د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د جرمونو په تور د لسګونه مشکوکه کسانو د نیولو ادعا


طالب چارواکو د جنورۍ پر ۲۳مه مشکوک کسان خبریالانو ته وښوول.
طالب چارواکو د جنورۍ پر ۲۳مه مشکوک کسان خبریالانو ته وښوول.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ چارواکي په تېره یوه میاشت کې د ولایت په بېلا بېلو برخو کې د ترهګرۍ، جنايي او اخلاقي جرمونو په تور د ۱۱۰ مشکوکو کسانو د نیولو او څارنوالۍ ته د ورپېژندلو دعوه کوي.

په ننګرهار کې د امنیه قوماندانۍ طالب چارواکي وايي چې د پخوا پرتله د جنايي جرمونو کچه تر ډېره کمه شوې ده خو ځايي ولس د جرمونو زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مولوي محمد طاهر مبارز د جنورۍ پر ۲۳مه يوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديریت منسوبینو په تېره یوه میاشت کې لسګونه کسان نیولي چې اوس یې له ځینو څخه پلټنې روانې دي. "د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ مجاهدینو د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۱۰ تنه مجرمان نيولي دي. په دوی کې ۸۳ تنه بېلابېل جنايي جرمونه لري چې ۱۱ تنه يې د قتل په قضیو کې دي، درې تنه اختطاف چیان (انسان تښتوونکي) دي، ۲۷ تنه يې د مختلفو غلاوو په تړاو او ۳۱ تنه يې د اخلاقي فساد په تور نیول شوي. شپږ تنه په فرېبکارۍ کې، شپږ تنه په جعلکارۍ کې او یو تن کمېشنکارۍ کې شوي دي.

له دې علاوه د امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مديریت منسوبینو ۲۵ ميله ډول، ډول وسله نیولي او ۱۰ تنه يې هغه کسان نيولي چې په جعلي اسنادو يې پاسپورټونه درلودل."

ولې دلته هدفي وژنې کېږي، ولې غلاوي کېږي او ولې ځینې جرمونه رامنځته کېږي؟
اسرار الله

په همدې حال کې د جلال اباد ښار اوسېدونکي وایي، په وروستیو کې هدفي وژنو، غلا، اختطاف او د نورو جنایي پېښو زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

دوی له چارواکو غوښتنه کوي، چې د خلکو ژوند خوندیتوب ته دې ځانګړی پام وکړي. د جلال اباد ښار یوه اوسېدونکي، اسرار الله مشال راډیو ته وویل، "په جلال اباد ښار کې هدفي وژنې، تښتونې او غلاوې زیاتې شوي دي. دوی باید کار وکړي. دلته هدفي وژنې ولې کېږي، ولې غلاوي کېږي او ولې ځینې جرمونه رامنځته کېږي؟ په کار دا ده چې د اسلامي امارت چارواکي دې ته پاملرنه وکړي او د مخنيوي لپاره يې اړین ګامونه پورته کېږي."

د ښار یو بل اوسېدونکی عرفان الله اندېښمن وايي، له طالب چارواکو هیله لري چې ګرفتار کسان دې "عدلي او قضايي ارګانونو" ته وروپېژني او که پر چا جرم ثابت شي نو بیا دې سزا شي."

مولوي محمد طاهر مبارز د ښار د اوسېدونکو د غوښتنو په ځواب کې وویل، د پخوا پرتله په ننګرهار کې جرمونه ۸۰ سلنه کم شوي دي.

دی زیاتوي چې د دوی د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مديریت منسوبین "شپه او ورځ هڅه" کوي، چې د مجرمانو د نیولو په صورت کې د جنايي جرمونو کچه کمه کړي.

XS
SM
MD
LG