د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د قبایلي سیمو پر غرونو او قدرتي وسایلو قبضه روانه ده''


د مومندو په سرو کلیو کې د مرمرینو کاڼو منډۍ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:30 0:00

د مومندو په سرو کلیو کې د مرمرینو کاڼو منډۍ

د فاټا په خیبر پښتونخوا کې ورګډېدو پس پروسږ کال له صوبایي اسمبلۍ د یوې قانوني مسودې په منظورولو سره د قبایلي ضلعو ټول معدنیات سرکاري ملکیت ګرځول شوي دي خو د سیمې ولس وایي تر اوسه د دغې مسودې وضاحت نه دی شوی او پکار ده حکومت هلته تر هرې پرېکړې مخکې دوی په اعتماد کې واخلي.

د خیبر د تیرا راجګال یو مشر زینا ګل کوکيخېل مشال ريډيو ته وایي: ''راجګال ته لا د امنیتي حالاتو له وجې څوک نه دی ورستانه شوي خو هلته بې له څه سلا ځینو غیر مقامي ټېکدارانو ته لیزونه ورکړل شوي دي، سروې هم شورو شوې او دا ناانصافي ده، پکاره ده هلته د ځایي ولس په خوښه هر څه وشي، د حکومت ټېکس منو خو زموږ لیز او روزګار دې بل چا له نه ورکوي.''

یو بل قومي مشر داود اپرېدی وایي: ''دا سرکاري ملکیت نه دی، دا غیر جمهوري قبضه شوې، موږ یې په جګړو اخته کړو او اوس مو غرونه قبضه کوي، زموږ په غرونو کې پاسته کاڼي [سوپ سټون] مرمر [ماربل]، نیفرایډ، میس [کاپر]، ګیس او تیل شته، خو موږ به ورسره قانوني مبارزه کوو.''

محمد سلیم وایي: ''یو پاټک دې جوړ کړه چې څه اصول وي تر هغې لاندې به څه لږ ډېر ټېکس ورکوو خو خپل ځنګلات ورته نه شو پرېښودلی، دا هرڅه زموږ دي.''

د واکمن ګوند تحریک انصاف یو مشر او د سرحدي او قبایلي امورو کمیټې پارلیماني سیکرټری اقبال اپرېدی وایي: ''که دا قانوني مسوده ولوستل شي نو په دې کې د قبایلو هېڅ تاوان نشته، د غرونو او ځمکو مالکانو ته پکې پوره اخیتار ورکړل شو، د دوی حق به څوک نه خوري، مخصوص خلک پروپاګند کوي، ټولې ګټې به یې قبایلو ته ورکړل کېږي او څه لږه برخه به د حکومت وي.''

د فاټا پرمختیايي ادارې د سروې تر مخه په قبایلي ضلعو کې په زرګونه ټنه پاسته کاڼي (سوپ سټون)، مرمر (ماربل)، سکاره کاڼي (کویله)، او بیا په یوه لوی مقدار کې میس، کرومایټ، ګرینایټ، ګیس، تیل او داسې نور قدرتي وسایلو زېرمې موجوده دي او د پخوانۍ فاټا تر سیکرېټرېټ لاندې پکې ډېر کنستل شوي دي او نه یوازې حکومت ترې ریونیو اخیستې بلکې ځایی ولس ته هم ترې ګټې تر لاسه شوي دي خو اوس به لیز صوبایی حکومت ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG