د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په افغانستان کې د سیلاب ځپلو لپاره له ملګرو ملتونو مرسته غوښتې


د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د باران اوښتی زیان
د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د باران اوښتی زیان

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي له ملګرو ملتونو یې غوښتنه کړې چې په دې هېواد کې له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم د اګست پر ۲۲مه مشال راډيو ته وویل چې لومړنۍ مرستې یو شمېر ځپل شویو سیمو ته استول شوې دي خو هغه کافي نه دي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې له مرستیال محمد زید خاطر سره په کتنه کې یې د مرستو غوښتنه وکړه.

ده وویل، "مشکلات یقیني ډېر دي. موږ هم هڅه کړې ده. کوم لومړني کومکونه چې زموږ په وس کې وو، هغه مو رسولي دي. لکه خیمې، کمپلې او خوراکي مواد خو هغه کفایت نه کوي. نن مو هم د ملګرو ملتونو له معاون سره مجلس وو. مرسته مو ترې وغوښته."

په افغانستان کې دې وروستیو سېلابونو په لوګر، میدان وردګ، نورستان، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې خلکو ته ډېر زیانونه رسولي دي.

طالب چارواکو رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې يوازې په يوه میاشت کې ۱۶۵ کسان په سیلابونو او د باران له وجې د کورونو په لويدلو کې وژل شوي دي.

په تېرو دوو ورځو کې ډير نقصان په لوګر کې شوی دی. د دې ولایت د والي ویاند عمر منصور مجاهد تېره ورځ خبریالانو ته ویلي چې سېلابونو په خوښۍ ولسوالۍ کې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

مجاهد وویل، " نږدې شل تنه شهیدان شوي چې دوه تنه یې ماشومان دي. وژل شویو کې دوه مېرمنې هم شاملې دي. شاوخوا درې زره کورونه بشپړ او یا نیم ویجاړ شوي دي، زرګونه جریبه ځمکه هم خرابه شوې. دوه زره څاروي هم له منځه تللي دي."

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د افغانستان په شمال ختیځو ۱۹ ولایتونو کې د نورو بارانونو او سيلابونو خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG