د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو له خوا د هنرمندانو ځورولو غبرګونونه پارولي دي


طالبان د ۲۰۲۱ ز د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او حکومت يې ونيو. دوی پر افغانستان د ۹۰مو کلونو د خپلې واکمنۍ په څېر دا ځل هم په هغه هېواد کې د موسيقۍ پر غږولو او يا هم د هغې پر اورېدلو بنديز ولګاوه.
طالبان د ۲۰۲۱ ز د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او حکومت يې ونيو. دوی پر افغانستان د ۹۰مو کلونو د خپلې واکمنۍ په څېر دا ځل هم په هغه هېواد کې د موسيقۍ پر غږولو او يا هم د هغې پر اورېدلو بنديز ولګاوه.

پر ټولنيزو شبکو هغې يوې وېډيو تند غبرګونونه پارولي چې پکې د طالبانو په حضور کې دوو افغان هنرمندانو ته ستغې سپورې ويل کېږي او د هغوی د موسيقۍ الات سوزول کېږي.

د افغانستان په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې جوړې دې وېډيو کې ليدل کېږي چې ټوپک په لاس طالبانو دوه ځايي ولسي هنرمندان د لسګونه عامو کسانو په منځ کې درولي، د هغوی وېښتان يې ورقينچي کړي او ترېنه غواړي چې نور د هنر نه کولو اعلان وکړي.

ګودر ځاځی هم د ځاځي اريوب ولسوالۍ يو ځوان او تعليم يافته سندرغاړی دی. نوموړي د جنورۍ پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل، د خپلو ولسي هنرمندانو د سپکاوي وېډيو سخت ټکان ورکړ.

ځاځي، چې وايي ژوند ته يې د ورپېښ خطر له وجې خپل ځای نشي په ډاګه کولی، زياته کړه چې د افغان هنرمندانو د حقونو لپاره بايد له بهره غږ پورته شي.

ده وویل، "دا ناوړه پېښه زموږ د سيمې له دوو هنرمندانو سره شوې. طالبانو تر دې پخوا د خپل حاکميت په سيمو کې دا کارونه کول، خو اوس يې په ټول هېواد کې پيل کړي دي. د وېډيو په ليدو مې له ځان سره فکر وکړ چې موږ ويده او مړ ولس يو، او همدا به مو حال وي. له سترګو مې اوښکې وڅڅېدې. داسې يو درد مې حس کړ لکه چې هغه اور پر باجې نه بلکې زما پر وجود لګېدلای وي."

ګودر ځاځي زیاته کړه چې هنرمندان مو دا مهال ځکه تيت و پرک دي چې د هغوی د انسجام لپاره کار نه دی شوی.

ده وویل، "موږ بايد د خپلو هنرمندانو د ژوند او د هغوی د حقونو د خونديتوب لپاره له بهره غږ پورته کړو."

يو بل ځوان افغان سندرغاړی مير خان، چې دی د نوميالي سندرغاړي عبدالله مقري زوی دی او کابل ته د طالبانو له ننوتلو سمدستي وروسته بهر ته تللی، د ځاځي اريوب د وېډيو په تړاو وايي چې طالبانو نه يوازې د افغانانو ژوند ورګران کړی بلکې د هغوی د لرغوني کلتور او وياړونو ويجاوړل يې پيل کړي دي.

میر خان مشال راډیو ته وویل، "يو څو نورې وېډيوګانې هم تر دې اوسنۍ يوې مخکې راووتلې، چې زه يې زښته خواشينی کړم. سړی حيران شي چې څه ووايي؟ حال دا چې افغانستان د ادب او فرهنګ لوی کور دی. پخوا چې به زموږ مشرانو انګرېزانو ته په جنګونو کې ماتې ورکړه، نو خپله بريا به يې په اتڼونو لمانځله. په هغو جشنونو کې به طالبان هم ورسره ملګري ول. دا خبرې په کتابو کې ليکل شوي دي."

میر خان وویل چې ډول، موسيقي، شعر، ادب، دا هرڅه زموږ د فرهنګ يوه مهمه برخه ده.

نوموړي طالبانو ته په اشاره زیاته کړه، "نو ته چې راولاړېږې او ما دې وړو وړو خوشاليو ته هم نه پرېږدې، نو زما د ژوند بيا څه معنی؟"

طالبان د ۲۰۲۱ ز د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او حکومت يې ونيو. دوی پر افغانستان د ۹۰مو کلونو د خپلې واکمنۍ په څېر دا ځل هم په هغه هېواد کې د موسيقۍ پر غږولو او يا هم د هغې پر اورېدلو بنديز ولګاوه.

دې نوي او له وېرې ډک حالت ته په کتو د پام وړ شمېر هنرمندان اړ شول چې له افغانستانه ووځي.

په کابل کې د افغانستان د موسيقۍ ملي انسټيټيوټ هم وتړل شو او لسګونه زده کوونکي يې، چې د هلکانو ترڅنګ نجونې هم پکې وې، د دې مرکز د مشر ډاکټر احمد سرمست د هڅو په نتيجه کې اروپا ته ولاړل.

ډاکټر سرمست د کابل د موسيقۍ مرکز له زده کوونکو د افغانستان ملي ارکېسټرا جوړه کړې وه.

نوموړي د تېر کال په اګست کې مشال راډيو ته ويلي وو چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو سره په افغانستان کې د هنر او د هغې د پرمختګ لارې بندې شوې.

د ډاکټر سرمست له دې خبرو لږې ورځې وروسته پر ټولنيزو شبکو خپرو شويو عکسونو کې وليدل شول چې طالبان د هغه مرکز ته ننوتلي او د موسيقۍ ټول الات يې مات کړي دي.

سياستوال، د بشري حقونو فعال او شنونکی افراسياب خټک وايي، د طالبانو ايجنډا له افغانانو د هغوی هويت او کلتوري ارزښتونه تروړل دي.

د نوموړي په خبره، طالبان غواړي افغانان نړۍ ته د يوه جنوني قوم په توګه وروپېژني.

ده وویل، "ډول، سرنا، رباب، منګی، د موسيقۍ دا الات به زموږ په حجرو کې پراته ول. خلکو به غږول، مشغولا به يې پرې کوله. زموږ په ولسي ادب کې د پښتنو د ژوند تجربه او حکمت پټ دی. ځوانانو به له دې هر څه نه يوازې د ځان او د خپل قام بلکې د نړۍ پېژندنه کوله. نو د دې څيزونو مخالفت له پښتنو سره د دوښمني په معنی دي، زموږ د سندرې، موسيقۍ او قامي شناخت له منځه وړل دي.."

افراسیاب خټک وویل، طالبانو د افغانستان ملي بيرغ، چې د امان الله خان په وختو کې جوړ شوی وو، ولې ختم کړ؟

ده زیاته کړه، "دوی غواړي نړۍ ته وښيي چې افغانان جنوني خلک دي او يوازې د ټوپک په زور کنټرولېدای شي."

د ده په وینا، نړيوال هم بايد يوازې تماشا و نه کړي بلکې دا خبره درک کړي چې په افغانستان کې لګېدلی اور به نورو سيمو او هېوادونو ته هم خپرېږي.”

د ملاکنډ يو پېژندلی شاعر او سندرغاړی امجد شهزاد وايي، په افغانستان کې د راغلي بدلون اثر وار له مخه په پښتونخوا کې حس کېږي.

نوموړی، چې د “سندره مه وژنئ” په نوم يوه شعري ټولګه هم لري، زياتوي چې د هنر او هنرمندانو لپاره مبارزې ته بايد زور ورکړل شي.

ده مشال راډیو ته وویل، "موږ په دا تېرو ورځو کې په پښتونخوا کې هم داسې ويډيوګانې وليدې چې ځينو خلکو پکې هنرمندان تشويق کړل چې خپلې تبلې او باجې وسوزوي او د درو او څلورو مياشتو لپاره تبليغ ته ولاړ شي. په تېرو بلدياتي انتخاباتو کې هم موږ ته معلومه شوه چې يو وارې بيا د پښتونخوا په سياست کې مذهبي ګوندونو ته د رول ورکولو يوه هڅه کېږي. دا هر څه زموږ د شاعرانو او هنرمندانو پر تخليقي صلاحيتونو منفي اغېز کوي."

د ده په وینا، ضرورت د دې خبرې دی چې پښتانه د هنر د حفاظت او د هنرمندانو د حقونو مبارزه نوره هم پياوړې کړي او په دغه برخه کې پر باوري نړيوالو ادارو هم د مرستې غږ وکړي.

XS
SM
MD
LG