د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د سیمه ییزو رسنیو ستونزې ډېرې شوې دي


طالب چارواکي رسنیو سره په دې اړه په یو نظر نه دي چې ګواکې دوی ته پر وخت مالومات نه ورکول کیږي او یا يې د فعالیتونو پر وړاندې محدودیتونه لګول شوي دي.
طالب چارواکي رسنیو سره په دې اړه په یو نظر نه دي چې ګواکې دوی ته پر وخت مالومات نه ورکول کیږي او یا يې د فعالیتونو پر وړاندې محدودیتونه لګول شوي دي.

د افغانستان په خوست کې ولایت کې د سیمه ییزو رسنیو مشران او خبریالان وايي، د اقتصادي ستونزو له کبله يې خپل کارکوونکي کم کړي او د رسنیو ګڼ خبریالان بې کاره شوي دي.

دوی زیاتوي چې که مسوولې نړیوالې او داخلي ادارې يې د ستونزو هواري ته پام ونکړي نو ډیری رسنۍ به وتړل شي.

د رسنیو خبریالان او مسوولینو دا هم وویل چې د رسمي سرچینو لخوا دوی ته پر وخت مالومات هم نه ورکول کیږي.

په خوست کې د کلید راډیو سیمه ییز مشر نورا جان بهیر وايي، وروستیو سیاسي بدلونونو د رسنیو فعالیتونه اغېزمن کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، "په خوست کې هم د نور هېواد د رسنیو په څېر رسنیو باندې اغېز شوی دی، ډېرو رسنیو خپل کارکوونکي کم کړي دي، خپرونې يې کمې کړې دي، په مالي برخه کې پخوا ځینې ادارې وې او حکومتي بنسټونه چې هغوی بیلا بیلې خپرونې سپانسر کولې، یا یې اعلانات ورکول، هغه هم بند شوي دي."

د ده په وینا، له دې کبله رسنیو ته هم په مالي برخه کې او د بشري قوې په برخه کې مشکلات پیدا شوي دي.

د ژمن ټلویزیون کارکوونکی اکبر یاسیني وايي، اقتصادي ستونزې دومره ډېرې دي چې یو شمېر رسنۍ مجبورې شوې دي چې خپل فعالیتونه ودروي.

نوموړی زیاتوي، "سیمه ییزې رسنۍ په خپرونو کې هم د ځینو محدودیتونو سره مخامخې دي، دوی په ضروري مسایلو رپوټونه او خبرونه نشي جوړولای."

اکبر یاسني وویل، که څه هم د محدودیتونو په اړه دوی ته څه نه دي ویل شوي خو په شفاهي بڼه ورڅخه غوښتل شوي چې د اوسني نظام له پالیسۍ سره ځانونه برابر کړي.

ازاد خبریال بخته جان بختیار بیا د اقتصادي ستونزو تر څنګ رسنیو ته پر وخت د مالوماتو نه ورکول د دوی له مهمو ستونزو څخه بولي.

ده وویل، "د طالبانو اوسني حکومت د رسنیو په اړه خپله واضحه تګلاره له رسنیو سره نده شریکړه کړې، تر څو رسنۍ خپلې خپرونې د هغې په چوکاټ کې برابرې کړي"

د ده په وینا، دې حالت خبریالان د یو ګونګ حالت سره مخامخ کړي دي.

د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې په خوست او د هېواد په کچه د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه وو چې د خبریالانو او رسنیو مسایلو ته به يې رسیدنه کوله، خو اوسمهال یاد بنسټونه محسوس فعالیتونه نه لري.

د زرغون ټلویزیون خبریال نورالله نوري وايي، اوس په دې ولایت کې د خبریالانو د دفاع بنسټونو خپل فعالیتونه تړلي او اوس دوی داسې ادرس نه لري چې خپلې ستونزې او غوښتنې ورسره شریکې کړي.

بل لوري ته په خوست کې طالب چارواکي رسنیو سره په یو نظر نه دي چې ګواکې دوی ته پر وخت مالومات نه ورکول کیږي او یا يې د فعالیتونو پر وړاندې محدودیتونه لګول شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیر احمد عثماني وویل، د خبریالانو د کار په مخکې خنډونه نشته خو د دوی غوښتنه داده چې رسنۍ دې په خپلو نشریاتو کې دیني ارزښتونه او افغاني کلتور په پام کې نیسي.

ښاغلي عثماني زیاته کړه، "موږ تل خبریالانو ته ویلي چې تاسو ازادانه راتلای شئ، ستاسو په مخکې هېڅ خنډ نشته، له دې سره سره مې له دوی غوښتنه دا ده چې دوی باید د اسلام ارزښتونه او د افغانستان ارزښتونه په پام کې ونیسي."

د ده په وینا، بله خبره دا ده چې په منفي شیانو پسې ونه ګرځي، که منفي شیان لټوي، د مثبتو شیانو ټکي دې هم را واخلي.

خوست د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې رسنیز فعالیتونه پکې څه نا څه ډېر دي.

په دې ولایت کې د یو شمېر ملي او نړیوالو رسنیو تر څنګ ۱۴ سیمه ییزې راډيوګانې ۴ تلویزیونونه او ۱۷ مهالنۍ چاپي رسنۍ په فعالیت بوختې دي.

خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د چاپي رسنیو د نویو ګڼو خپریدل نه دي ترسترګو شوي.

XS
SM
MD
LG