د لاسرسي ځای

تازه خبر

غیرمقامي خلکو ته د باجوړ غونډو سیمې معدنیاتو اجاره کولو پرسر ناندرۍ


د باجوړ خار تحصیل غونډو سیمه - د ارشیف انځور
د باجوړ خار تحصیل غونډو سیمه - د ارشیف انځور

د باجوړ د غونډو کلي اوسیدونکو د جنورۍ پر پنځمه نېټه په خار باجوړ کې مظاهره وکړه او د جنورۍ په شپږمه یې مشرانو په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د معدنیاتو له وزیر سره وکتل.


دا خلک شکایت کوي، د هغوی له غرونو د معدنیاتو اېستلو اجاره غیرمقامي خلکو ته ورکړل شوې چې هغوی ته د منلو وړ نه ده.

د باجوړ د خار تحصیل د غونډو سیمې یو مشر حاجي عبدالستار د جنورۍ په شپږمه مشال راډیو ته وویل، د هغوی په غرونو کې د شته معدنیاتو حق یواځې د هغوی دی او بلچا ته به د دغو معدنیاتو د اېستو د اجارې ورکولو اجازه ورنه کړي:

"د تورو شیشو والا ګاډو کې خلک زموږ غره ته راغلي وو، د کاڼو نمونې یې له ځانه سره اخېستي او د دې ځای معاینه یې کړې ده. موږ وروسته پوه شو چې خبره څه ده؟ بیا قوم د دې پر ضد په یو اواز پاڅېد او مظاهره یې وکړه. موږ د خپل حق دفاع په هر صورت کې کوو."

د یادې سیمې د ۱۸ قامونو خلکو د جنورۍ په پنځمه د خار باجوړ په سول کالونۍ کې د پټواري د دفتر په مخکې مظاهره وکړه.

دغو مشرانو ویل، د نورو سیمو خلکو ته دا اجازه نه ورکوي چې د هغوی د غرونو د معدنیاتو اجاره دې له حکومته ترلاسه کړي. د سیمې یو بل مشر شېخ جهانزاده د جنورۍ په شپږمه مشال راډیو ته وویل، د هغوی مطالبه د قانون په چوکاټ کې ده:

"د غونډو سیمې د غرونو د معدنیاتو او شتمنیو واک به ځايي خلک کوي. په رواج، شریعت او د پاکستان په قانون کې دا خبره شامله ده چې په کوم ځي کې معدنیات وي، د هغې سیمې د خلکو واک به پرې وي. موږ مطالبه کوو چې په غلا اجارې دې نه ورکول کېږي او د قوم څخه دې د هغوی رضا وپوښتل شي."

د باجوړ یو ځايي خبریال مفتي بلال یاسر مشال راډیو ته وویل، د هغوی په غرونو کې کروماییټ، قیمتي کاڼي، نفرایټ، سنګ مرمر، تانبه او نور معدنیات موجود دي چې تر اوسه نه دي ویستل شوي. نوموړی وايي، د دې ضرورت شته چې د دغو معدنیاتو لپاره دې په باجوړ کې کارخانې جوړې کړل شي او یا دې هم د دې ټیکه داسې کسانو ته ورکړل شي چې د سیمې خلک پرې رضا وي.

په ۲۰۱۸ز کال کې قبایلي ضلعې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې شوې.

له هغې وروسته د هغو سیمو د معدنیاتو په سر لانجې راروانې دي. د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د باجوړ د خلکو استازي انجینیر اجمل خان نه مې وپوښتل، د قانون له مخې په قبایلي ضلعو کې د معدنیاتو واک د چا سره دی؟ هغه راته په ځواب کې وویل:

"صوبايي حکومت او موږ چې کوم قانون جوړ کړی دی، د هغې له مخې چې په کومه سیمه کې معدنیات موجود وي، د هغو مالکان به د هماغې سیمې خلک وي. که له بهره څوک راځي نو هغه به د ځايي خلکو په رضا په شریکه کاروبار کولی شي."

نوموړی وايي، د غونډو علاقې خلکو اعتراض پر ځای دی او هغوی به ورسره پوره پوره مرسته کوي چې حق خپل حقدار ته ورسېږي.

د باجوړ د غونډۍ خلک وايي، د هغوی د غرونو نه د معدنیاتو د ویستلو اجاره د مومندو د سیمې یو ټیکه دار ته ورکړل شوې چې هغوی ته په هېڅ حال د منلو وړ نه ده.

موږ په دې اړه د خار د تحصیلدار بخت جهان، د باجوړ د معدنیاتو د څانګې یو مسوول محمد ادریس خان او د باجوړ د ډیپټي کمېشنر فیاض شېرپاو سره بار بار د اړیکو نیولو هڅه وکړه، خو بریالي نه شو.

د خیبر پښتونخوا د معدنیاتو وزیر عارف احمدزي د جنورۍ په شپږمه مشال راډیو ته وویل، په ضم شوو ضلعو کې داسې مسلې شته چې هغوی یې د هوارۍ کوشش کوي.

هغه وویل، د ضم شوو ټولو قبایلي ضلعو خلک هغوی مقامي یا ځايي خلک ګڼي.

نو ایا د دې مانا دا ده چې د مومندو ټیکه دار د باجوړ د غونډو د غرونو اجاره اخېستی شي؟ هغه د دې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"تر اوسه داسې نه دي شوي خو که وشي نو په دې لاره کې کوم خنډ نشته، ځکه چې د ټولو ضم شوو ضلعو خلک مقامي خلک دي، داسې خو نه ده کنه چې د باجوړ خلک ځايي خلک دي او ګینې د مومندو خلک غیر مقامي دي. موږ کوشش کوو چې د قبایلو معدنیات د هم هغوی پکار راشي او د دوی بچو ته پکې روزګار ترلاسه شي. نو داسې هېڅ خبره نشته چې دا کاروبار به غیرمقامي خلکو ته په لاس ورکول کېږي."

د خیبر پښتونخوا د معدنیاتو وزیر محمد عارف احمدزی وايي، د نورو ضم شویو ضلعو په شان په باجوړ کې هم د معدنیاتو ذخیرې موجودې دي، هغه وايي، د سیمې خلکو ته به یې ګټه په هغه صورت کې رسېږي چې دا معدنیات راوویستل شي. هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې په دې لاره کې دې ورسره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG