د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوتېرېش: نړۍ کې هره ورځ تر ۵۰ میلیونو ډېر وګړي د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش ــ انځور له ارشيفه
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش ــ انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، هره ورځ په ۴۵ هېوادونو کې تر ۵۰ میلیونو ډېر وګړي د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

انتونیو ګوتېرېش دا خبره پرون (د اګست پر ۲۶مه) پر یوه ټویټ کې کړې ده.

هغه زیاته کړې چې بیړني اقدام ته اړتیا ده ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې اړمنو خلکو ته مرستې ورسېږي.

د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې بېوزلي پکې ډېره ده او میلیونونه وګړي یې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG