د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رشکۍ صنعتي زون ودانولو چارې پیل شوې


د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ نقشه
د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ نقشه

د چین یوې کمپنۍ د ۱۲۸ میلیونو ډالرو په ارزښت د نوښار د رشکۍ صنعتي زون پروژې لپاره د چین – پاکستان له حکومتونو سره یو تړون لاسلیک کړ چې پر یو زر اېکړه ځمکه به ودانېږي.

د سپټمبر پر ۱۵مه د صنعتونو لپاره د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر سلاکار عبد الکریم خان په پېښور کې له خبري کنفرانسه پس له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د سړکونو او پلونو ودانولو چینايي شرکت (سي ار بي سي) په رشکۍ صنعتي زون کې بېلابېلې کارخانې لګوي او په دې کې بهرني او ځايي پانګوال پانګونه کولی شي.

د همدې خبري غونډې پر مهال د خیبر پښتونخوا اقتصادي زونونو پرمختیا شرکت (ایکنامک زونز ډیولپمنټ کمپنۍ) مشر جاوېد خټک مشال رېډیو ته وویل چې د رشکۍ دې نوي ودانېدونکي صنعتي ښار ته د چین پشمول له نورو بهرنيو هېوادونو نه صنعتي شرکتونه راروان دي او د هېواد دننه صنعتکاران او سرمایه دار هم په دې کي سرمایه کاري کولای شي.

نوموړی زیاتوي دا پروژه به د پښتونخوا د معدنیاتو لپاره هم ډېره ګټوره وي ځکه چې دلته به داسې صنعتونه جوړېږي چې د دغه سیمې معدنیات په کې وکارول شي او له تیارېدو پس بهرنیو هېوادونو ته ولېږدول شي. خټک وویل په دې صنعتي زون کې داسې کارخانې لګېږي چې پکې هغه څیزونه جوړ کړل شي چې هېواد یې له بهرنیو هېوادونو څخه راغواړي. د ده په خبره له دې سره به د هېواد د برآمداتو بوج هم کم شي.

د خټک وینا وه چې په رشکۍ صنعتي زون کې د یوه اېکړ پلاټ قیمت شاو خوا یو نیم لکه ډالر دی. دی زیاتوي چې د پلاټونو اخېستلو او د صنعتونو لګولو لپاره د چین، خلیجي هېوادونو او د هېواد دننه له بېلابېلو سرمایه کار شرکتونو څخه درواخوستونه ورغلي دي.

د ایکنامک زونز د کمپنۍ مشر جاوېد خټک وايي، په رشکۍ کې د صنعتونو لګولو لپاره د وفاقي حکومت په پانګونه د بجلۍ او ګېس د انتظاماتو کار هم مکمل کېدلو ته نزدې دی.

نوموړی چارواکي هیله ښيي چې د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې د رشکۍ صنعتي زون به د خیبر پښتونخوا لوی شمېر مسلکي او غیر مسلکي وګړو ته روزګار پیدا کړي

XS
SM
MD
LG