د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا په نوې ټېکنالوژۍ تېل او ګېس راباسي


پراګ ـ د خېبر پښتونخوا چارواکي وايي، په صوبه کې به د ګیسو او تیلو د را ویستلو لپاره نوې ټیکنالوژي استعمالوي او د دې ګټه به د صوبې په پرمختګ لګوي.

د جنورۍ پر ۱۹مه د وزیراعلی له دفتره مشال رېډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وزیراعلی محمود خان په مشرۍ د اوچتې پایې په یوه غونډه کې نوموړي د ګیسو او تېلو د ادارې په کارکردګۍ د تسلۍ څرګندونه وکړه او یادې ادارې ته یې د هر ډول سهولتونو ورکولو ډاډ ورکړ.

خو اپوزیشن ګوندونه وايي، د ګیس او تیلو ګټې ځايي خلکو ته نه ورکول کیږي.

په صوبايي اسمبلۍ کې د متحده مجلس عمل د کرک ضلعې غړی میا نثارګل کاکا خیل وايي، په هر فورم یې د خپل حق لپاره غږ پورته کړ خو لا هم بریالي شوي نه دي. دی وايي:

((یوازې د کرک ضلعې نه هره ورځ ۴۰۰۰ بیرله تېل راووځي او دومره ګیس ووځي چې د ټولې خېبر پښتونخوا د استعمال نه هم زیات دی. مونږ منو چې په دې د ټولې صوبې او ملک حق دی خو اول دې ځايي خلکو ته حق ورکړل شي. له ۲۰۱۳م تر ۲۰۱۸م کال پورې حکومت د کوهاټ ډویژن په برخه کې پنځه اربه او ۳۴ کروړه روپۍ کمې ورکړې دي. او د دې کال هم پاتې دي. د دې لپاره مونږ جرګې وکړې، په صوبايي اسمبلۍ کې مو هم غږ پورته کړ او های کورټ ته هم تللي یو. امید دی چې عدالت به راسره انصاف وکړي.))

میا نثار ګل زیاتوي، د ګیسو او تېلو د ویستلو له وجې یې په سېمه کې چاپیریال خراب شوی او ناروغۍ زیاتې شوې دي.

دا راز له کوهاټه د صوبايي اسمبلۍ ازاد غړی امجد خان افریدی وايي، حکومت ورسره په دې منصوبو کې ځايي خلکو ته د روزګار ورکولو وعدې هم کړې وې خو عملي نه شوې. نوموړي هم دا راز وویل:

((له کوهاټ ډويژن نه وفاقي حکومت هره ورځ، د یو ارب روپو ګیس او تیل وباسي خو په ټول کال کې د دې ډویژن دوه اربه ۴۱ کروړه روپۍ برخه نه ورکوي. دا راز صوبايي حکومت په تېر کال کې د ګیسو او تیلو په برخه کې ۲۵ اربه روپۍ ترلاسه کړي خو مونږ ته یې خپله برخه رانکړه. مونږ صوبايي حکومت ته په بجټ کې مسلې نه جوړو ګیني مونږ ویلي شو چې اول دې زمونږ برخه راکړي بیا به بجټ منظوریږي.))

امجد خان افریدی زیاتوي، وزیراعلی محمود خان ورته تسلي ورکړې چې کوهاټ ډویژن ته به ډېر زر د ګیسو او تېلو د ګټې برخه ورکړل شي او که داسې ونه شي نو له یادو سېمو د صوبايي اسمبلۍ غړي به په ګډه د راتلونکي لپاره لایحه عمل جوړوي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG