د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د افغان پوځ الوتکې طالبانو ته نه ورکوو


د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وایي چې د اګسټ پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته تاجکستان او ازبکستان ته انتقال شوې پوځي هېلیکوپټرې به د طالبانو په واک کې ور نه کړل شي.

د پنټاګون ویاند جان کربي د جنورۍ پر ۱۸مه ناوخته په واشنګټن کې د یوې خبري ناستې پرمهال د یوې خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان اوس له تاجکستان او ازبکستانه د هېلیکوپټرو د بیرته ترلاسه کولو په لټه کې دي، پنټاګون به په دې اړه څه پرېکړه وکړي؟

کربي وویل: "موږ لا هم د دې هېلیکوپټرو د برخلیک د معلومولو په اړه کار کوو. دا چې له دې هېلیکوپټرو سره به څه کېږي، زه په دې اړه تازه جزئیات نه لرم، خو زه فکر کوم دا تصور تراوسه پر خپل ځای دی چې یادې هېلیکوپټرې به بیرته افغانستان ته نه استول کېږي چې طالبان ترې استفاده وکړي. خو دا چې د دې هېلیکوپټرو برخلیک به څنګه کېږي، چېرته به وړل کېږي او چاته به په واک کې ورکول کېږي، موږ تراوسه د همدې پرېکړې کولو په مرحله کې یو."

خو د طالبانو د حکومت دفاع وزارت چارواکي، د امریکا د دفاع وزارت د ویاند پر څرګندونو تند غبرګون ښیي او وایي چې دا الوتکې د افغانستان د خلکو ملکیت دی او د دوی په خبره، نن وي که سبا، بېرته به اخیستل کېږي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د جان کربي د تازه څرګندونو په اړه مشال راډیو ته وویل، امریکا باید د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلو لاس واخلي:

"امریکایانو چې مخکې کومې الوتکې راوړې وې، دوی رسماً هغه 'دې هېواد' ته تسلیم کړې وې او دا د افغانستان سرمایه حسابېده او حسابېږي، نو له دې اړخه دا د افغانستان د خلکو شخصي ملکیت او پانګه ده او چې پر هر تدبیر کېږي دا الوتکې بیرته ترې اخېستل کېږي که نن وي که سبا، نو موږ هغه څه ردوو چې د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي او دا په یو ډول زموږ د هېواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه بولو."

دا په داسې حال کې ده چې اوونۍ مخکې د طالبانو د حکومت دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د هوایي ځواک د تمریناتو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې، تاجکستان او ازبکستان ته په خطاب کې خبرداری ورکړی و چې د افغان پوځ الوتکې دې بیرته ورستنې کړي که نه په خبره یې له بدو عواقبو سره به مخ شي.

تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې د اګسټ پر ۱۵مې نېټې کله چې طالبان پر ټول افغانستان واکمن شول، ۴۶ پوځي هېلیکوپټرې ازبکستان او ۱۷ تاجکستان ته انتقال شوي دي.

رویټرز د پخوانیو پیلوټانو او امریکایي پوځي چارواکو په حواله لیکلي وو چې دغو الوتکو کې جنګي الوتکې، بلک هاک او ځینې مشخصې نورې پوځي الوتکې هم په دې شمېر کې شاملې دي.

د افغانستان مسلح هوایي ځواک د پخوانیو چارواکو د معلوماتو له مخې د تېر جمهوري حکومت پر مهال په ټول هېواد کې پوځي الوتکو او هېلیکوپټرو شمېر ۱۴۴ ته رسېده.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان ډېری پوځي تجهزیات او تسهیلات چې د امریکا له لوري له دغه هېواد سره وړاندې مرسته شوې وه، د افغانستان تر سقوط مخکې په بېلابېلو پړاونو کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام له لوري ځینې یې پنټاګون او ځینې یې یادې قوماندانۍ ته انتقال شول.

خو وروسته له هغه چې طالبان د اګسټ میاشتې پر ۱۵مه پر ټول افغانستان واکمن شول، امریکایي ځواکونو له دغه هېواده د وتلو پرمهال یو شمېر الوتکې تخریب او ځینې یې له منځه وړې وې چې شمېر یې تر دې دمه دقیق نه دی معلوم.

بلخوا د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په یاده خبري ناسته کې په افغانستان کې بشري حقونو او ښځو او ماشومانو سره چلند ته هم اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې متحده ایالات غواړي دا باور تر لاسه کړي چې د افغانستان له خاورې د دوی د هېواد پر ضد ګټه وانه خېستل شي.

دی وايي: "طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه دی پېژندل شوي، موږ غواړو چې بشري حقونه او مدني حقونه خوندي شي او طالبان له خلکو سره د ښه چلند په باب خپلې کړې ژمنې عملي کړي، له دی ور هاخوا، د امریکا دفاع وزارت هلته 'افغانستان کې' وضعیت څاري، زه خپلې مخکینۍ خبرې ته راځم، موږ له ترهګری سره د مبارزې برخه کې یو لړ مهم او جدي مسوولیتونه لرو. موږ له افق هاخوا 'له لېرې لارې' د عملیاتو وړتیاوې لرو او موږ غواړو دا ډاډ رامنځته کړو چې بیا به له افغانستانه زموږ د هېواد پر ضد د برید کولو لپاره استفاده نه کېږي."

مشال راډیو هڅه وکړه چې د جان کربي د دغو څرګندونو په اړه د طالب ویاندویانو نظر واخلي خو د راپور تر خپرېدو یې ځواب ور نه کړ.

خو وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې بلال کریمي په ځلونو مشال راډیو سره خبرو کې ټینګار کړی چې دوی په نړیواله کچه د خپلو ټولو کړو ژمنو عملي کولو ته ژمن دي او د افغانستان له خاورې به هم د دوی په حکومت کې هېڅ بل هېواد ته ګواښ متوجه نه وي.

XS
SM
MD
LG