د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېو دي چلډرن: د طالبانو له واکمنېدو راهیسې زیاتره نجونه له لوږې سره مخامخ دي


په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په کیمپ کې کډوالې افغان نجونه - پخوانی انځور.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په کیمپ کې کډوالې افغان نجونه - پخوانی انځور.

د ماشومانو د حقونو نړیوالې ادارې سېو دي چلډرن ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو شاوخوا یو کال وروسته سخت اقتصادي بحران، وچکالۍ او محدودیتونو افغان نجونه له ستونزو سره مخامخ کړې دي.

ادارې د اګست پر ۱۰مه په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې په افغانستان کې روان وضعیت د نجونو ژوند "ګډوډ کړی، له ټولنې یې بېلې کړې دي او له لوږې سره یې مخامخ" کړې دي.

سېو دي چلډرن ویلي دي چې د خرابو حالاتو له وجې شاوخوا ۲۵ فیصده افغان نجونه د ژور رواني خپګان (ګروم یا ډېپرېشن) ښکار شوې دي.

یو ماشوم د کندهار په روغتون کې د خوارځواکۍ له وجې بستر دی - د ۲۰۲۱ز کال د نومبر ۲۳مې انځور.
یو ماشوم د کندهار په روغتون کې د خوارځواکۍ له وجې بستر دی - د ۲۰۲۱ز کال د نومبر ۲۳مې انځور.

په رپورټ کې راغلي دي چې د افغانستان ۹۷ فیصده کورنۍ خپلو ماشومانو ته د مناسب او کافي خوړو په پیدا کولو کې مشکلات لري او شاوخوا ۸۰ سلنه ماشومانو ویلي چې تېره میاشت "د شپې وږي ویده شوي" دي. هغه ناحکومتي اداره وايي، په دې کې داسې امکان وي چې د هلکانو پرتله دوه چنده نجونه زیاتې نجونه وږې ویدې شي.

د سېو دي چلډرن په خبره، لوږه د ماشومانو پر روغتیا او نشوونما ناوړه اغېز کوي.

اداره وايي، ۹۰ فیصده نجونو ورته ویلي چې په تېر یو کال کې یې د کمو خوړو له وجې وزن کم شوی او د کار کولو یا هم د لوبو لپاره یې کمه توانايي (انرژي) لرله.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان واکمن شول خو تر اوسه یې حکومت د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

بلخوا اکثر لویدیز هېوادونه غوښتنه کوي چې طالبان دې د ښځو او لږکیو د حقونو احترام وکړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغه هېواد اقتصاد خورا خراب شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG