د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو پاکستانی لوړپوړی پلاوی افغانستان ته ځي


د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف - انځور له ارشیفه
د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف - انځور له ارشیفه

ټاکل شوې چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په مشرۍ یو لوړپوړی پاکستانی پلاوی ژر افغانستان ته سفر وکړي.

د طالبانو سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې دوی به له یاد پاکستاني پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، افغانانو په ځانګړي توګه ناروغانو ته د ویزو او د افغان کډوالو په اړه په مهمو مسایلو خبرې وکړي.

مجاهد افغانستان ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار معید یوسف د سفر کره نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو پاکستاني رسنیو له هغې ډلې ډان ورځپاڼې د جنورۍ پر ۱۷مه ناوخته د پاکستاني چارواکو له خولې ویلي چې د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی د جنورۍ په ۱۸مه کابل ته ځي.

د ډان د راپور له مخې، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار به له یوه پلاوي سره په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د ارزونې او په دغه هېواد کې د بشري ناورین پر مخنیوي تمرکز وکړي.

پاکستاني رسنیو ویلي، د معید یوسف په مشرۍ د پاکستاني پلاوي او طالب چارواکو په لیدنو کې به تر ډېره په بشري مرستې، د سوداګرۍ پراختیا، روغتیايي همکارۍ او د لوړو زده کړو په مسله باندې خبرې وشي.

د پاکستان دا پلاوی داسې وخت کابل ته ځي چې د افغانستان په اړه د پاکستان د وزیر اعظم عمران خان یو لړ وروستیو څرګندونو تند غبرګونونه پورته کړي دي.

د پاکستان د وزیر اعظم دفتر په دې وروستیو کې ټوېټ کړی چې عمران خان پاکستاني چارواکو ته لارښوونه کړې څو په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د طب، معلوماتي ټکنالوژۍ، محاسبې او مالیې په برخو کې تکړه او روزل شوي کارکوونکي دغه هېواد ته ولېږي.

د خان څرګندونو ته د غبرګونو په دوام پرون د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د عمران خان وړاندیز رد کړ.

متقي وویل:" د پاکستان د وزیر اعظم خبره، نو افغانستان تاسو ته معلومېږي چې ډېر ښه کدرونه لري. ډېر ښه تعلیم یافته شخصیتونه لري. د افغانستان حکومت تر اوسه هېڅ داسې خلا نه ده حس کړې چې هغه خلا په پردیو او د نورو هېوادونو په کدرونو باندې ډکه کړي. نو افغانستان اوس وخت دې ته ضرورت نه لري چې له نړۍ نه څوک راشي او دلته کار وکړي. البته افغانستان اقتصادي مشکلات لري. نړیوال باید ورسره مرسته وکړي. له هېوادوالو سره. خصوصاً په دې روان ژمي کې."

بلخوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې پر خپل ټویټر اکاونټ لیکلي، چې افغانستان سلګونه زره لوستې نجونې او هلکان لري چې په کور دننه او بهر یې خپلې زده کړې بشپړې کړي او بهرنیو کارکوونکو ته هېڅ اړتیا نه لري.


په ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼو فعالانو د پاکستان د وزیر اعظم د څرګندونو په اړه لیکلي چې افغانان پاکستاني کارکوونکو ته اړتیا نه لري.

ګڼو دغو ځوانانو لیکلي چې په بېلابېلو برخو کې یې زده کړې کړي او کاري تجربه لري خو وزګار دي.

دا لا څرګنده نه ده چې کابل ته د پاکستان د لوړپوړي پلاوي په دې پلان شوي سفر کې افغانستان ته د پاکستاني کارکوونکو د استولو په اړه هم بحثونه کېږي که څنګه؟

XS
SM
MD
LG