د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پخوانۍ فاټا معدنیاتو لانجه


شمالي وزیرستان

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د یوې قانوني مسودې په منظورۍ سره د قبایلي ضلعو ټول معدني وسیلې سرکاري ملکیت ګرځولې دي خو د دې مسودې پر ضد اپوزیشن ګوندونو په اسمبلۍ دننه او بهر احتجاجونه کړي دي او دا يي د قبایلي ولس په وسیلو د قبضې یوه هڅه بللې ده.

نن (نومبر ۱۹) په پېښور کې د اپوزیشن ګوندونو غړیو د وزیر اعلا د کور مخې ته د دغه قانون پرضد احتجاجي ناسته او مظاهره وکړه او د قبایلي سیمو د معدني وسیلو په اړه قانون سازي يې مسترد کړه.

په پخوانۍ فاټا کې دوه رقم معدنیات دي. یو یې صنعتي دي چې په کارخانو کې ترې په زرګونو مصنوعات جوړېږي. دوهم رقم میټالک منرلز دي چې سره زر، سپین زر او کرومایټ پکې شامل دي. دا ډېر قیمت لري او په نړیواله کچه يې ډېر خلک غواړي.
ډاکټر نورجهان


پر دغه مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسین بابک وویل، د اپوزیشن ۴۴ غړي په دې احتجاج کې برخه اخلي. نوموړي زیاته کړه چې حکومت د وسیلو منصفانه تقسیم نه کوي او د خپلو ذاتي ګټو لپاره يې په کار راولي.

له شمالي وزیرستانه د اسمبلۍ غړي میر کلام وزیر وویل، حکومت د قبایلي سیمو طبعي سرچینو سرکاري ګرځولو کار ډېر په تندۍ کې وکړ او په دغه اړه يې نه له قبایلي استازو سره مشوره وکړه او نه يې قبایلي ولس خبر کړ.

میرکلام وزیر وویل، قبایلي ولس به هېڅکله دا قانون و نه مني او پرضد به يې د اسمبلۍ دننه او بهر احتجاجونو ته دوام ورکوي. نوموړي زیاته کړه چې دا قانون سازي هسې یوه بهانه ده ځکه چې لا له وړاندې د قبایلي ولس د معدني سرچینو د لوټولو او وړلو لړۍ روانه ده.

بل خوا د خیبر پښتونخوا حکومت ادعا کوي چې پر دې معدني وسیلو په قبایلي سیمو کې ډېرې جګړې کېدلې نو ځکه يې دا سرکاري وګرځولې.

د معدنیاتو صوبايي وزیر ډاکټر امجد علي مشال راډیو ته وویل چې د دې معدني وسیلو ملکیت به له ولس سره وي او له نورو ادارو سره په شراکت به له دې وسیلو ګټه پورته کوي چې ورسره د سیمې د بیروزګارۍ ستونځه هوارولو کې مرسته وشي.

نن (نومبر ۱۹) په پېښور کې د اپوزیشن ګوندونو غړیو د وزیر اعلا د کور مخې ته د دغه قانون پرضد احتجاجي ناسته او مظاهره وکړه او د قبایلي سیمو د معدني وسیلو په اړه قانون سازي يې مسترد کړه.
نن (نومبر ۱۹) په پېښور کې د اپوزیشن ګوندونو غړیو د وزیر اعلا د کور مخې ته د دغه قانون پرضد احتجاجي ناسته او مظاهره وکړه او د قبایلي سیمو د معدني وسیلو په اړه قانون سازي يې مسترد کړه.


له شمالي وزیرستانه یو قبایلي مشر ملک نور خان وايي، په قبایلي سیمو کې په دې معامله د ولسونو ترمینځ هېڅ جګړه نشته او ټولې قبیلې د سلا مشورې او ځايي دودونو په بنیاد له دې ګټه پورته کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د کلونو کلونو له بیکورۍ وروستو، باید حکومت د دوی مرسته وکړي، دا نه چې وسیلې ترې په خپله قبضه کې واخلي.

په قبایلي سیمو کې څومره معدني وسیلې دي؟

د معدنیاتو کارپوهه ډاکټر نورجهان وايي چې په دغه سیمو کې دوه رقم معدنیات دي . یو ته صنعتي معدنیات وایو چې په کارخانو کې ترې په زرګونو مصنوعات جوړېږي. دویم رقم میټالک منرلز دي چې سره زر، سپین زر او کرومایټ پکې شامل دي. دا ډېر قیمت لري او په نړیواله کچه يې ډېر خلک غواړي.

ډاکټر نورجهان زیاته کړه چې په پښتونخوا کې د معدنیاتو ډېر تکړه پوهان دي او له دې وسیلو د ګټې پورته کولو لپاره د هغوی له پوهې ګټه پورته کیدای شي. وړاندی پر ځینو پروژو کار روان وو خو اوس هغه هم تړل شوي دي. پکار داه چې حکومت په قبایلي سیمو کې سرمایه کاري وکړي.

نوموړې نور وویل چې دا ټول معدنیات په دغه غرونو کې د اوسیدونکو خلکو دي نو باید حکومت د یوې منظم ستراتیجۍ له لارې دغلته نوې پروژې پیل کړي او ځاي خلکو له پکې روزګارونه ورکړي.

د مرمرو کاڼي څنګه جوړېږي او تراشل کېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:31 0:00


ډاکټر محب الله یو بل جیالوجسټ دی. هغه وايي خاصکار د وزیرستان، مهمند او باجوړ سیمې له قیمتي معدني وسیلو ډکې دي. د وزیرستان کرومایټ، کاپر او میګنیز ډېر قیمتي دي. دغه شان په باجوړ کې نفرایټ او مومندو کې ماربل د دغه سیمو د ولس په اقتصادي پرمختګ کې ډیر لوی کردار لوبولی شي.

ډاکټر محب الله دا هم وویل چې د ډېرو معدني وسیلو د درک لګولو لپاره ؛سروې؛ نه ده شوې نو باید چې په دغه اړه کار وشي.

په امریکا کې مېشت پښتون جیالوجسټ ډاکټر عاصم یوسفزي په خپل کتاب افغانستان: فرام کولډ وار ټو گولډ وار​ (Afghanistan: From Cold War to Gold War​) کې د سیمې معدنیاتو مرکزونه او مقدارونه ښودلي دي.

د معدنیاتو پټۍ
د معدنیاتو پټۍ


هغه د امریکا غږ ډیوه راډیو ته په یوه مرکه کې ویلي چې په پخوانۍ فاټا کې لس زره میلینه ټنه ماربل، پینځه میلینه ټنه میگينيز ، لس میلینه ټنه کرومایټ، 81 میلینه ټنه کوله، د 35 څخه 55 میلینه ټنه کاپر تانبه ، 6 میلینه ټنه پوست کاڼی ، 200 میلینه ټنه جپسم، 5 میلینه ټنه کوارټز او د 100 میلینو ټنو څخه زیات گرینایټ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په قبایلي ضلعو کې د پوځي عملیاتو او ترهه ګرو بریدونو له کبله د روغتیا او تعلیم انفراسټرکچر ته ډېر زیان رسېدلی دی. کاروبارونه اغېزمن شوي او اوس هم په زرګونو کورنۍ په پاکستان دننه او افغانستان کې د کډوالۍ په ژوند تېرولو مجبوره دي. د الف اعلان په نوم د یوې څیړنیزې ادارې په راپور کې راغلي چې په قبایلي ضلعو کې اووه نیم لاکه ماشومان له سکولونو بهر دي چې ډېره برخه يې د جینکو زده کوونکیو ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG