د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال دې د معدنیاتو پر سر له پاکستان سره معاهدې نه کوي: اڅکزی


د عبد الصمد خان اڅکزي تلینغونډه کې د جمعیت علماء اسلام امیر مولانا فضل الرحمن او د پښتونخوا میپ مشر محمود خان اڅکزی پر سټېج ناست دي. ۲۰۱۹، ۲ ديسېمبر
د عبد الصمد خان اڅکزي تلینغونډه کې د جمعیت علماء اسلام امیر مولانا فضل الرحمن او د پښتونخوا میپ مشر محمود خان اڅکزی پر سټېج ناست دي. ۲۰۱۹، ۲ ديسېمبر

ملتپالي مشر محمود خان اڅکزي، پر امریکا، روس او چین باندې ږغ وکړ چې د پښتنو په سیمو کې دې د طبعي زېرمو را-اېستلو لپاره د پاکستان له اوسني حکومت سره هېڅ معاهدې نه کوي.

محمود خان اڅکزی
محمود خان اڅکزی


د نوموړي په خبره چې دا حکومت د ولس اعتبار نه لري. د نوموړي په وینا د پښتنو په سیمو کې شته معدنیات د پښتانه قام دي او دوی به یې هېچا ته د شوکولو اجازه ورنکړي.

د پشتون قامي مبارز خان عبدالصمد خان شهید شپږ څلوېښتم تلین۴۶ تلین په ډېر درناوي سره ولمانځل شو. په دې ترڅ کې د کوټې په رېلوې هاکې لوبغالي کې یوه دستوره وشوه چې پکې د پشتونخوا ملي عوامي ګوند د کارکنانو په ګډون د جمعیت علمای اسلام ف ګڼشمېر غړیو ګډون وکړ. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د چیېرمېن محمود خان اڅکزي په مشرتابه کې دې لویې ولسي غونډې ته د جمعیت علماء اسلام ف مرکزي امیر مولانا فضل الرحمان د مشر مېلمه په توګه برخه واخېستله.

د کوټې په هاکي لوبغالي کې د عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۶ تلین برخوال
د کوټې په هاکي لوبغالي کې د عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۶ تلین برخوال

په دستوره کې ویناوالو د پښتون ملي مبارز خان عبدالصمد خان شهید پر ژوند په تفصیل سره رڼا واچول شوه او زیاتره ویناوالو وویل، چې خان شهید د پښتون ولس او قام د معاشي، سماجي، اقتصادي او کلتوري حالت بدلولو او د دې خاورې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره مبارزه او سرښندنه کړې.

د جلسې ویناوالو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمیعت علماء اسلام د مشرانو ترمنځ اتحاد او یوالي ته هرکلی وکړ او یې ویلکه ۳۰ کاله مخکې ملت پالي او مذهبي پښتانه مشران سره یو شوي واي نو نن به پښتون قام تر دومره ډېرو مشکلاتو نه تېرېدلی.

د دې جلسې ویناوالو د پښتنو پر نورو مشرانو زور راوړ چې هغوی دې هم د خپل ځپلي قام لپاره سره یوموټي شي او په هېواد کې د ولس پرمختیا لپاره دې کار وکړي.

د عبدالصمد خان اڅکزي ۴۶ تلینغونډې ته په وینا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وویل، "د پښتنو پرضد سازشونه روان دي او دوی به په خپله خاوره د پښتنو په حقونو هېڅ ډول سودا ونه کړي."

محمود خان اڅکزي زیاته کړه چې په هیواد کې یو داسې پارلمان پکار دی چې د ولس ټاکلي حقیقي استازي په ازاده توګه قانون سازي وکړي.

هغه وويل، "په پاکستان کې چې څوک خرڅيږی هغه وفادار ګڼل کېږي او چې نه خرڅېږي هغه وفادار نه ګڼل کېږي، د ازادي مارچ غوښتنې دې ومنل شي، ادارې دې خپل خپل کار کوي پوځ دې قانون ومني. د ایين له مخې ټولې ادارې تر پارلمان لاندې دي، مقتدره ادارې که څومره طاقتوره شي په سیاست کې باید لاسوهنه و نه کړي."

عبدالصمد خان اڅکزی هراړخیز شخصیت وو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:51 0:00

اڅکزي د عمران خان حکومت ته د "غل حکومت" ووایه او زياته يې کړه "د چين او امريکا په ګډون ټولې نړۍ ته ویل غواړي چې د پښتنو پر خاوره د شته معدنیاتو لپاره دې هېڅ معاهدې نه ورشره کوي. او نه هم دوی دا معاهدې مني."

یاده دې وي چې د خېبر پښتونخوا حکومت د نومبر پر ۱۳مه د یوې قانوني مسودې په منظورلو سره د قبایلي ضلعو ټول معدنیات سرکاري وګرځول. د اپوزیشن غړیو پر دې احتجاج وکړ او د حکومتي غړیو اقدام يې غیر جمهوري وباله.

د قانون او پارلیماني چارو صوبايي وزیر سلطان محمد خان وویل چې د معدنیاتو په قانون کې د مجوزه بدلون لپاره په اسمبلۍ کې بحث ته اړتیا نه وه.

د جمعیت علماء اسلام مرکزي امیر مولانا فضل الرحمان هم د عبدالصمد خان اڅکزي تلینغونډې ته وینا وکړه او ویې ويل،"صمد خان شهيد په خپلو قربانو تاريخ رقم کړی دی."

مولانا فضل الرحمن
مولانا فضل الرحمن

مولانا فضل الرحمن د وزیراعظم عمران خان پر حکومت سختې نیوکې وکړې او یې ویل چې دوی به تر هغو کراره نه کښېني چې تر څو یې له دغه چوڼکړي (سیلېکټډ) حکومت څخه ولس نه وي خلاص کړی.

د جمعيت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان وويل، "د ادارو احترام کوو خو د ولس په حقونو سودا نه کوو، سلېکټډ يا جوړ کړی شوی حکومت نه منو د داسې خلکو سره په جګړه پوهېږو، د غلامانو په مخکې نه شو ټېټېدلی."

مولانا زياته کړه "د ملک د ثبات او ولس د حقونو دپاره جګړه به دوامداره ساتو".

عبدالصمد خان اڅکزی څوک ؤ؟

خان عبدالصمد خان د شلمې پیړۍ د جمهوریت مفکر او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ بنسټښود و. هغه په ١٩٧٣ کې، د ډېسمبر پر ٢مه نیټه، د کوټې ښار پر جمال الدین افغاني سړک باندې پخپل کور کې دننه په لاسي بمي برید کې وژل شوی وو. قاتل یې تر اوسه پورې هم نه دی نیول شوی.

د خان شهید په نوم ياد دا پښتون مشر په ١٩٠٧ کې د ګلستان په عنایت الله کارېز کې د نور محمد خان کره زیږېدلی و، تعلیمي زده کړې یې یوازې ٨ جماعته په سکول کې کړې وې، بیا نورې عالي زده کړې یې ټوله په زندان کې ترسره کړې.

خان عبدالصمد خان اڅکزي د خپل عمر په ټوله ٦٦ کلونو کې، ٣٠ کاله په بند کې تېر کړل، چې لومړی یې له نیمې وچې څخه د پرنګیانو د اېستلو او بیا د پاکستان له جوړېدو وروسته، دلته د جمهوریت د پليکېدو لپاره خپله مبارزه کوله.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG