدلي چې لږکي خوندي وساتي.

په رپورټ کې راغلي، "د مذهب په اړه د طالبانو سختدریځي تفسیر، د هغو افغانانو چې د اسلام متفاوت تعریف لري او هغوی چې مسلمانان هم نه‌ دي، مذهبي ازادي نقض کړې ده."

رپورټ کاږي، په افغانستان کې یوازینی پاتې یهودی زبلون سېمنتوف د ۲۰۲۱ز کال په سېپټېمبر میاشت کې د طالبانو له وېرې له هېواده ووت.

همدا ډول، د رپورټ له مخې، د طالبانو واکمني په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو د شمېر د کمېدو لامل شوې.

خو د طالبانو حکومت د مذهبي ازادیو په اړه د امریکايي کمېسیون د رپورټ موندنې رد کړې دي.

د حکومت ویاند ذبیح الله د اګست پر ۲۴مه له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې مذهبي ازادۍ پیاوړې شوې دي.

ده وویل، هغه رپورټ ردوي او هغه څه چې د امریکا د مذهبي ازادیو کمېسیون یې "نشروي یا یې په رپورټونو کې رااخلي، داسې څه نه‌ شته. لږکي چې کوم عقاید او مذهبي مراسم لري، هغه ټول ازاد دي، کولای یې شي، موږ یې امنیت نیولی او هغه سیمه مو په امن کې کړې ده."

په مزار شریف کې لسګونه اهل تشیع د عاشورا د ماتمي غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
په مزار شریف کې لسګونه اهل تشیع د عاشورا د ماتمي غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

خو د طالبانو پر ادعا سربېره، د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون په رپورټ کې راغلي، طالبان د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې له حملو څخه د لږکیو په ژغورلو کې نه دي بریالي شوي.

اخوا د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا وايي، پر مذهبي او قومي لږکیو د داعش بریدونه د کرکې د پیدا کېدو په موخه دي.

افغانستان کې پر مذهبي ځایونو او لږکیو بریدونه

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پر جوماتونو، امام بارګاهونو، خانقاهو او د سیکانو پر ګوردواره حملې شوې دي.

د اګست پر پینځمه په کابل کې د اهل تشیع له یوه استوګنځي سره په یوه چاودنه کې اته کسان وژل شوي او ۱۸ ټپیان شوي ول. پر اهل تشیع د دواړو حملو ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلې وه.

په کابل کې د جون پر ۱۸مه د سیکانو پر ګوردوارې په برید کې دوه کسان وژل شوي او اووه ژوبل شوي ول. د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې د حملې ذمه واري منلې وه.

د مې پر ۲۵مه، د کابل ښار د څلورمې حوزې په یو جومات کې د چاودنې په نتیجه کې پينځه کسان وژل شوي او ۱۷ ژوبل شوي ول. هغه چاودنه په جومات کې دننه په داسې حال کې وشوه چې د ماښام جمع ولاړه وه. د هغې چاودنې ذمه واري چا نه وه منلې.

تر برید وروسته د افغانستان سیکان د ویرې ښکار دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

د مې پر ۱۳مه د کابل ښار د پینځمې امنیتي حوزې په ایوب صابر جومات کې په چاودنه کې درې کسان وژل شوي ول.

د اپرېل پر ۲۹مه پر دارالامان سړک په یوه خانقاه کې په چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۰ ټپیان ول. تر دې یوه ورځ مخکې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د سپرلیو دوه موټر د بمي چاودنو ښکار شول چې پکې لږترلږه نهه کسان وژل شوي ول.

د اپرېل ۲۸مې پر ماښام په شویو چاودنو کې ۱۳ کسان ژوبل شوي هم ول. اسلامي دولت یاد داعش ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

د اپرېل پر ۲۲مه، د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې په چاودنه کې لږترلږه ٣٣ کسان ووژل او ۴۳ ژوبل شول. چاودنه مازیګر مهال په جومات کې شوې وه. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د اپرېل پر ۲۱مه په مزارشریف کې د اهل تشیع په جومات کې دننه په چاودنه کې ۲۵ کسان ووژل او لسګونه ژوبل شول. چاودنه د ښار په سې دوکان تاریخي جومات کې د ماسپښین لمانځه پرمهال شوې وه. په هغه برید کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم ول او ذمه واري یې داعش ډلې ومنله. وروسته طالب چارواکو وویل، چې د هغه برید د پلان جوړولو په تور یې د داعش ډلې یو مشکوک مخکښ مشر عبدالحمید سنګریار نیولی دی.

د طالبانو حکومت وايي، د داعش پرضد یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی او په وروستیو کې یې د هغې ډلې د مشکوکو وسله والو د نیولو او وژلو دعوې هم کړې دي.

د مذهبي ازادیو کمېسیون دندې

د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون یوه خپلواکه اداره ده چې د هغه هېواد کانګرس جوړه کړې ده.

د کمېسیون دنده په بېلابېلو هېوادونو کې د مذهبي ازادیو څار او په اړه یې شننه کول او بیا رپورټ خپرول دي.

د هغې ادارې مشر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او کانګرس ته د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې وړاندیزونه هم کوي. دې دې وړاندیزونو موخه د مذهبي ځورونو مخنیوی او د مذهب او عقیدې ازادیو ته وده ورکول دي.

XS
SM
MD
LG