د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان خلک په نوي موندل شوي ګیس کې د خپل حق یقیني کېدل غواړي


ګېس موندونکې کمپني وايي چې د شمالي وزیرستان نوی ګیس به د پاکستان د ضرورت ۱۵ فېصده پوره کړي. د شمالي وزیرستان د یوې برخې پخوانی انځور.
ګېس موندونکې کمپني وايي چې د شمالي وزیرستان نوی ګیس به د پاکستان د ضرورت ۱۵ فېصده پوره کړي. د شمالي وزیرستان د یوې برخې پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان خلک خوشاله دي چې په سیمه کی یې قدرتي ګیس موندل شوی خو وایي حکومت دې ورته په دې کې نوکريانې او د خرڅلاو په پیسو کې برخه ورکړي.

د شمالي وزیرستان د شوې سيمې په غرونو کې د ګیس د پیدا کېدو خبر د جون په لومړۍ نېټه ماړي پيټروليم کمپنۍ لېمېټډ پر خپله ووبپاڼه ورکړی وو. هغه شرکت ویلي چې د شمالي وزیرستان په ځمکه کې یې ۴،۹۱۵ میټره ښکته ګیس مودلی دی.

کمپنۍ زیاته کړې چې له هغې سیمې څخه هره ورځ ۲۵ مېليونه مکعب فوټه ګیس ایستل کېدای شي چې د پاکستان د ګیس د ضرورت ۱۵ فېصده برخه به پوره کړي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي چې په هغو سيمو کې چې ګیس موندل شوی، اوسېدونکي یې استعمالولی شي. دا په داسې حال کې ده چې د قبایلي ضلعو کورونو او کاروبارونو ته د ګیس نللیکې نه دي غځول شوې او اکثر خلک لرګي، د ګیس سېلېنډرې او تېل کاروي.

د پاکستان له ایین سره سم، په کوم سیمو کې چې ګیس وموندل شي، د هغه ځای خلک حق لري چې تر ټولو لومړی ورڅخه ګټه واخلي.

د دته خیلو اوسېدونکي ازاد خان داوړ د جون پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې که د خلکو کورونه ته ګیس ورسېږي نو دوی به د لرګیو استعمال پرېږدي. "زموږ خلک له غرونو خشاک راوړي. د دې کار يو زیان دا دی چې ونې وهل کېږي. له دې سره په قبايلي سيمو کې شته ځنګلونه ختمېږي."

د شمالي وزیرستان د شوې سیمې يو اوسېدونکي رحیم وزیر مشال راډیو ته وويل چې د هغه ځای ډېری خلک له سیمې بهر مزدورۍ ته اړ دي نو هیله یې ده چې د ګیس د پيدا کېدو او پاکولو په پروژه کې ورته ته کار موقعې برابرې شي.

هغه اندېښنه وښوده چې ښايي د شوې ګیس د سیمې اوسېدونکو پرتله د پاکستان نورو برخو ته ولېږدول شي. "د شوې خلک دومره امېد نه لري، ځکه دوی فکر کوي چې دا ګیس به نورو سيمو ته ولېږدول شي او دوی ته به یې ډېره فايده و نه رسېږي. بله خبره د نوکريو ده. ممکن غيرمقامي خلکو ته د دې ګیس په راایستلو کې کارونه ورکړل شي."

خو په خيبر پښتووخوا اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي ميرکلام وزیر له مشال راډيو سره په خبرو کې وعده وکړه چې د خپلو خلکو لپاره به ټول حقونه غواړي.

هغه وويل چې په کوم ځای کې معدنيات راوځي نو لومړی حق پرې د همهغه ځای د خلکو دی. "موږ به کوښښ کوو چې د ګیس د راایستلو او پروسېس په کار کې د شمالي وزیرستان ځوانانو ته کار پيدا کړو. موږ به دا کوښښ هم کوو چې د ځنګلونو د وهلو مخه ونيسو."

XS
SM
MD
LG