د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر وفاقي حکومت د خیبر پښتونخوا د بجلۍ پور ۵۷۰ اربه روپۍ شو


تربېلا ډېم خیبر پښتونخوا
تربېلا ډېم خیبر پښتونخوا

په پاکستان کې د بجلۍ يیداوار محکمه واپډا چې اختیار یې له وفاقي حکومت سره دی دا مهال د خیبر پښتونخوا صوبې څه باندې پنځه سوه اویا اربه روپۍ پوروړې ده.

د دې بقایا پیسو لویه برخه تر دا مهاله یوازې د قانون او کاغذ پر مخ ده او تر اوسه د خیبر پښتونخوا هېڅ یو حکومت نه دی توانېدلی چې له وفاقي حکومته خپلې پیسې واخلي.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا د بجلۍ سلاکار حمایت الله وايي، دغه بقایاجات له درې ډوله د بجلۍ کارولو او ګټې په برخه کې جوړېږي.

لومړی: لکه د بجلۍ له وړو منصوبو پیداوار، دا د صوبايي حکومت خپله بجلۍ ده چې پر واپډا یې پلوري.

دویم: د وفاقي حکومت تر واک لاندې د بجلۍ غټ ډېمونه، چې خیبر پښتونخوا کی جوړ دي.

درېیم: د اې جي اېن قاضی تر فارمولې لاندی ټاکل شوی د ګټې روپۍ.

آفتاب غلام نبی قاضی (اې جي این قاضي) په ۱۹۸۵ز کال یوه فارمولا جوړه کړی وه، چې د بجلۍ ګټه به هغې سیمې ته ورکول کېږي چېرته چې یې د پیداور ډېمونه او برېښناکوټونه (سټېشنونه یا مرکزونه) دي. دغه فارمولا د پاکستاني ایین 161مې مادې لاندې جوړه شوې وه چې په 1991زکال یې د شریکو مفاداتو کونسل منظوري هم ورکړې وه خو دغه پیسې کله هم وفاقی حکومت نه دي ورکړې البته د خیبر پښتونخوا صوبی حکومت یې ورپسې حسابوي.

د بجلۍ لپاره د وزیر اعلا سلاکار حمایت الله وايي چې د شریکو ګټو کونسل ته هرومرو خپله مقدمه وړي چې دوی دې خپل بقایاجات ورکړي.

اپوزیشن ګوندونه وایي چې وړاندې چې به کله هم له وفاقي حکومت سره د دغه پيسو د غوښتې لپاره خبرې کېدې نو د صوبايي حکومت به د یوه ګوند او د وفاق حکومت به د بل ګوند وو، اوس دواړه حکومتونه د تحریک انصاف دي، باید دوی صوبې ته خپله برخه پيسې ورکړي.

سکندر شیرپاو په تېر صوبایي حکومت کې سینیېر صوبایي وزیر او بیا د اوبه خورو محکمی صوبایی وزیر هم پاتې شوی وو، دی وايي، نه پوهېږي چې د خیبر پښتونخوا موجوده حکومت ولې له وفاقي خکومت د بجلۍ بقایا پیسې نه غواړي؟

د عوامی نیشنل ګوند صوبایي سیکرټري جنرل او د صوبايي اسمبلۍ غړی سردار حسین بابک وایی، که وفاقي حکومت صوبې ته د بجلۍ بقایا پیسې ورکړي نو په دې صوبه کې به هېڅ یوه ترقیاتي منصوبه نیمګړې پاته نه شۍ بلکې دا صوبه به لا ډېره مالداره شي.

نوموړی زیاتوي چې صوبایي حکومت د خپل پیسو راوړلو لپاره هېڅ وکالت نه کوي. دا خو د صوبې د خپلو شتمنیو پیسې دي چې له تېرو درېوو کالونو راهیسې د اې جي اېن قاضي فارمولې لاندې جوړېږي، دا پنځنیم سوه اربه روپۍ دي، دا که موږ ته ملاو شي، دا صوبه هر رقم پیداوار کوي، او معدنیات هم پکی زیات دي، نو موږ به په ټول پاکستان کې تر ټولو زیاته مالداره صوبه جوړه شو.

د اې جي اېن قاضي د فارمولې او بجلۍ د ګټې برخې ورکولو علاوه په دوه زره پینځم کې د هغه وخت متحده مجلس عمل صوبایي حکومت و وفاقي حکومت ته وویل، بجلي ګرانېږي، ګټه یې سېوا کېږي او وفاق باید صوبې ته زیاتې پیسې ورکړې نو بیا د یوه منځګړي کمیشن لاندې تړون وشوه چې واپډا به صوبې ته یو سل لس اربه روپۍ د زیاتې ګټې بقایاجات ورکوي، چې هغه روپۍ یې تر 2011ز کال پورې ورته ورکولې او هر کال به شپږ اربه روپئ له دې علاوه هم ورکول کېدلې خو په 2015ز کال د تحریک انصاف صوبایي حکومت د بجلۍ قامي ادارې (نیپرا) ته مقدمه یووړه چې پکې وروستو د واپډا او صوبایي حکومت ترمینځ جوړه وشوه چې واپډا به صوبې ته اویا اربه روپۍ ورکوي او د شپږ اربو روپو ورکولو معاهده ختمه شوه او په نوې معاهده کی ویل شوي دي چې واپډا به د بجلۍ په هر هغه یونټ چې خرڅ شي، یوه روپۍ لس پیسې خیبر پښتونخوا ته ورکوي. خو دغه روپیو کې لا هم وفاقي حکومت بقایا دی. د خیبر پښتونخوا د حکومت ترجمان کامران بنګش مشال ریډیو ته وویل، دوی کوشش کوي، دغه بقایا روپۍ صوبې ته راوړي.

((موږ لګیا یو له وفاقي حکومت سره مو خبرې شوي دي، د اې جي اېن قاضي او د بجلۍ ګټې روپۍ مو په وفاق منلې دي او هغوی راته هره میاشت روپۍ راکول هم شروع کړي دي.)

هر وخت چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې نوی حکومت جوړ شوی دی له وفاقي حکومته د بجلۍ بقایا پیسې غواړي خو لا هم نه دی توانېدلی چې په یو وار خپلې ټولې بقایا پیسې ترې واخلي.

XS
SM
MD
LG