د روسیې او چین ولسمشرانو د ستراتیژيک مشارکت د لا ټینګښت لپاره یو ګډ سند لاسلیک کړی دی.
ولاديمير پوتين او شي جينپينګ دا سند د مې پر ۱۶مه په بيجينګ کې په يوه دستوره کې لاسليک کړ. دواړو مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې خپل دریځونه له اقتصاد او فضا څخه نیولې تر دفاع، اوکراین او تایوان پورې د ټولو مهمو مسلو په اړه شریک کړل.
د چين ولسمشر شي جينپينګ پر دې مهال زياته کړه. "د سفارتي اړيکو د ټينګښت د ٧٥مې کليزې په مناسبت، موږ په نوې زمانه کې د چين او روسيې ترمينځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ د ژورتيا په اړه د چين او د روسيې ګډه اعلاميه لاسليک او خپره کړه."
پوتين په داسې حال کې چين ته سفر کړی چې روسیه د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د مسکو له یرغل وروسته له اقتصادي پلوه پر چین ډېره تکیه کړې ده.
نوموړي له شي سره د سند لاسليکولو وروسته وويل. "د چين د احصايې له مخې، تېر کال [۲۰۲۳ز] د روسيې او چين ترمينځ سوداګري يو پر څلورمه برخه لوړه شوې او د ٢٤٠ اربه (مېليارده) ډالرو نوي ريکارډ ته رسېدلې ده."
دا په مارچ میاشت کې له بیا منتخبېدو وروسته د پوتین لومړی بهرنی سفر او په نېږدې شپږو میاشتو کې چین ته دويم سفر دی.