د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د ناقانونه کان کیندنو مخنیوی


پوهان وايي، قبایلي سیمې له معدنیاتو ډکې دي. انځور - ارشیف
پوهان وايي، قبایلي سیمې له معدنیاتو ډکې دي. انځور - ارشیف

د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکي په دغه صوبه کې د ناقانونه کان کیندنو د مخنیوي په ادعا سره وايي چې په ډېری سیمو کې یې ناقانونه کان کیندنه ختمه کړې ده.

د ماینونو چیف انسپکټر فضل رازق وايي، د جولای پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، د ناقانونه کان کیندنو په لړ کې یې یوشمېر شکایتونه ترلاسه کړي ول او پروړاندې یې د خپلې محکمې د ساتونکو په مرسته کارروايي کړې ده.

نوموړی زیاتوي، که پر یو چا د غیرقانوني کان کیندنې جرم ثابت شو نو تر نیول کېدو پس به یې ضمانت نه کېږي او په میلیونونو روپۍ جرمانه کېدای شي.

د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې د جولای پر ۲۷مه په یوه راپور کې لیکلي چې په تېرو دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې د ناقانونه کان کیندنې په اړه په تاڼو کې ۱۳۳۶ اېف ای ارونه پرچۍ کټ شوې دي.

خو د دغه سرکاري دعوې په ځواب کې له مومندو څخه د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ او د معدنیاتو او ماینونو د قایمه کمیټۍ غړي نثار احمد مومند وايي، په صوبه کې او په ځانګړې توګه په مومندو کې اوس هم غیرقانوني کان کیندنه کېږي او حکومت یې پروړاندې هېڅ کارروایايي نه کوي.

نوموړي دا تور هم پورې کړ چې په قانوني توګه شوې کان کیندنې څخه هم معدنیات قاچاق کېږي.

"غیرقانوني ماینونه بالکل نه دي ختم. زموږ صوبې ته په معدنیاتو کې په اربونو روپو نقصان کېږي او موږ چې په دې اړه خبره کوو نو حکومتي چارواکې راته یې بې ځوابه شي."


د قبایلي ضلعو خلک دا شکایت هم کوي چې د هغوی له غرونو د معدنیاتو اېستلو اجازه د نورو سیمو خلکو ته ورکړل شوې چې هغوی ته د منلو وړ نه ده.

په سوات کې د کان کیندونکو د اتحادیې مشر عابد یار بیا وايي چې د مومندو ترڅنګ په دره ادم خېلو کې ځینې داسې سیمې شته چې پکې غیرقانوني کان کیندنه روانه ده.

هغه زیاته کړه، هغه کان کیندنه چې د حکومت په اجازه کېږي، هلته د کان کیندنې د قانوني اصولونو خیال نه ساتل کېږي.

په شمالي وزیرستان کې د معدنیاتو کاروباري قسمت خان وزیر وايي چې په قبایلو کې د پوځي عملیاتو وروسته غیرقانوني کان کیندنه ناممکنه شوې ده.

"پخوا په قبایلي سیمو کې داسې صورتحال وو چې لیز چا نه پيژنده. خلکو په غیرقانوني کان کیندنه کوله خو د فاټا تر انضمام او د پوځي عملیاتو وروسته اوس دا کار نه کېږي."

بلخوا د خیبرپښتونخوا د ماینونوچیف انسپکټر فضل رازق هم دا مني چې په قبایلي ضلعو کې د پوځ د کنټرول له وجې غیرقانوني کان کیندنه نشي کیدای خو هغه دا هم وايي چې په لېرو پرتو سیمو او قبایلي ضلعو کې د څارنې د نظام او د نورو تکنیکي ستونځو له وجې دا نشي ویلي چې په هغو سیمو کې به غیرقانوني کان کیندنه نه کېږي.

فضل رازق زیاته کړه، په خیبرپښتونخوا کې په زرګونه ټنه پاسته کاڼي (سوپ سټون)، مرمر (ماربل)، سکاره کاڼي (کویله)، تانبې، مالګې او بیا په یوه لوی مقدار کې د میسو، کرومایټ، ګرینایټ، ګیس، تیلو او د داسې نورو قدرتي وسایلو زېرمې موجودي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG