د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد: سږ کال د باچاخان تلین په خاموشۍ تېر شو


باچا خان د عدم تشدد د فلسفې لاروی وو
باچا خان د عدم تشدد د فلسفې لاروی وو

د جنورۍ ۲۰مه نېټه د خدايي خدمتګار تحریک د مشر خان عبدالغفار خان ( باچا خان) له ۳۴م تلین سره برابره ده.

په خیبر پښتونخوا کې عوامي نېشنل ګوند د جنورۍ تر ۲۶مې نېټې پورې د باچا خان او عبدالولي خان له اوونۍ سره نومولي چې پرانېسته يې د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه په باچا خان مرکز پېښور کې وشوه.

په تېرو کلونو کې به په جلال اباد کې د هغه په مزار په سرکاري توګه د هغه تلین لمانځل کېده خو سږکال نه په سرکاري او نه هم په غیر سرکاري توګه د هغه د تلین لمانځلو تابیا نیول شوې.

د باچا خان او عبدالولي خان د اوونۍ د لمانځلو پیل د جنورۍ پر ۲۰مه پېښور باچا خان مرکز کې وشو چې تر ۲۶م جنوري پورې به دوام ولري.

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې به د باچا خان د تلین په مناسبت د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له یو شمېر فرهنګي او ټولنیزو بنسټونو په ملتیا د باچا خان پر مزار د هغه تلین لمانخه، خو سږکال نه په سرکاري او نه هم په غیر سرکاري توګه په جلال اباد کې د باچا خان د تلین د لمانځلو تابیا نیول شوې، خو یو شمېر افغانان چې د باچاخان د فکر لارویان دي، د هغه د ۳۴م تلین په مناسبت په دې اوونۍ کې ځان شریک بولي.

د تاندې هیلې خپرونه د خدايي خدمتګار تحریک کې د ښځو رول په اړه اورېدای شئ.

خدايي خدمتګار تحریک کې د ښځو رول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:37 0:00

لیکوال، شاعر او کره کتوونکي عبدالغفور لیوال مشال راډيو سره د وټس يپ له لارې په خبرو کې وویل، د پښتونخوا په کچ د باچا خان رول همغومره مهم و، لکه په افغانستان کې چې د مشروطه غورځنګ رول مهم و.

نوموړی وړاندې وايي: "باچا خان د روښانتیايي مبارزې په ترڅ کې د افغانستان له دوکتورينو څخه طبعاً الهام اخیسته. په تېره بیا د انجمن الاصلاح افغانه په رامنځته کولو کې هغه اهداف چې مشروطه نهضت او اماني نهضت ټاکلي ول، مطالعه کړي ول. دی پوهېده چې د پښتنو ويښتیا او روښانتیا او په عصري ژوند پوهول او د نړیوالو سیاستونو د پر مخ بیولو لپاره د دوی ښاري کېدل، مدني او بشري حقونو ته پام، د ښځو د تعلیم اصل، خپل هویت او خپل فرهنګ ته پاملرنه، شاید نږدې يوه پېړۍ پخوا په دې پوهېده چې د پښتون د ژغورلو لپاره، هغوی باید خپل هویت ولري. او د هویت بنسټ ژبه ده."

په هند کې د افغانستان جمهوري نظام د سفارت د فرهنګو چارو مشر حمدالله ارباب چې په بېلا بېلو اصلاحي او فلاحي کارونو کې يې د باچاخان په نقش قدم پل ايښی، مشال راډيو سره په خبرو کې په ټولو پښتو غږ وکړ چې د فخر افغان باچا خان کردار مطالعه کړي او بیا يې په خپل ژوند کې عملي کړي.

نوموړی وايي: "دا چې د باچاخان بابا ۳۴م تلین دی او د هغه په نوم دا اوونۍ نومول شوې ده، نو په دې برخه کې د ټولو افغانانو دا مسوولیت جوړېږي چې د باچاخان بابا د فکر د عملي کولو لپاره باید موږ کار وکړو. باچا خان بابا زموږ لپاره هغه رول ماډل انسان دی چې هغه به په خپل ژوند کې څه ویل، هغه به يې کول. نو که چېرته موږ غواړو چې باچا خان بابا په یاد وساتو، نو د هغه کومې لارښوونې چې دي، هغه باید عملي کړي."

د باچا خان او ولي خان اوونۍ لمانځل کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:14 0:00

استاد عمر سید چې د کونړ ولایت سره تعلق لري او د تېرو کابو څلورو لسیزو راهیسې په ننګرهار کې دولتي ښوونکی دی، مشال راډيو سره په خبرو کې د خپل ماشومتوب هغه خاطره شریکه کړه چې د کونړ ته د دوی ښوونځي ته ورغلی و.

نوموړی وايي:"باچا خان بابا هغه وخت ما په کونړ کې لیدلی و چې زه د يوه ښوونځي زده کوونکی وم، زما ښه یاد شي چې په خپلو خبرو کې به يې خپلو ولسونو ته د امن، سولې، سعادت او نېکمرغۍ خبرې کولې، او په خپلو خبرو کې به يې د دې خبرې یاد آوري کوله چې موږ ټولو افغانانو په دې خبره ښه اتفاق کړی چې موږ به همېشه بې اتفاقه یوو. نو تاسو ټول دا واورئ چې تاسو داسې ونه کړئ، خپل ژوند په اتفاق، اتحاد او له تشدد نه بغیر د مینې او محبت په فضا کې تېر کړئ او هم به يې د تعلیم په حاصلولو ټینګار کاوه."

باچاخان د ۱۹۸۸ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه پېښور ليډي ريډينګ روغتون کې ومړ او د هغه له وصیت سره سم په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو.

د هغه په مزار د ګنبد چارې د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال پیل شوې وې چې بیا د نامناسبو حالاتو له امله څو ځلې ځنډېدلې وې، خو د ۲۰۲۰ز کال په وروستيو کې د افغان حکومت له لورې د هغه په مزار د ګنبد او کمپلکس چارې بشپړې شوې.

XS
SM
MD
LG