د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه: طالبانو تر اوسه د منځلاريتوب نښه نده ښودلې


په افغانستان کې د طالبانو پر واکمنۍ یو کال تېر شوی خو لا هم د نړۍ هیڅ یوه هیواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي.
په افغانستان کې د طالبانو پر واکمنۍ یو کال تېر شوی خو لا هم د نړۍ هیڅ یوه هیواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي.

اروپایي ټولنه وایي، طالبانو په تېر یو کال کې د منځلاریتوب څه نښه نده ښودلې او په نړۍ کې د افغانستان د یوازي کېدو بداغېز پر ولس پرېوزي.

دا څرګندونې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې استازي جوزف بورېل په هغه شننه کې کړې دي چې د اروپايي ټولنې د کمېسیون پر وېب پاڼه خپره شوې ده.

نوموړي لیکلي چې ښايي افغانستان د خبرونو له سرټکو څخه وتلی وي، خو لا هم په دغه هېواد کې د خلکو حالت خراب دی. ده زیاته کړې ده چې د افغانستان لویه برخه یانې ۷۰ فیصده ولس اوس هم له لوږې سره مخامخ دي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې استازی جوزف بوریل
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې استازی جوزف بوریل

د افغانستان په زیاتره ولایتونو کې په دې وروستیو کې د شویو زیاتو بارانونو له کبله راغلیو سېلابونو د خلک په ژوند کې ستونزې لا زیاتې کړې دي.

افغانستان د ارزګان ولایت یو اوسېدونکي او د یوې اته کسیزې کورنۍ سرپرست ظاهر وايي، سره له دې، چې معیوب دی خو بیا هم د خپلو ماشومانو لپاره د ډوډۍ پيدا کولو په خاطر ان تر نورو ولایتونو ځي او راځي، خو په خبره يې بيا هم په اسانه ورته د شپې او ورځې خواړه نشي موندلای.

نوموړی وايي،" د تېر کال په پرتله خو بیخي هېڅ هم نشم موندلای، کار نشته، مخکې چې روغ وم یوه خواري به مې کوله اوس هغه هم نه شم کولای."

د ظاهر په شان په زرګونه افغانان دا مهال له اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دي.

چې کله طالبان د ۲۰۲۱ م کال د اګسټ پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول نو له افغانستان سره د زیاتره هېوادونو مرستې بندې او د امریکا له لوري د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل شوې.

د دې له کبله زیاتره افغانان له جدي اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ شوي دي. که څه هم د طالبانو پر واکمنۍ یو کال تېر شوی خو لا هم د نړۍ هیڅ یوه هیواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اګست پر ۲۹مه د افغانستان په اړه غونډه کوي.

د طالبانو د حکومت چارواکي هم مني چې افغانان له بشري او اقتصادي کړکېچ سره مخ دي او غوښتنه کوي چې بايد نړیوال یې لاسنیوی وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې نړیوال دې له دې کړکېچنو حالاتو د افغانستان د خلاصون لپاره د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره له دوی سره تعامل وکړي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

نوموړي وویل، "د رسمیت پېژندلو پر وړاندې د خنډونو جوړول ګټه نه کوي، زموږ غوښتنه دا ده چې دا خنډونه لرې او له افغانستان سره او دې نظام سره مرسته وشي."

نوموړي زیاته کړه چې که داسې وشي نو دوی به وکړای شي چې ثبات ټینګ کړي او دا به د ده په وینا، د سیمې او نړۍ لپاره هم ګټوره وي.

وړاندې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان رپورټ ورکړی چې دا مهال ۲۵ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي.

همدارنګه د بشري حقونو نړیوال سازمان او د بښنې نړیوال سازمان هم مخکې په خپلو بېلابېلو رپورټونو کې په افغانستان کې روغتیایي خدماتو، خوړو او پاکو اوبو ته نه لاسرسى او همدارنګه د اقتصادي ستونزو بې کارۍ او بې وزلۍ له امله پر بشري کړکېچ اندېښنې ښودلې دي.

XS
SM
MD
LG