قومي مشر توریالی منګل مشال راډيو ته وويل چې په دې قومي پرېکړو کې دا هم ول چې ښځې باید په دښمنیو کې ورنکړل شي.
د یونېسېف افغانستان څانګې د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه په بیان کې ویلي، ۳.۲ مېليونه افغان ماشومان دا مهال د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.
محب زیاته کړې چې اشرف غني اوس هم د ولس د خیر لپاره د داسې اساسي بحث ملاتړ کوي چې د هېواد د ټولو وګړيو استازیتوب پکې وي.
د شیخ زاید پوهنتون استاد رباني وحدت مشال راډيو ته وویل، له حقوقي نظره هېڅوک حق نه لري، چې د افغانستان پانګه کنګل او د تاوان په نوم يې په خپلو وګړو وویشي.
رینا امیري له یاد سازمانه دا هم غوښتي چې پر طالبانو دې فشار راولي، څو یو ټولګډونه حکومت جوړ او ترخوا یې د خپلو حقونو د دفاع کوونکو ښځو څخه د غچ اخېستل دې پای ته ورسوي.
د دغه ۷۶ کلن تن پیژندګلوي د عبدل (ر) په نوم شوې او په ده باندې تور دی چې د پلِ چرخي زندان د مشرۍ پر مهال یې د سیاسي بندیانو پر ضد جنګي جرمونه کړي دي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د پېنټاګون رپورټ رد کړی دی. د وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د فبرورۍ پر ۱۶مه مشال راډيو ته وویل، داعش افغانستان ته "جدي ګواښ" نه پېښوي او دا چې هغه ډله له "دیني او عقیدوي اړخه" د هغه هېواد خلکو ته "د منلو نه ده."
د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د فرهنګي چارو امر امرالله امېد وايي چې دوی په دې ولایت کې څلور کتابتونونه د خلکو د مطالعې لپاره پرانیستي دي او د کتاب مینه وال کولای شي چې له خپل ذوق سره سم، د مطالعې لپاره کتابونه په امانتي ډول یوسي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۱۵مه په یو بیان کې ویلي دي چې دوی له اروپایي ټولنې د زده کړو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د کووېډ-۱۹ مثبتې پېښې پر داسې مهال زیاتې شوې دي چې اکثر روغتیايي مرکزونه د بودیجې له کمښت سره مخامخ دي.
طالبان د خلکو د ورکولو تور نه مني خو په وروستیو ورځو کې یوشمېر ورکې ښځې خوشې شوې او هغوی وویل چې د طالبانو په بند کې وې.
خو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست مسوولین وايي چې دوی انځورګرانو ته یوازې له "اسلامي ارشاداتو سره سمه" توصیه کړې ده او پر انځورګرۍ یې بندیز نه دی لګولی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته