د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا په لروبر کې قدرتي وسایل


خالد خان مشال ريډيو پيښور


د خيبر پښتونخوا يوه برخه كه د شنو ځنګلو، سيندونو، قيمتى كاڼو او له نور قدرتي وسایلو نه ډكه ده نو بل خوا ددې وچ غرونه او ميدانونه د تيل ، ګيس، كویلې او تانبې له سرچینو او شتمنو مالامال دي چې نه یواځې په راتلونكې وخت كې ددې صوبې ضرورت پوره كولای شي بلكه ددې صوبې د خلکو لپاره به ډير ګټور ور ګرځي.

د قدرتى وسایلو په بنسټ د پيښور پوهنتون د جيالوجۍ پروفيسر ډاكټر حنيف د پښتونخوا صوبه په دوو برخو كې تقسيموي او وايي، چې د كابل سيند نه قطب اړخ ته غرونو كې معدنيات د سيند جنوبي اړخ غرونو نه بيخي جدا دي. او د صوبې په جنوبي ضلعو لكه كوهاټ هنګو او كرك كې د تيل او ګيس لوی ذخایر موجود دي.

د كرک سيمې سره تعلق لرونكی خبريال شوكت خټک وايي چې ددوى په سيمه كې ګيس پيدا كيږى خو دده مور نن هم د خشاک انغرې بلوي.دی وايي، چې د كرک ۲۱ يونين كونسلو كې صرف دریو ته ګيس رسېدلی دی او نور لا هم بې برخې پاتې دي.

د ډاكټر حنيف په وينا د پښتونخوا د كوهاټ په چندا سيمه كې په لومړي ځل د تيل كوهي اېستلو كار په ۱۹۹۹م کال پيل شو او بيا دغه لړۍ هنګو او كرك سيمو ته خپره شوه چې په ۲۰۰۴م کال یې پيداوار شروع كړو.

دغه شان د عبدالولى خان پوهنتون د جيالوجۍ پروفيسر او كار پوه ډاكټر فضل ربي وايي ، چې د پښتونخوا په ګډون د خيبر ايجنسۍ غرونه هم د تيل او ګي له ذخيرو ډک دي.

دی وايي چې دپښتونخوا پر دغه وسایلو تر اوسه پورې اووه فيصده كار شوی دی چې د دده په خبره د اټکل له مخې درې ټريلين كيوبیک فټ ګيس او تقريبا يو بلين بيرل پورې تيل موجود دي.

ددې خبرې پخلی د واكمن عوامي نيشنل ګوند صوبايي مشر سينټر افراسياب خټک هم کوي او وايي چې هغه ته په دغه سيمه كې د تيل او ګيس لټونكې كمپنۍ مولچارواكو ويلي دي، چې په ۱۸ كوهيانو كې ۱۴ كامياب شوي دي، چې دا خپله دغلته د تيل او ګيس د ډيرو ذخیرو شتوالی ثابتوي.

دی وايي، چې په كرک كې د ګيس چاڼولو ( ريفاینري) كمپنۍ وروستو به د تيل چاڼولو کمپنۍ په سيمه كې جوړېږي چې د پرمختيايي كارونو سره سره به ځايي خلکو ته روزګار هم ومومي.

خو د كرک سيمې سره تعلق لرونكی خبريال شوكت خټک وايي چې ددوى په سيمه كې ګيس پيدا كيږى خو دده مور نن هم د خشاک انغرې بلوي.دی وايي، چې د كرک ۲۱ يونين كونسلو كې صرف دریو ته ګيس رسېدلی دی او نور لا هم بې برخې پاتې دي.

د پاکستان په اساسى قانون كې د اتلسم ترمیم له مخې به اوس خيبر پښتونخوا په خپلو وسایلو نيم په نيمه يانې ۵۰ فيصده واكمن وي. د پښتونخوا حكومت د تيل او ګيس لپاره د خيبر پختونخوا د تیل او ګیس په نوم يو كمپنى قایمه كړيده او دغه شان پاور او انرجى په نوم يوه نوې څانګه (محكمه )هم پرانستې ده.
XS
SM
MD
LG