د مسوولانو په وینا، یادې کورنۍ د سپيرې او تڼیو ولسوالیو همدارنګه د مرکز اړوند سیمو څخه انتخاب شوې او هرې کورنۍ ته (۲۶۵) امریکايي ډالر په نقدي ډول ورکول شول.
د جلال اباد ښار اوسېدونکي وایي، په وروستیو کې هدفي وژنو، غلا، اختطاف او د نورو جنایي پېښو زیاتېدو اندېښمن کړي دي.
د ناروې ښيلاسي ګوند مشرې سیلوي لیستاو له طالبانو د ښځو او بشري حقونو د درناوي تمه بې ځایه بللې او وايي چې اوسلو ته د طالبانو په پينځلس کسیزه نارینه پلاوي کې د یوې ښځې نشتوالی په خپله هر څه واضح کوي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، حکومتي پلاوی به د ناروې او یو شمېر نورو هېوادونو له استازو او افغانانو سره په بشري مرستو، اقتصادي، سیاسي او ښوونیزو موضوعاتو خبرې وکړي.
په تېرو کلونو کې به په جلال اباد کې د هغه په مزار په سرکاري توګه د هغه تلین لمانځل کېده خو سږکال نه په سرکاري او نه هم په غیر سرکاري توګه د هغه د تلین لمانځلو تابیا نیول شوې.
د پنټاګون ویاند جان کربي د جنورۍ پر ۱۸مه ناوخته په واشنګټن کې د یوې خبري ناستې پرمهال د یوې خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان اوس له تاجکستان او ازبکستانه د هېلیکوپټرو د بېرته ترلاسه کولو په لټه کې دي، پنټاګون به په دې اړه څه پرېکړه وکړي؟
په وروستیو کې د طالبانو په حکومت تر ټولو سختې نیوکې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه دي.
د وزارت ویاند جاوېد هژیر د جنورۍ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د مهاجرت نړیوالې ادارې (ای او اېم) په هرات، ننګرهار، کندهار او هېلمند کې د څلورو روغتونونو فعالولو مسوولیت منلی او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسېف) اعلان کړی
د طالبانو سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې دوی به له یاد پاکستاني پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، افغانانو په ځانګړي توګه ناروغانو ته د ویزو او د افغان کډوالو په اړه په مهمو مسایلو خبرې وکړي.
د افغانستان په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې جوړې دې وېډيو کې ليدل کېږي چې ټوپک په لاس طالبانو دوه ځايي ولسي هنرمندان د لسګونه عامو کسانو په منځ کې درولي، د هغوی وېښتان يې ورقينچي کړي او ترېنه غواړي چې نور د هنر نه کولو اعلان وکړي.
د افغانستان په دې ولایت کې د یو شمېر ملي او نړیوالو رسنیو تر څنګ ۱۴ سیمه ییزې راډيوګانې ۴ تلویزیونونه او ۱۷ مهالنۍ چاپي رسنۍ په فعالیت بوختې دي. خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د چاپي رسنیو د نویو ګڼو خپریدل نه دي ترسترګو شوي.
ګویتېرېش د جنورۍ پر ۱۳مه په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې همداراز د ځینو شرایطو له مخې د شاوخوا ۹،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان د کنګل شویو اسعارو او شتمنیو د ازادېدو غوښتنه هم وکړه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته