د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې له لسګونو کورنیو سره د یونسیار مرستې


په دې وروستیو کې د مرستو په وېش کې د شفافیت پر بهیر نیوکې کیږي او ویل کیږي چې مرستې اصلي مستحقینو ته نه رسیږي.
په دې وروستیو کې د مرستو په وېش کې د شفافیت پر بهیر نیوکې کیږي او ویل کیږي چې مرستې اصلي مستحقینو ته نه رسیږي.

د جنوري پر ۲۵مه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لويې کمیشنری UNHCR لخوا په خوست کې پر نېږدې درې سوه غریبو کورنیو باندې د ژمنیو توکو د رانیولو په خاطر نقدي مرستې وویشل شوې.

د مسوولانو په وینا، یادې کورنۍ د سپيرې او تڼیو ولسوالیو همدارنګه د مرکز اړوند سیمو څخه انتخاب شوې او هرې کورنۍ ته (۲۶۵) امریکايي ډالر په نقدي ډول ورکول شول.

د خوست په ولایت مقام کې د یونسیار همکار محمدایوب اندیال د یادو مرستو په باب مشال راډیو ته وویل، په راتلونکې کې به هم په ورته توګه بې وزلو کورنیو باندې نقدي مرستې وویشل شي.

نوموړي زیاته کړه: "په خوست ولایت کې د یونسیار په مالي ملاتړ ډېرو اړمنو کورنیو ته د ژمنیو توکو په خاطر مرسته ویشل کیږي، چې هرې کورنۍ ته به ۲۶۵ ډالر ورکړل شي، د مرستو دا لړۍ به نورو کورنیو ته هم وغځیږي، په دې سره به هغه اړمنې کورنۍ چې په روان ژمي کې د سختو مشکلاتو سره مخامخ دي، د دوی ستونزې به تر یو څه حده راکمې کړای شي. "

هغو ښځو او نارینه وو، چې د یونسیار لخوا يې نقدي مرستې ترلاسه کړې، خوښي څرګندوله او غوښتنه يې کوله چې له دوی سره دې ورته نورې مرستې هم وشي.

د المرې اوسېدونکې لونګې وویل، د دوی په شان ډېری کورنۍ دي، چې د ژمي لپاره سونګ توکي او خوراکي مواد نه لري او ډېر ستونزمن ژوند تیروي.

دې وايي، په ژمي کې اړتیاوې ډېریږي، اکثره ماشومان ناروغان وي او څوک يې وړیا درملنه نه کوي.

د ګلو ونه یوه بله ښځه ده، چې مرسته يې ترلاسه کړې او د دې په وینا چې خاوند يې مړ دی او د یو زوی او څلورو لوڼو سرپرستي په غاړه لري وايي، نه د خوراک د برابرولو وس لري او نه د کوټې د تودولو لپاره ورسره د سونګ څه توکي شته.

دې وايي، که څوک ورسره مرسته وکړي، نو وخت تیریږي، که څوک مرسته ورنکړي، نو ځینې شپې او ورځې په نهاره تیروي.

محمدروف غورځنګ د ویستا موسسې ولایتي مسوول وايي، دا کسان د سپیرې او تڼیو ولسوالیو همدارنګه د مرکز اړوند سیمو کې د سروې په پایله کې مستحق بلل شوي دي.

په دې وروستیو کې د مرستو په وېش کې د شفافیت پر بهیر نیوکې کیږي او ویل کیږي چې مرستې اصلي مستحقینو ته نه رسیږي.

د خوست د اقتصاد رئیس شهزاده پیر وايي، ولایتي اداره شفافیت ته ژمنه ده او د همدې په خاطر يې یو لس کسیزه هیات ګمارلی دی.

نوموړی زیاتوي: "هره ورځ په اداري مجلس کې دا مسایل بحث کیږي، چې باید شفافیت رامنځته شي، دې لپاره ولایتي ادارې لس کسیز هیات جوړ کړی دی، تصویب نه خلاص دی، انشاالله په دې نږدې ورځو کې به چې نوې بشري مرستې ویشل کیږي، دا څومره اسسمینټ چې کیږي، که د موسساتو لخوا کیږي، که د خیریه بنسټونو لخوا کیږي او که ډونر يې کوي، دا به د لس کسیز هیات څخه پاس کیږي او له هغه وروسته به ورته مواد توزیع کیږي."

په ورته توګه د کاروان خیریه بنسټ لخوا د بهر میشتو خوستوالو په مالي ملاتړ پر سلو بې وزلو او غریبو کورنیو باندې د خوراکي توکو بستې وویشل شوې.

د کاروان د خیریه بنسټ مشر بادشاه ولي کاروان په هره بسته کې د ۶۲۵۰ افغانیو په ارزښت د پوښاک او خوراک توکي په کې دي او له دې مخکې هم یاد بنسټ د سلو نورو کورنیو سره ورته مرسته کړې وه.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو را وروسته په دغه هېواد کې لوږه، بې کاري او اقتصادي ستونزي ډیرې شوي او نړیوالې ټولنې هم دې ناوړه وضعیت ته په کتو له افغانانو سره بشري مرستې پیل کړي، خو د شویو مرستو اندازه لږه بلل شوې ده.

XS
SM
MD
LG