د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو درملنې لپاره یوشمېر روغتونونه فعالېږي


د کابل په پوليتخنیک پوهنتون کې یو روغتیاپال د کورونا وایرس پتې لګولو لپاره د یو کس معاینه کوي - انځور له ارشیفه.
د کابل په پوليتخنیک پوهنتون کې یو روغتیاپال د کورونا وایرس پتې لګولو لپاره د یو کس معاینه کوي - انځور له ارشیفه.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، "ډېر ژر" به په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونا وایرس د ناروغانو لپاره ځانګړي روغتونونه فعال شي.

د وزارت ویاند جاوېد هژیر د جنورۍ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د مهاجرت نړیوالې ادارې (ای او اېم) په هرات، ننګرهار، کندهار او هېلمند کې د څلورو روغتونونو فعالولو مسوولیت منلی او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسېف) اعلان کړی چې په پینځو ولایتونو کې د روغتونونو تمویل په غاړه اخلي.

ده البته د روغتونونو د فعالېدو کره نېټه و نه ښوده.

هژیر زیاته کړه، د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) هم اعلان کړی دی چې په ځینو ولایتونو کې به له څلورو څخه تر پینځو پورې روغتونونه تمویل کړي. ده دا و نه ویل چې هغه سازمان به په کومو ولایتونو کې د کووېډ-۱۹ لپاره د ځانګړو روغتونونو ذمه واري اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۱۶مه په افغانستان کې د کورونا وایرس ۳۸ رسمي پېښې ثبت شوې دي او همداراز چارواکي وايي چې د یکشنبې پر ورځ یو کس له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه مړ شو.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم د هېواد د دولتي او حکومتي ادارو فعالیتونه اغېزمن شول او همدا لامل دی چې په هغه هېواد کې د کورونا وایرس د پېښو سم شمېر نه ثبتېږي.

د طالبانو تر واکمنۍ مخکې هم حکومت د پېښو د تشخیص او د ناروغانو د درملنې پوره وسایل نه لرل. همدا لامل دی چې ښايي په هغه هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پېښې تر رسمي پېښو خورا زیاتې وي.

د روغتیا وزارت په وروستیو کې ویلي چې د کورونا وایرس د نوې اومېکرون بڼې پېژندلو لپاره وسایل نه لري او له مرستندویه ادارو، په ځانګړي ډول د روغتیا له نړیوال سازمانه یې مرسته غوښتې وه.

د امریکا د جان هاپکېنز پوهنتون، د روغتیا نړیوال سازمان او ورلډومیټر ووبپاڼې له شمېرو سره سم، په افغانستان کې په ۲۰۲۰ز کال کې د جهاني وبا له پیل راهیسې د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ تر ۱۷مې پورې په هغه هېواد کې د کورونا وایرس د رسمي پېښو شمېر ۱۵۷،۶۶۵ ته رسېدلی چې ورڅخه یې ۷،۳۳۱ کسان مړه شوي دي او په پاتو کې یې زیاتره له ناروغۍ رغېدلي دي.

معلومه نه ده چې اوسمهال په افغانستان کې څومره کسان په روغتونونو کې بستر دي او یا په ناروغۍ اخته دي او په کورونو کې دي.

XS
SM
MD
LG