د لاسرسي ځای

تازه خبر

زموږ د مطالبو کارولو تګلاره

د مشال راډیو د مطالبو کارولو اجازه

د مطالبو بیاچاپول د اډیو ګانو او ویډیوګانو بیا کارول

مشال راډیو د خپلو مطالبو د بیا کارولو، بیا خپرولو ،او زموږ پر ووبپاڼه د لیکلو مطالبو یو بل ته د استولو لپاره ستاسې هرکلی کوي. موږ پر دې خوشاله یو چې تاسو د د مشال راډیو مطالب پر خپلو ویبساټونه ولګوئ، په برېښلیک یې واستوئ، په خبري ګروپونو کې یې وویشئ او د هرې ورځې په حسابونو یا اکاونټونو کې یې وساتئ.
خو د مشال راډیو د مطالبو پلورل یا خرڅول له یوې مخې منع دي.

کله چې تاسو د مشال راډیو مطالب کاروئ نو په کار ده چې د مشال راډیو نوم ورسره یاد کړئ.

او د مشال راډیو یو مطلب چې خپروئ نو (mashaalradio.com) ورسره لېنک کوئ.

همداراز، له هر مطلب سره به دا لاندیني معلومات چاپوئ:
د خپراوي ټول حقونه له مشال راډیو سره خوندي دي. د مشال راډیو په اجازه بیا خپور شو.

او کله چې د یو مطلب برخه اخلئ نو په کار ده چې تاسو دا ورسره ولیکئ چې "دا د فلاني مطلب برخه ده" او د هغه مطلب معنا، نوم او مفهوم به نه اړوئ.
په دې مورد کې د مشال رادیو ټول حقونه خوندي دي او پر تاسې هر وخت د خپلو مطالبو د بیاکارونې لارې تړلای شي.

د مشال راډیو پرلیکه ژوندۍ او خوندي خپرونې او د ازادې اروپا راډیو د نورو ژبو خپرونې یوازې او یوازې د عام ولس د شخصي استعمال لپاره دي. زموږ هېڅ خپرونه او د مطالبو خپراوی او یا خپرونې کارول د مشال راډیو د چارواکو له اجازې پرته نشي کېدای.

که غواړئ چې د مشال راډیو خپاره کړي لیکلي مطالب، انځورنه، غږیزې خپرونې یا مطالب او یا ویډیوګانې بیاوکاروئ نو مهرباني وکړئ پر دې برېښلیک پتې (web@rferl.org) لیک راواستوئ.

د درېیمګړې-ډلې مطالب

د مشال راډیو ځینې مطلبونه یا رپورټونه له بهرنیو اژانسونو (یعنې درېیمګړو-ډلو) اخیستل شوي وي، لکه اسوشيېټېډ پرېس، رویټرز، اژانس فرانس پرېس، اېتار-تاس، د جرمنې خبري اژانس او داسې نور.

نو تر دې مخکې چې تاسې د مشال راډیو خبري یا شننیز مواد وکاروئ او پکې د درېیمګړې-ډلې مطالب هم وي، نو نه یوازې له مشال راډیو بلکې د هغې درېیمګړې-ډلې له څښتنه چې د خپراوي ټولې چارې او حقونه ورسره خوندي وي، به هم اجازه اخلئ. ​


بهرنیو ووبپاڼو ته لېنکونه ورکول

مشال راډیو اکثر وخت د هغو ادارو یا اشخاصو ووبپاڼو لېنکونه په لیکنو او مطالبو کې نښلوي چې د ازادې اروپا د راډیوګانو برخه نه دي. مشال راډیو پر خپله ووبپاڼه د هغو ادارو او کسانو لېنکونه اچوي چې مالي ګټه نه لري او بې پرې (بې طرفه) وي او ولسي خدمت ته وقف وي.

مشال راډیو له هغو بهرنیو ووبپاڼو سره هېڅ سروکار نه لري او نه هم د هغوی مطالب، کړنې، تولیدات او خدمات خپل بولي. همداراز، مشال راډیو د بهرنیو ووبپاڼو د مطالبو، چلوونکو، کره والي، کیفیت، سوداګریزو خبرتیاو، تولیداتو او خدماتو مسوولیت یا ذمه واري هم نه اخلي. مشال راډیو پر هغو ووبپاڼو د خپرو شویو موادو له کبله د رسېدونکي زیان، تاوان یا ګټې نه مني او نه یې هم په مستقیم یا غیر مستقیم ډول مسوولیت قبلوي.

د حوالې ورکولو طریقه

کله چې د مشال راډیو مطالب د خپل علمي کار لپاره کاروئ، نو مهرباني وکړئ په اخځلیک یا حوالو کې یې کارول مه هېروئ.

د حوالې ورکولو لپاره لاندینۍ ووبپاڼې لیدلای شئ.
APA:
Electronic Reference Formats Recommended by the American Psychological Association

Chicago & Turabian:
A Brief Citation Guide for Internet Sources in History and the Humanities (by Melvin E. Page)

General Resource:
Karla's Guide To Citation Guidelines

XS
SM
MD
LG