د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا وايي د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ سپارلو پلان نه‌ لري


د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، داسې هیڅ پلان نه‌لري چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک ته کنګل شوې ۳،۵ میلیارد ډالر ورکړي البته داسې لارې چارې لټوي چې دا پیسې مخامخ افغانانو ته ګټه ورسوي.

امريکا په ښکاره دا خبره په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته کوي.

له همدې امله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په خاوره کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدل هغه اندېښنې لا پیاوړې کوي چې ترهګرو ډلو ته د دې پیسو د لاس‌ ته لوېدو د احتمال په اړه شته.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د اګست پر ۱۵مه نېټه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، دوی د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې دا پیسې مخامخ افغانانو ته ګټه ورسوي.

امریکا په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌ الظواهري له وژل کېدو وروسته، اندېښمنه ده چې هسې نه دا پیسې ترهګرو ډلو ته په لاس ورشي. امریکايي ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه ناوخته اعلان کړی وو چې د جولای پر ۳۱مه یې په ډرون برید کې د هغې وسله والې ډلې مشر ایمن الظواهري وژلی دی.

نېډ پرایس هم په خپلو خبرو دې ټکي ته اشاره وکړه.

نوموړي وويل: "په افغان خاوره کې د ایمن‌ الظواهري شتون، هغه هم داسې مهال چې د حقاني شبکې مشران پرې خبر و، هغه ژورې اندېښنې لا پیاوړې کوي چې موږ یې ترهګرو ډلو لاس ته د دې پیسو د احتمالي لوېدو په اړه لرو. اوس موږ د داسې لارو چارو په لټه کې یو چې په مټ یې د دې ۳،۵ میلیارده ډالرو اغېز او ګټه د افغانستان خلکو ته ورسېږي، داسې یوه لاره چاره چې ترهګرې ډلې او نور ترینه برخمن نه‌ شي."

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د اګست پر۱۶مه مشال رېډیو سره په خبرو کې یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې دا پیسې باید ازادې شي.

ښاغلي مجاهد وويل: "امریکایان دا پیسې باید پرېږدي

ښاغلي مجاهد وويل: "امریکایان دا پیسې باید پرېږدي، هغه موضوع جلا ده چې دوی د افغانستان په حریم برید وکړ، هغه موږ غندلې او د تکرار د مخنیوي لپاره به یې هلې ځلې کېږي."

په ورته وخت کې د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي له CNN ټېلېويژن سره خپله مرکه کې د سپټمبر د پر قربانیانو د افغانانو د پیسو وېش ناسم کار بللی.

ښاغلي حامد کرزي ويلي: "له یوه قرباني څخه د پیسو اخيستل اوبل قرباني ته یې ورکول ناسم کار دی، په ځانګړي توګه له یوه ډېر بېوزله او ځپل شوي قرباني څخه د پیسو اخيستل او بل قرباني ته یې ورکول ناسم کار دی. دا پیسې د افغانانو دی، دا د هیڅ حکومت نه دي. د دې پیسو یوه لویه برخه زما د حکومت پر مهال راټولې شوي، خو دا پیسې د کرزي د حکومت او یا کوم بل حکومت نه دي، دا پیسې د افغانانو دي او امریکا متحده ایالات باید دا پیسې بېرته د افغانانو په واک کې ورکړي."

پخوانی ولسمشر حامد کرزی
پخوانی ولسمشر حامد کرزی

په ښکاره د امريکا وېره له دې ده چې د افغانستان دا نږدې ۷ میلیارده پانګه د ترهګرو ډلو لاس ته و نه لوېږي، په ځانګړي ډول داسې مهال چې د القاعده شبکې مشر په کابل کې ووژل شو.

خو طالبانو ویلي، په کابل کې د الظواهري د اوسېدو او وژل کېدو په اړه معلومات نه‌لري او په دې اړه څېړنه کوي، مګر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د دې څرګندونو په ځواب کې ویلي، دوی ډاډه دي چې الظواهري کابل کې و او کره اسناد شته چې هغه د دوی په برید کې وژل شوی دی.

ښاغلي پرایس زیاته کړې، طالبان کولای شي هر څه ووايي، خو حقیقت ویل د دوی په ګټه نه‌دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل پروني کنفرانس کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتو په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسېدلې او اوس دوی د پخوا په پرتله ښه او قوي موقف کې دي.

XS
SM
MD
LG