د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګویتېرېش: د افغانستان کنګلې شتمنۍ دې پرېښودل شي


انتونیو ګوتېرېش وايي، تر څو لسیزو جګړو، کړاو او ناامنۍ وروسته ښايي تر ټولو خطرناکو شیبو سره مخامخ شي.
انتونیو ګوتېرېش وايي، تر څو لسیزو جګړو، کړاو او ناامنۍ وروسته ښايي تر ټولو خطرناکو شیبو سره مخامخ شي.

د ملګروملتونو جنرل سېکرېټري انتونیو ګویتېرېش په افغانستان کې د خلکو د ژوند او اقتصاد ژغورنې لپاره د هغو بندیزونو د ځنډېدو غوښتنه کړې چې په دې هېواد کې یې د پیسو راکړې ورکړې مخه نیولې ده.

ګویتېرېش د جنورۍ پر ۱۳مه په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې همداراز د ځینو شرایطو له مخې د شاوخوا ۹،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان د کنګل شویو اسعارو او شتمنیو د ازادېدو غوښتنه هم وکړه.

ګویتېرېش وویل د افغانستان لپاره د نړیوالو مالي مرستو پرېښودنه وغوښتله چې په سرکاري ادارو کې د کارمندانو تنخاګانې ورکړل شي او دولتي ادارې د روغتیا او تعلیم غوندې ضروري خدمات وړاندې کړای شي.

د ملګروملتونو سرمنشي وویل چې باید د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه ونیول شي او د دې کار لپاره باید د دې هېواد اقتصاد ته سمدستي نورې پیسې ورکړل شي.

ګویتېرېش وویل: "په اوسني حالت کې افغانان د لوږې، ناروغیو او د مرستو د نشتوالي له کبله د مرګ پر پوله ولاړ دي. مطلق مرګ. نو اساسي خبره دا ده چې باید د اقتصاد د سقوط مخنیوی وشي او د دې لپاره باید اقتصاد ته پیسې ورکړل شي."

د ملګرو ملتونو جنرل سېکرېټري وړاندیز وکړ چې د افغانستان بېنک وړتیاوې او ظرفیتونه باید وساتل شي او مرسته ورسره وشي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشره له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان ته د پیسو استول جاري وساتي او ټینګار کوي چې دا پیسې د طالبانو لاس ته له لوېدو پرته له نورو لارو واستوي.

مېري اېلین مک ګرووارټي پر نړیوالو غږ وکړ چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو مرستو د یقیني کولو له لارې د یوه بشري ناورین مخه ونیسي.

مېرمن ګرووارټي د جنورۍ پر ۱۳مه په بروکسل کې له اسوشییېټېډپرېس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل په داسې حال کې چې له نیمايي زیات افغانان په روان ژمي کې د خوړو د موندلو لپاره زیار باسي، افغانستان د اقتصادي سقوط پر مورګه ولاړ دی.

هغې له نړیوالو وغوښتل چې د سیاسي بحثونو پرتله بشري اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي.

دې یوځل بیا خپله هغه وینا تکرار کړه چې په روانه اوونۍ کې یې پر ټویټر لیکلې وه، افغانستان د خوړو د پلور او پېر په بازار کې د اړتیا وړ پیسو د نشتوالي له کبله د لوږې له څونامي سره مخامخ دی.

افغانستان کې بې کوره شوي کډوال ژمنيو مرستو ته په تمه دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00

ګرووارټي وویل:" دا هرڅه د لوږې د بشپړې څونامي په څېر سره یوځای کېږي چې ټول هېواد ته رسېږي او له پينځو لسیزو جګړو سره سره ښايي دا تر ټولو لوی بحران وي چې افغانستان ورسره مخامخ شوی."

مېرمن مک ګرووارټي وايي، د افغانانو لپاره اوس دوې لارې پاتې دي- یا به لوږه زغمي او یا به له هېواده وځي.

دا زیاتوي چې WFP د ۲۰۲۲ز کال لپاره کافي پیسې نه لري نو ځکه ملګروملتونو په را روانو ۱۲ میاشتو کې د بشري مرستو لپاره ۴،۴ میلیارد ډالر بسپنه غوښتې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام برخه به ۲،۶ میلیارد ډالره وي، څو خلکو ته د اړتیا وړ خواړه ورسوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام WFP د شمېرو له مخې د افغانستان ۲۲،۸ میلیونه وګړي د خوړو له جدي کمښت او له دې ډلې ۸،۷ میلیون وګړي له قحطۍ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG