د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي ضلعو کې په ورځ څو ساعته بجلۍ وي؟


د پاکستان تربیلا ډېم چې د ملک لپاره د بجلۍ یوه لویه برخه جوړوي.
د پاکستان تربیلا ډېم چې د ملک لپاره د بجلۍ یوه لویه برخه جوړوي.

د خیبر پښتونخوا د منصوبه بندۍ او پرمختګ محکمې او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام - یو اېن ډي پي - په مرسته د اپرېل پر ۱۳مه په یوه خپره شوې سروې کې راغلي چې په قبایلي ضلعو کې ۸۰ فیصده کورونو ته بجلي ورکړل شوې ده خو د ورځې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې نږدې درې نیم ساعته بجلي وي او نوره نه وي.

د پاړه چنار ممتاز خان مشال راډیو ته وایي په پاړه چنار او شاوخوا سیمو کې غېر اعلانیه لوډشېډنګ زیات وي.

ممتاز خان وایي په ۲۴ ساعتونو کې یوازې اووه یا اته ساعته بجلي وي او نوره نه وي.

خو د پاړه چنار یو بل اوسیدونکی ظهیر عباس وایي کومه بجلي چې دوی ته ورکړل کیږي د دغې وولټېج کم وي.

دی وايي، "د ورځې اته ساعته بجلي وي خو ولټېج یې د ۲۰۰ نه کم وي نو ځکه پرې ډېر د بجلۍ شیان سم نه چلیږي. لوډشېډنګ زموږ ژوند متاثره کړی دې، نه مو واړه سبقونه وییلی شي ، نه مو ښځې د کورونو کارونه لکه پر مشین جامې وینځل، کولی شي، او بله د اوبو مسله هم زیاته ده ځکه چې بجلي نه وي"

د شمالي وزیرستان د عیدک کلي یو اوسېدونکی مختار مشال راډیو ته وایي دوی ته وییل شوي وو چې د خیبر پښتونخوا سره تر شاملېدو وروسته به یې په سیمه کې لوډشېډنګ ختم شي خو لا هم په سیمه کې په ساعتونو ساعتونو بجلي نه وي.

دی وايي، "بجلي خو ټوله ورځ نه وي، کله یو ساعت راشي بیا لاړه شي، بیا یو ساعت له راشي او بیا تر سبا پورې نه وي، دغه سلسله دلته مدام وي."

د ډېره اسماعیل خان د درازندې سیمې یو اوسیدونکی احمد شاه وایي لوډشېډنګ یې کاروبارونو ته سخت تاوان رسولی دی.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، "زموږ کاروبارنو ته د لوډشېډنګ نه تاوانونه رسي، ټول ژوند مو په تیارو کې تېر شو،سهار ووه بجې چې لاړه شي نو د ماښام شپږ بجې راشي، بیا د شپې شپږ ساعته وي نوره نه وي، واړه مو سبقونه نه شي ویلای."

د اېف ار لکي عنایت الرحمان وایي بجلۍ ته یې پخوا خدای په اماني وییلي او د خپل کور لپاره یې درې سولرې لګولي چې پرې درې بلبونه او یو پکی چلیږي، او خپل کار یې پرې روان کړی دې.

عنایت الرحمان په ۱۵ زره روپۍ درې سولرې لګولي. دغو ته په عامه ژبه کې شیشې هم وییل کیږي. د نوموړي په خبره د دوی په کلي کې د ورځې دوه یا درې ساعته بجلي وي او نوره نه وي.

د عوامي نېشنل ګوند د مومندو ضلعې د صوبایي اسمبلۍ غړي نثار مومند مشال راډیو ته وویل، مومند ډېم چې کار پرې روان دی ۸۴۰ مېګاواټه بجلي به پېدا کوي او ورسک ډېم ۲۴۰ مېګاواټه بجلي پېدا کوي.

خو د ده په وینا، په مومندو کې د بجلۍ نشتوالي د خلکو ژوند او روزګارونه سخت متاثره کړی دی.

ده وویل، "زما په حلقه کې دوه ډېمونو دي خو دلته په ۲۴ ساعتونو کې شپږ ساعته بجلي وي، زموږ ټول معدنیات نورو صوبو ته روان دي ځکه چې دلته بجلي نشته، نو کارخانې هم بندې دي او بې روزګاري هم زیاته ده. وفاق زموږ نه د دغو ډېمونو د جوړولو لپاره زمکه په ارزانه واخېسته ، بجلي هم کم نرخ ورکوو خو بیا هم موږ ته پوره بجلي نه راکوي، او چې کومه ده هغه هم په کاغذونو کې ده."

د اېف ار بنو د جانيخېلو لطیف وزیر وایي د دوی په ځینو سیمو کې خو له سره بجلي شتې نه.

ده وویل، "د جانیخېلو درې داسې کلي دي چې پکې له سره بجلي نشته،نو لوډشېډنګ به څه وي،کله په ورځ کې ۱۲ ساعته بجلي وي، او کله دوه دوه ورځې غایبه وي، نو لکه څه پته یې نه لږي."

د خیبر پښتونخوا د بجلۍ پېداوار او لګښت

له ډېره اسماعیل خان نه د پاکستان پیپلز ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړي احمد کنډي چې په صوبایي اسمبلۍ کې یې د بجلۍ پر لوډشېډنګ څو وارې خبرې هم کړي، مشال راډیو ته وایي خیبر پښتونخوا د خپل ضرورت نه زیاته بجلي پېدا کوي خو د قبایلي سیمو پشمول په زیاترو سیمو کې یې غېر اعلانیه لوډشېډنګ کیږي.

د مشال راډیو ته وویل، "تر ټولو ارزانه بجلي د اوبو هغه ده، د پاکستان د اوبو نه د جوړېدونکي بجلۍ ټول پېداوار نهه نیم زره مېګاواټه دې، په دغو کې خیبر پښتونخوا شپږ زره مېګاواټه بجلي جوړوي، زموږ د صوبې، سره د ضم شوو قبایلي ضلعو د بجلۍ موجوده لګښت خوا شا ۲۷۰۰ مېګاواټه دې،د میټرو په حسات استعمالونکې یې تر ۳۵ لکو پورې دي، خو د دغې باوجود دلته لوډشېډنګ کیږي، ما پر دې څو وارې خبرې کړي چې وفاق دې موږ ته خپل پوره برخه راکړي."

د خیبر پښتونخوا د واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند او د بجلۍ او توانایي د حکومتي کمیټۍ غړی فهیم احمد مشال راډیو ته وایي دوی پر دې مسله خبر دي چې په قبایلي ضلعو کې د لوډشېډنګ مسله زیاته ده.

ده زیاته کړه، "ما پر دې مسله ډېر کار کړی دې په خیبر ضلعه کې مو ډېرې میټرې لګولي دي،خو تر څو چې په قبایلي ضلعو کې د بجلۍ میټرې نه وي لګول شوي، واپډا محکمه نه وي فعاله شوي، د بلونو نظام نه وي سم شوی، تر هغې پورې به دا مسله وي، دغلته په ډېرو سیمو کې د بلونو نظام نه دی فعاله ، خلک بلونه نه ورکوي، نو بیا خامخه لوډشېډنګ به کیږي، موږ هڅه کوو چې دغه مسلې ته پام ورکړو، خو په تېرو ۴۰ کالونو کې د قبایلي ضلعو د بجلۍ نظام له پامه غورزول شوی دې."

د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې د ۱۵۰ وړو ډېمونو او ابي ذخیرو یا ریزروایرز نه علاوه لس لویې ډېمونه دي چې پکې تر ټولو لوی تربېلا ډېم په خیبر پښتونخوا کې دې او دغه په موجوده وخت کې ۴،۸۸۸ مېګاواټه بجلي پېدا کوي.

بلخوا د جانیخېلو لطیف وزیر وایي د دوی په کلي کې بجلي لکه د مېلمه لږ ساعت له راځي او بیا لاړه شي، او چې کله لاړه شي نو خلک وایي اوس به دوه ورځې نه وي، ځکه چې بل کلي ته یې د څو ساعتونو لپاره ورکړي وي

XS
SM
MD
LG